ويه خدايه درنه غواړم ، بيا خپلوک افغانستان مي
هغه غرونه پټ په واورو، هغه لعل د بدخشان مي
شګوفې مي دبادامو، ګل غونډۍ او ارغوان مي
سره ګلونه د انارو، کندهار غېږ د جانان مي
بوى د ګلو د نارنجو، ننګرهار ښکلي زلميان مي
له آمو تر ارغندابه، يوه کړيکه يوه ميدان مي
خدايه داسي وطن غواړم، چي مي خپل پکښي واکمن وي
چي قومونه سره خپل وي، د يوې ابۍ زامن وي

No comments:
Post a Comment