Tuesday, October 14, 2014

غزل






غزل
غومبورې دې د سوړ ژمې غرمې ته پاتې کيږي
دا شونډې دې بيخې تازه مېوې ته پاتې کيږي
ارمان دې يبله پښې په دغه لاره ځي راځي
زما د زړه په سيورې کې دمې ته پاتې کېږي
په درد د خپلې مينې د اشنا ډکې لېمې
باور وکړه د غم د شپې ډېوې ته پاتې کېږي
ماشوم نظر مې ستا د ښکلي مخ په رڼا وسو
نو سوځې پرلمبه چې څوک لمبې ته پاتې کېږي
ما ویل چې زړه مې ولې پسې درد کوي شرره
دا يوه خو په کې "هو به هو" هغې ته پاتې کېږې

1 comment:

Translate