Showing posts with label picture. Show all posts
Showing posts with label picture. Show all posts

Tuesday, December 16, 2014

نسیم دانش: افغانستان به د کرېکټ له سیالانو سره سیال کړم

نسیم دانش: افغانستان به د کرېکټ له سیالانو سره سیال کړم
نسیم دانش د افغانستان د کرېکټ بورډ اجرايي ریس او مرستیال هم پاتې شوی دی.
د افغانستان د کرېکټ بورډ نوی مشر وايي تر ۲۰۲۵ کاله پورې به افغانستان د کرېکټ د نړیوالې شورا د لومړۍ درجۍ هېوادونو په کتار کې ودروي.
نسیم دانش چې د ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان په اساس د کرېکټ بورډ نوی عمومي مشر وټاکل شو، د امریکا غږ ته وویل چې دی د کرېکټ د پرمختګ لپاره د لسو کلونو له پلان سره راغلی دی.
ښاغلي دانش وویل "د دغه پلان یوه مهمه برخه دا ده چې د لومړۍ درجې د ترلاسه کولو لپاره ټول اړین کارونه ترسره شي چې د نویو لوبغالو او سټیډمونو جوړول، له لومړۍ درجې هېوادونو سره د سیالیو برابرول او د لوبغاړو د پرمختګ لپاره په نورو هېوادونو کې د روزنیزو کمپونو جوړول یې په سر کې راځي."
ښاغلي دانش وویل د خپلو پلانونو د عملې کولو لپاره به په بېلا بېلو برخو کې په کارپوه او وړ کسان ګماري.
ښاغلي دانش د کرېکټ بورډ اجرايي مشر او مرستیال هم پاتې شوی دی. ده د یکشنبې په ورځ خپله رسمي دنده پیل کړه. تر ده وړاندې شهزاده مسعود د کرېکټ بورډ عمومي مشر و.
تاج ملوک علم بیا کرېکټ ته راغی
نسیم دانش د خپل کار په لومړۍ ورځ د لوبغاړو د غوراوي پخوانۍ کمېټه ړنګه کړه او پر ځای یې یوه بله ګمېټه وټاکله چې د افغانستان د کرېکټ پخوانی روزونکی تاج ملوک علم یې هم غړی دی.
تاج ملوک علم د افغانستان د کرېکټ له بنسټ اېښودونکو شمېرل کیږي او ډېر وخت د ملي لوبډلې روزونکی هم پاتې شوی دی. هغه له شاوخوا څو کلونو راهیسې له کرېکټ څخه لېرې پاتې شوی و.

Sunday, December 14, 2014

یوه شپه په یو میلون ډالرو

یوه شپه په یو میلون ډالرو.
په خبرو کې یوه خبره دا هم ده چې د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ یو شهزاده له یوې میاشتې سوال، زاریو او خواریو وروسته پدې وتوانېده چې د امریکا یوه ښکلې موډله او تلویزیوني کارکونکې اماده کړي څو د یو میلون ډالرو په مقابل کې ورسره یوه شپه تېره کړي.
نجلۍ کیم کاراډیشن نومیږي او په ښکلا کې نړیوال شهرت لري، کیم به د نوي عیسوي کال په لومړۍ شپه د سعودي شهزاده میلمنه وي.

Monday, December 8, 2014

ګنهکار ځوان!

ګنهکار ځوان!
د موسی علیه السلام په وخت کې یو ځوان و، ډېر زیات بدکار، ګنهګار او پرخپل ځان ظالم و، د کلي خلکو نوموړی په ډېره بې احترامۍ له ښار څخه بهر وویستو او ویل یې چې دا ځوان ډېر ګنهګار انسان دی، داسې نه چې دده له امله الله تعالی پرمونږ قهر نازل کړي.
ځوان له دې وروسته په یوه کنډواله کې ژوند پیل کړ، په دې ځای کې د ده لپاره د خوراک او څښاک هېڅ نه وو ، نه یې کوم خپل او نه خپلوان وو، بس یوازې یې ژوند کولو.
الله تعالی موسی علیه السلام ته وحیه وکړه چې زما له ولیانو څخه یو ولي وفات شوی دی ؛ لاړ شه، هغه ته غسل ورکړه او جنازه یې ترسره او په کلي کې اعلان وکړه، د هرچا ګناه چې ډېره زیاته وي په دې جنازه کې د ګډون نه وروسته به یې الله تعالی ټول ګناهونه وبښي.
د موسی علیه السلام له اعلان سره سم بې شمېره خلک را ښکاره او د جنازې په ځای کې را غونډ شول، خلکو د مړي له مخ څخه د پردې په لرې کولو مړی و پیژندلو او موسی علیه السلام ته یې عرض وکړ ، چې ای د الله نبي ! دا خو هغه فاسق دی چې مونږ له کلي شړلی و.
ددې خبرې په اورېدو موسی علیه السلام په تعجب شو، موسی (ع) چې کله مړي ته وکتل حیران شو او وې ویل چې دا خو ریښتیا همغه ګنهګار ځوان دی ، چې بې له ګناه څخه به یې ژوند نه شو کولای، ایا دده په اړه الله تعالی ماته وحی کړې؟!
الله تعالی موسی (ع) ته وحی وکړه، او وېي فرمایل چې دا خلک رښتیا وایي !
کله چې خلکو دا ځوان له ښار نه وشړلو، موده وروسته د یخوالي له امله دا ځوان ناروغ شو، شاوخوا یې وکتل، هیڅ څوک یې تر سترګو نه شو، نه ملګری ، نه کوم خپل او نه هم خپلوان.
د یوازېتوب، غربت او ذلت احساس یې وکړ او بیا یې پاس د اسمان خوا ته وکتل او وېي ویل:
الهي ! زه ستا له بندګانو څخه یو بنده یم، له ښار څخه شړل شوی یم، څوک مې په ښار کې د ژوند کولو لپاره نه پریږدي.
يا الله ! که زه په دې پوهېدای چې هغه عذاب چې ته يې ماته راکوې ، ستا په ملکیت کې زیاتوالی رامنځ ته کوي ، او یا هغه بښنه چې ته پرې ما بښې، ستا په پادشاهي کې څه کمی راولي، نو ما به هېڅکله ستاڅخه د بښنې غوښتنه نه وای کړې، خو زما ساتونکی او بښونکی پرته له تا بل څوک نه دی، ځکه تا په خپله ویلي چې زه تر ټولو ډېر لوی بښونکی او مهربان یم!
هیله کوم زما زړه مه راماتوه!
ای موسی !
ایا ماته دا مناسبه ده، چې د هغه دعا رد کړم پداسې حال کې چې دی زما څخه په ډېره عاجزۍ زما د صفاتو په یادولو د بښنې غوښتنه کوي او رڼې اوښکې تویوي.
ای موسی ! زه په خپل عزت قسم یادوم ! که دې ځوان د نړۍ د ټولو وګړو لپاره بښنه غوښتې وای ما به ددې ځوان د تواضع په خاطردا ټول خلک بښلي وو!
که یې له الله تعالی څخه د ټولو انسانانو د بښنې غوښتنه کړې وای ، الله تعالی به دا ټول خلک بښلي وو!
ای موسی!
زه د غریب او اجنبي خلکو مرستندوی، ملګری، طبیب، او پر داسې خلکو ډېر مهربانه یم.!
هغه ګنهګار ځوان، چې بې له ګناه څخه یې بل کار نه و زده، له هغه نه الله تعالی ولي جوړوي، هغه هم یوازې په یو وار توبه؟!
ځمونږ خالق ډير مهربانه او پوره رحم لرونکی دی، مګر مونږ د دعا د غوښتلو په طریقه نه پوهېږو، که مونږ په سمه توګه د الله تعالی څخه د د عا غوښتنه وکړو ، هغه به راته ټول ګناهونه معاف کړي!
یا الله سبحانه وتعالی مونږ ټول ستا ډېر ګنهګاره بندګان یو، همداسې چې دې هغه ځوان ته بخشنه کړې ، همدغه شان بخشنه مونږ ته هم وکړه.
اګر که دا کیسه ډېره مستنده نه ده، خو داچې د توبې اهمیت ته پکې اشاره شوې او د الله تعالی رحمت او مهرباني تر دې هم زیاته ده، په همدې خاطر مې ولیکله.
کاپی:- دښاغلی محمد عوض اکبری له وال څخه!

Wednesday, December 3, 2014

د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم او شیطان ملاقات


ﻃﻼﻳﻲ ﭘﯿﻐﺎﻡ !
ﯾﻮﻩ ﻭﺭځ ﺷﯿﻄﺎﻥ ﺩ ﺣﺮﻡ ﺩ ﺟﻮﻣﺎﺕ ﭘﻪ څﻨډﻩ ﮐﯥ ﻏﻠﯽ ﻭﻻړ
ﻭ، ﺭﺳﻮﻝ ﮐﺮﯾﻢ ﺻﻠﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﯿﻪ ﻭﺳﻠﻢ ﺩ ﺑﯿﺖ ﺍﻟﻠﻪ ﭘﻪ
ﻃﻮﺍﻑ ﺑﺎﻧﺪﯤ ﺑﻮﺧﺖ ﻭ، ﮐﻠﻪ ﭼﯥ ﺟﻨﺎﺏ ﺹ ﻟﻪ ﻃﻮﺍﻑ ﻧﻪ
ﻓﺎﺭﻍ ﺷﻮ ﻧﻮ ګﻮﺭﻱ ﭼﯥ ﺷﯿﻄﺎﻥ ﭘﻪ ډﯾﺮ ﺯﯾړ، ﺗښﺘﯿﺪﻟﯽ
ﺭﻧګ ﺍﻭ ﻧﺎﺗﻮﺍﻧﻪ ﺣﺎﻟﺖ ﮐﯥ ﯾﻮﯤ څﻨډﯤ ﺗﻪ ﻭﻻړ ﺩﻩ، ﭘﻮښﺘﻨﻪ
ﯾﯥ ځﯿﻨﯥ ﻭﮐړﻩ ﭼﯥ ﺍﯼ ﻣﻠﻌﻮﻧﻪ !
ﻭﻟﻲ ﺩﺍﺳﯥ ﻻﭼﺎﺭﻩ، ﭘﯿﮑﻪ ﺍﻭ ﺭﻧځﻮﺭ ﯾﯥ؟
! ﺷﯿﻄﺎﻥ ﭘﻪ ځﻮﺍﺏ ﮐﯥ ﻭﺭﺗﻪ ﻭﻭﯾﻞ :
ﺳﺘﺎ ﺩ ﺍﻣﺖ ﻟﻪ ﻻﺳﻪ ﻣﯥ ﺩﺍﺣﺎﻝ ﺩﯼ ﺍﻭ ډﯾﺮ ﮐړﯾږﻡ . ﺭﺳﻮﻝ
ﺍﻟﻠﻪ ﺻﻠﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﯿﻠﻪ ﻭﺳﻠﻢ ﻭﺭﺗﻪ ﻭﻭﯾﻞ :
ﺯﻣﺎ ﺍﻣﺖ ﻟﻪ ﺗﺎ ﺳﺮﻩ څﻪ ﮐړﻱ ﺩﻱ؟
ﺷﯿﻄﺎﻥ ﻭﻭﯾﻞ : ﺍﯼ ﺩ ﺍﻟﻠﻪ ﺭﺳﻮﻟﻪ )ﺹ !) ﺳﺘﺎ ﭘﻪ ﺍﻣﺖ ﮐﯥ
څﻮ ﻧﯿﮏ ﺍﻭ ﻏﻮﺭﻩ ﺧﻮﯾﻮﻧﻪ ﺩﻱ، ﻣﺎ ډﯾﺮ ﮐﻮښښ ﻭﮐړ ﭼﯥ
ﺩﺍ ﺧﻮﯾﻮﻧﻪ ﻟﻪ ﺩﻭﯼ ﻧﻪ ﻭﺍﺧﻠﻢ ﺧﻮ ﻭﻭﻧﻪ ﺗﻮﺍﻧﯿﺪﻡ .
ﻧﺒﯽ ﮐﺮﯾﻢ ﺻﻠﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﯿﻪ ﻭﺳﻠﻢ ﻭﺭﺗﻪ ﻭﻭﯾﻞ :
ﺯﻣﺎ ﺩ ﺍﻣﺖ ﻫﻐﻪ ﮐﻮﻡ ﺧﻮﯾﻮﻧﻪ ﺩﻱ ﭼﯥ ﺗﻪ ﯾﯥ ﺭﻧځﻮﺭ ﮐړﯼ
ﯾﯥ؟
ﺷﯿﻄﺎﻥ ﻭﻭﯾﻞ ﻫﻐﻪ ﺧﻮﯾﻮﻧﻪ ﺩﺍﺩﻱ :
۱ـ ﮐﻠﻪ ﭼﯥ ﯾﻮ ﺑﻞ ﻭﻭﯾﻨﻲ ﻧﻮ ﭘﻪ ﯾﻮ ﺑﻞ ﺳﻼﻡ ﺍﭼﻮﻱ.
۲ـ ﺩ ﻟﯿﺪﻭ ﭘﻪ ﻭﺧﺖ ﮐﯥ ﯾﻮ ﺑﻞ ﺗﻪ ﻻﺱ ﻭﺭﮐﻮﻱ.
۳ـ ﻫﺮ ﮐﺎﺭ ﭼﯥ ﻏﻮﺍړﻱ ﺗﺮﺳﺮﻩ ﯾﯥ ﮐړﻱ ) ﺍﻥ ﺷﺎﺍﻟﻠﻪ ( ﻭﺭﺗﻪ
ﻭﺍﻳﻲ .
۴ـ ﻟﻪ ګﻨﺎﻩ ﻧﻪ ﺗﻮﺑﻪ ﺑﺎﺳﻲ.
۵ـ ﺗﺮ څﻮ ﭼﯥ ﺩ ﺣﻀﺮﺕ ﻣﺤﻤﺪ )ﺹ ( ﻧﻮﻡ ﺍﻭﺭﻱ ﺩﺭﻭﺩ ﭘﺮﯤ
ﻭﺍﯾﻲ .
۶ـ ﺩ ﻫﺮ ﮐﺎﺭ ﭘﻪ ﭘﯿﻞ ﮐﯥ ) ﺑﺴﻢ ﺍﻟﻠﻪ ﺍﻟﺮﺣﻤﻦ ﺍﻟﺮﺣﯿﻢ
( ﻭﺍﻳﻲ. )
ﯾﺎﺩﻭﻧﻪ :ﮐﻠﻪ ﭼﯥ ﺗﺎﺳﻮ ﻏﻮﺍړﯼ ﺩﻏﻪ ﭘﯿﻐﺎﻡ ﺧﭙﻠﻮ ﻣﻠګﺮﻭ ﺗﻪ
ﻭﺭﺳﻮﻱ ﻧﻮ ﺷﯿﻄﺎﻥ ﺑﻪ ﻫﺮﻭﻣﺮﻭ ﺩﺍ ﮐﻮښښ ﮐﻮﻱ ﭼﯥ ﺗﺎﺳﻮ
ﻟﻪ ﺩﯤ ﮐﺎﺭ ﻧﻪ ﻣﻨﻊ ﮐړﻱ؟ !

لیونی څه وایی؟؟؟

د لېوني څخه یو چا پوشتنه وکړه:د چا سره مینه لرې ؟
لېوني وخندل او ویې ویل: له مینې سره مې ...
هغه کس بیا پوشتنه وګړه: مینه دې څوک ده ؟
لېوني وویل: مینه نلرم !
پوښتونکی په خندا شو او ویې ویل:
د مینې لپاره دې کومو کارونو کولو ته تیار یې ؟
لیونی جواب ورکړ.: د عاقلانو غوندې نه کېږم ، ناځواني ورسره نکوم ، خیانت نه کوم ، یوازې یې نه پرېږدم ، هغه ژمنه چې مې ورته سر ټیټ شي نه کوم او درواغ هم ورته نه وایم ...
مینه به ورسره لرم ، بېوفایی ورسره نه کوم او ورسره به مهربان اوسم ...
تل به ورسره ځواني کوم ، ناارامه کوم او غمجنه وم یې هم نه ...
پوښتونکی بیا سوال وکړ: که یوازې یې پرېښودې بیا ، که مینه یې درسره نلرله ، که ناځواني یې درسره وکړه ، که بېوفا وه ...؟
د لیونی سترګې له اوښکو ډکې شوې ویې ویل:
که داسې نه وای نه زه به لېونی کېدم نه ...!!!


Monday, October 13, 2014

د یتیمانو حال


ته کلن منصور ته یې لس کلنې خور د مکتب بکسه غاړې ته ور واچوله؛ په مخ یې ښکل کړ، ورته یې ووې:- منصوره ورورکه په بکسه کې مې درته ډوډۍ هم ایښې، چې وږی شوې، نو بیا یې وخوره؛ اوس مکتب ته لاړ شه، چې ناوخته کېږي.منصور په خپل ځای ولاړ و؛ شېبه وروسته یې سر د "خه" په توگه وښوراوه او روان شو. مشره خور یې تر دروازې پسې لاړه.غرمه د کلي ټول ماشومان له مکتبه راغلل، خو منصور نه و راغلی. خور یې د گاونډیانو کورونه پسې وکتل، خو پیدا یې نکړ. غرمه ناوخته د منصور د ټولگیوال اسد کور ته ورغله؛ له هغه یې د منصور پوښتنه وکړه. هغه ورته وویل، چې له مکتب وروسته د هدېرې په لور لاړ. د خور یې اوښکې په سترگو کې را وخوټېدې او په اوښلنو سترگو د هدېرې په لور رهي شوه.منصور په هدېره کې د دوه څنگ په څنگ قبرونو تر منځ ویده و او په خوب کې یې له سلگیو سره خبرې کولې:"مورې ته خو شهیده شوې ابا مې هم درسره شهید شو؛ وگوره ستاسو د دواړو یوځای قبرونه دي، خو زه تاسو پسې خپه یم"د خور یې سترگې له اوښکو ډکې شوې؛ یوه شېبه یې د مور او پلار قبر ته ښه وژړل. وروسته یې منصور راپاڅاوه. د منصور په مخ له خوب مخکې د کړې ژړا د اوښکو نښې لا هم وې.د منصور پلار او مور د جلال اباد په خوږیاڼو کې له لسو نورو کلیوالو سره په یوځای د بهرنیو ځواکونو په بمبارد کې شهیدان شوي وو.
خدای دی زما د مور او پلار سره هم ښه وکړی او الله دی جنت فدوس ورنصیب کړی د ټولو مسلمانانو سره آمین.....

Wednesday, September 24, 2014

نوي ماډل ایفون 6


نوي ماډل ایفون 6 که چیرته په تیره چاړه، د موټر په کیلي ومښل شی، هیڅکله کرښی کرښی نه کیږی، او که چیرته د څټک په لږه ضربه ووهل شی، هیڅ نه داغ کیږی. نو بناً که ستاسو له لاس نه په ځمکه ولویږی هیڅ تاوان ورته نه رسیږی.
محب احمدزی

د بلخ والي: اشرف غني منتخب ولسمشر نه دی

د بلخ والي: اشرف غني منتخب ولسمشر نه دی

عطا محمد نور عطا محمد نور

د بلخ والي عطا محمد نور، وایي چې د موازي حکومت د جوړولو په لټه کې نه دی او د هغه تر مشرۍ لاندې د بلخ ولایت د افغانستان جز دی.
د بلخ والي عطا محمد نور، چې د ملي وحدت د حکومت د اجرایوي رئیس عبدالله عبدالله د سرسختو او بانفوذه پلویانو څخه دی وایي چې اشرف غني احمدزی، د افغانستان منتخب جمهور رئیس نه دی بلکې د یو سیاسي توافق له مخې دغه مقام ته رسیدلی دی.
د بلخ والي چې دمخه یې د ښاغلي احمدزي سره جنجالي اړیکې درلودلي دي د امریکا غږ آشنا رادیو سره په ځانگړې مرکه کې وویل چې له بده مرغه تر اوسه یې اشرف غني احمدزي ته د جمهور رئیس په توگه مبارکي نه ده ورکړې، خو وایي چې ښاغلي احمدزي ته درناوی لري.
ښاغي نور د بلخ له ولایت څخه د گوښه کیدو د احتمال په هکله وویل چې د هغه گوښه کول "اسان کار نه دی".
هغه زیاته کړه چې د ښاغلي عبدالله د ټیم څخه دی چې د ملي وحدت د حکومت نیمایي به د هغه په واک کې وي.
دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان منتخب جمهور رئیس اشرف غني احمدزي د دوشنبې په ورځ وویل چې په کلکه به د حکومت د قدرت په وړاندې د موازي جوړښتونو سره مبارزه وکړي.
د انتخاباتو د نتایجو د اعلان په اړه ښاغلي نور وایي "زه د دواړو کاندیدانو تر منځ د توافق هر کلی کوم او مخالف یې نه یم. خو ښه به دا وی چې دا هر څه د خلکو د رایو ، مدني حرکتونو او دیموکراسۍ له لارې شوی وای. "
هغه وایي "مونږ زیاتې هلې ځلې وکړلې چې په افغانستان کې دیموکراسي غښتلې شي خو له بده مرغه چې هغه شان ونشول خو بیا هم خوښ یم چې په افغانستان کې د بحران مخه ونیول شوه او یوه نسبي معقوله د حل لاره یې پیدا شوه."
د ملي یووالي حکومت جوړښت:
عطا محمد نور وایي چې د ملي یووالي د حکومت جوړیدل " دافغانستان حالاتو ته په پام سره د یوه مجبوریت له مخې و او د قانون خلاف هم ندی. د ملي یووالي د حکومت جمهور رئیس منتخب نه، بلکه د سیاسي توافق له مخې ټاکل شوی ولسمشر دی. "
موازي حکومت:
که څه هم چې د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم یو لوړپوړي غړي ګواښ کړی و چې که چیرته په انتخاباتو کې د هغوي ټیم بریالی نشي، نو په افغانستان کې به موازي حکومت جوړ کړي خو ښاغلی نور وایي " دا د ټولو دنده ده چې په افغانستان کې دې موازي حکومت نه وي، او په افغانستان کې د موازي حکومت جوړیدو ته ځای نشته."
هغه وایي " ما هیڅ وخت د موازي حکومت نه درلود، بلکه د بلخ د والي په توګه مې د ولسمشر حامد کرزي د حکومت د قانون سره سم کار کاوه او تر څنګ مې د یو سیاسي شخصیت په صفت نور فعالیتونه هم درلودل خو زما سیاسي کارونه پدې خاطر و چې زه د جمیعت د ګوند اجرایوي مشر یم. "
د ډاکټر اشرف غني سره د عطا محمد نور اړیکې :
عطا محمد نور وایي چې تر اوسه یې ښاغلي اشرف غني ته د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ګټلو په خاطر مبارکي نده ویلې. خو زیاتوي " که اړیکه هم ورسره ونیسم نو د منتخب ولسمشر او یا دا چې د خلکو د رایو له لارې د هیواد جمهور رییس شوی وي، مبارکي ونه وایم. "
د ډښاغلي احمدزي په مشرۍ د ملي یووالي په حکومت کې د کار کولو په اړه ښاغلی نور وایي "زه د تحول او همپالنې د ټیم غړی یم چې د موافقې له مخې به په راتلونکي حکومت کې پنځوس په سلو کې قدرت ورسره وي. دا زما خپله پریکړه ده وروسته به یې اعلان کړم چې آیا د راتلونکي حکومت سره به کار وکړم او که نه."
خو ښاغلي نور دا خبره په بشړه توګه رد کړه چې د بلخ د والي پرته به د افغانستان په بل هیڅ ولایت کې د والي په صفت کار ونکړي "د هیواد په هرې برخې کې کار کول زما لپاره یو ویا ړ دی. مګر زه علاقه نلرم چې د بل ولایت د والي په صفت کار وکړم."
خو زیاتوي چې " ما ته پخوا هم په کابینې کې د کار کولو زمینه مساعده وه او اوس هم د اصلاحاتو او همپالنې په ټیم کې زما لپاره د کابینې د غړي په صفت د کار کولو زمینه مساعده ده. ... زما لیرې کول به د مشورې پرته د نوي ولسمشر لپاره آسانه کار نه وي.

Friday, May 30, 2014

کندهار: په ارغنداب ولسوالۍ کې زرګونو چنجيانو کښتونه خوړلي

راپور: جاوید سمسور- د کندهار ولايت د ارغنداب ولسوالۍ په ده لاور سيمه کې د غرونو څخه زرګونه چنجیان کروندو او باغونو ته راغلي او هلته يې زیات شنه نباتات خوړلي دي.
دغه چنجان، چي ژيړ بخن رنګ لري، د پنځو څخه تر اتو سانتيو پوري اوږدوالى لري او تر دې مخکې دغه ډول چنجیان نه وو لیدل سوي.
د ده لاور د سيمې کروندګر اختر محمد وايي، چي دغه چنجیان پر ملا تور نېښ هم لري او د دوى ټول دښتونه، فصلونه او باغونه يې اخيستي دي.
(څلور ورځي کيږي چي دغه چنجیان د غرو څخه راروان وه چي له پرون راهیسي په فصلونو ګډ سوي او د نباتاتو پاڼي خوري.))
دغه چنجیان چي شمېر یې زرګونو ته رسېږي، په کیلومترو ځمکې او باغونه يې نیولي چي تر اوسه يې کروندګر په مخنیوي کې پاتي راغلي.
کروندګر وايي، د مخنيوي لپاره يې يوازې په باغونو او کروندو کې اوبه خوشي کړي دي، چي په دغه طریقه یې تر یوې اندازې مخه نیول کېږي، دوی وايي، تر ټولو ډېر زیان یې انګورو ته اړولی.
د همدغې سیمي یو بل اوسېدونکی محمد شاه وايي: ((دا چنجیان هر شین بوټی خوري خو کلک شی نه سي خوړلای، انګور یې ډېر خوړلي چي د یوه باغ دوې جیوې یو مخ له منځه وړي.))
د سيمې کروندګر د کرنې او مالدارۍ رياست څخه د مرستې غوښتنه کوي، خو د دغه رياست چارواکي وايي، چي په دې اړه ناخبره دي او چا شکايت هم نه دی ورته کړى.
ددغه رياست د نباتاتو د ساتنې مدير ذبيح الله زيارمل وايي، د رسنيو له لارې خبر سوي او د دغه چنجیانو نمونه یې هم لیدلې چي تر اوسه د ودې په حال کې دي او کله چې غټ سي وزرونه هم کوي.
((اوس د دغو چنجیانو د کوچنیوالي مرحله ده چي زیانونه اوس مهال ډېر اړولای سي خو وروسته وزرونه هم کوي.))
هغه زياته کړه، چي په دې اړه وزارت ته خبر ورکوي او د هغوی څخه د دغه چنجيانو ضد درملو د ترلاسه کولو وروسته کمپاين پيلوي.
دغه چنجيان چي د نورو عامو په پرتله ډېر چټک دي، د تودې هوا سره هم ډېر مقاومت کوي ځکه زیاتره په دښتونو کي دي چي له هغه ځایه شنو سیمو ته ځان رسوي.

Tuesday, February 4, 2014

درنې څپېړې/ احسان الله درمل




د روغتون مخې ته ګڼ پاېوازان راټول ول، د چا زوی، د چا پلار او د چا خپلوان زخمیان وو. ټول په یو ډول عاطفي حالت کې ډوب دي او د خپلو ناروغانو د ژوند لپاره دوعاګانې کوي، دا بیخي مناسب وخت دی، چې کوم سوالګر راشي او له دوی نه څه وغواړي، ځکه ټول ذهناً تیار دي، چې په صدقه د بلا دفع وکړي. له برې خوا نه دوه زبېښلي ماشومان وړاندې وروسته را روان دي، د مخکیني په لاس کې د ایشیدلو نخودو دېګ دی، چې د پلورلو لپاره یې ورسره ګرځوي او وروستی تش لاس ورپسې را روان دی.
دواړه ورو، ورو را لنډ شول او چې د پاېوازانو له منځه تېریدل؛ نو لومړی یې یو دم پر ځمکه راپرېووت، د نخودو دېګ یې هغې خواته ولوېد او نخود دانه، دانه د ګڼو خلکو په پښو کې توی شول. لویدلي ماشوم د میرګي د ناروغ په څېر حرکات کول، لاسونه او پښې یې شخ کړل او له خولې یې د لاړو ځګونه اېستل، سر یې یوه او بله خوا خوځېده او د لاسونو او پښو د قبض او بسط لوبه یې کوله. بل ملګري ماشوم یې له پښې بوټ ووېست او د هغه پوزې ته یې نږدې کړ، ګویا ده ته دا ټوټکه کوم ډاکتر ښودلې. د بوټ کاربن ډای اکسایډ د وینې د کاربن سویه لوړوي او دا د تنفسي مرکز د تحریک لپاره یوه تنبه ده.
د پاېوازانو ګڼه ګوڼه پر لویدلي ماشوم راټوله شوه او ټولو د زړه له تله د هغه د پر حال کېدو لپاره هڅې وکړې، ځینو له دوکانونو نه اوبه ورته راوتښتولې او ځینو یې لاسونه او پښې نیولي ول. زه له ماشوم سره نږدې شوم، د هغه حیاتي علایم ټول نارمل وو، حرکات یې د میرګي د ناروغ نه ول او هر څه یې په ارادي توګه تر سره کول. لږه شېبه وروسته ماشوم راکېناست او ټولو خلکو شکر وایست، چې یو ژوند بچ شو. ماشوم غلی او مظلوم ناست و، بې له دې، چې څه وغواړي، د خلکو لاسونه جیبونو ته ننوتل او ټولو پرې د پیسو باران وکړ. ماشوم د سترګو له کونجونو پیسو ته کتل، ورو، ورو یې راټولې یې کړې او غلی غوندې له خپل ملګري سره روان شو. خلک بېرته په خبرو شول او ما دواړه ماشومان لیدل، چې لږ لېرې یې پیسې سره ووېشلې.
دا اول ځل ندی، چې زه له داسې ماشومانو سره مخ کېږم، خو ددې ماشوم ډرامې ودردولم، د ځان لپاره یې جالب رول ټاکلی و او ملګری ماشوم یې هم تر ده کم نه و. هڅه مې وکړه، چې خلکو ته ددې ماشوم راز ونه وایم، ځکه ممکن یو وخت د میرګي له ریښتینو ناروغانو سره هم مرسته ونکړي، خو ماته یې یو سوال پیدا کړ او هغه دا چې: ولې افغان ماشومان د سوال کولو لپاره له ډراماتیکو اکټونو ګټه اخلي؟
فکر کوم انسان د تعقل او عواطفو له دوو متضادو قطبونو رغیدلی موجود دی. تعقل د حوادثو پر وړاندې له یوه پروسس وروسته منطقي عکس العمل ښیي، خو عواطف زیاتره وخت پرته له کوم پروسسه او په نا آګاهانه توګه تحریک کېږي. د خضر (ع) او موسی (ع) په کېسه کې لومړی د تعقل او تفکر په مټ ځینې ګټور کارونه کوي، چې ظاهراً د تاوان کارونه ایسي، خو دویم د عواطفو په مټ جدي غبرګونونه ښیي. وروسته چې هغه د خضر (ع) پر حکمت خبرېږي نو حیرانېږي. عواطف د ژوند او چاپیریال د بېلا، بېلو حوادثو په اړه تحریک کېږي او ددې تحرکاتو شدت د حوادثو له شدت سره مستقیمه اړیکه لري. ښه، بد، ښکلا، بدرنګي، غم، خوشحالي، رحم، ظلم، مظلوم، ظالم او لایتناهي نورو تنبهات دي، چې هر یو د عاطفې پر مرکز فشار راوړي او انسان یوه ځانګړي عاطفي حالت ته سپاري. د مظلومیت پر وړاندې د انسان عاطفي عکس العمل تل مرسته او ترحم وي، چې داسې ده، نو افغان یتیمان او په ښارونو کې کارکوونکي ماشومان خو پرته له هغې هم د نړۍ د مظلومو ماشومانو له ډلې دي، دوی ولې د خلکو د عواطفو د راپارېدو لپاره ډرامې کوي؟!
دا ځواب د انساني تاریخ پاڼې راکولی شي. هغه مهال، چې انسان لا دومره نه و وحشي او نړۍ د اوسېدو وړ وه، مظلومیت د عواطفو د تحرک لپاره یوه تنبه کېدای شوه، مګر ورو، ورو انسان د برلاسۍ احساس رالاندې کړ؛ د بل د لاندې کولو هڅه یې پیل کړه؛ د اوسپنې په څېر یو عنصر یې کشف کړ، چې وسله یې کړه او د نورو وژل یې ورته اسان کړل؛ توره په ټوپک، ټوپک په بم او بم په اتوم بدل شو او بالاخره د مرګ، جنګ، تشدد او تاوتریخوالي د وسایلو استعمال دومره مظلومیتونه وزېږول، چې د مظلومیت پر وړاندې یې د عواطفو حساسیت ټکنی کړ. مظلومیت زیات شو او د مظلومیت پر وړاندې د عواطفو حساسیت کم، دا باید د انساني ټولنې خاصه نه وای، خو چې تریخ حقیقت دی څنګه یې کوې؟ بېوزلان او مظلومان چې د بل انسان مرستې او ترحم ته اړتیا لري، باید په یو نه یو ډول د عواطفو له پلوه د مسخه شوي انسان پام او مرسته د ځان خواته راجذب کړي، مګر انسان چې عواطف یې متواترو ظلمونو او مظلومیتونو ځپلي بې غمه لکه بت په رډو، رډو ګوري او هېڅ حساسیت نه ښیي. بېوزلان او مظلومان مجبور دي، چې خپله بېوزلي او مظلومیت تر اصلي حالته شل چنده لوی وښیي، بیخي هغسې لکه موږ چې د کڼو خلکو لپاره اواز لوړوو او په لنډه توره پسې قدم اخلو.
د سوالګرو ماشومانو رنګارنګ ډرامې، چې د هغوی مظلومیت غټوي، ددې ثبوت دی، چې زموږ د عواطفو خوب اوس نو د مظلومیت په څاڅکي اوبو نه تښتي. دغه ډرامې زموږ د وخت د انسان د ضمیر پر مخ د پېغور تر ټولو لویې او درنې څپېړې دي، د اندېش په قول:
چې د خپل کور تیاره کې ګوته قدرې نشم لیدای
څه که زه والوتمه بره لمر ته ورسېدم

د پاکستان د حکومت او طالبانو پلاوي د لومړي ځل لپاره خبرې کوي





د طالبانو د تحریک له لوري د پاکستان د حکومت له څلورکسیزې کمېټې سره خبرو ته د معرفي شوي پلاوي یوه غړي مولانا عبدالعزیز، چې د اسلام اباد د لال جومات خطیب هم دی، وویل، له حکومتي پلاوي سره به نن ماسپښین دوې بجې په اسلام اباد کې وګوري خو تر دې مخکې به په خپل منځ کې غونډه وکړي.
د طالبانو د پلاوي غړي او د جماعت اسلامي ګوند د خیبر پښتونخوا ایالتي مشر پروفیسر ابراهیم وویل چې دوی به له حکومتي پلاوي سره تر خبرو مخکې په خپل منځ کې پر دې وږغېږي چې خبرو ته څرنګه فضا برابره شي څو خبرې نتیجه ورکړي.
ده دا هم وویل چې د طالبانو د تحریک له مشرانو سره یې په ټېلفون خبرې کړي، طالبان د خپلو بندیانو د خوشي کېدو، اوربند او یو شمېر نورو مسایلو غوښتنه لري چې اوس نه غواړي دا مسایل په ډاګه کړي.
په همدې حال کې د پاکستان د حکومت مرکچي پلاوي د طالبانو له پلاوي څخه غوښتي چې تر خبرو مخکې ځیني مسایل روښانه کړي.
د پاکستان د حکومت له لوري د ګومارل شوې کمېټې غړي رحیم الله یوسفزي وویل چې حکومتي پلاوي نن ماسپښین د پاکستان د صدراعظم په دفتر کې په خپل منځ کې خبرې وکړې او په ترڅ کې یې پرېکړه وکړه چې تر خبرو مخکې دې د طالبانو له لوري معرفي شوی پلاوی د ځینو مسایلو په اړه وضاحت ورکړي.
ده وویل چې د طالبانو په پلاوي کې له ګډونه د عمران خان او مولانا فضل الرحمن له انکاره وروسته د پلاوي نورو غړیو له طالبانو سره تماس نیولی او لا هم طالبان هغوی خپل استازي ګڼي.
ده دا هم وویل چې له پلاوي څخه یې غوښتي چې څومره واک لري، پر کومو مسلو د خبرو اختیار لري یا پر کومو مسلو غواړي چې خبرې وکړي. او یا لویې پرېکړې هم کولی شي.

داکتر زلمی رسول نن څان په رسمی ډول د ولسمشری لپاره نوماند اعلان کژ


کابل- د ۱۳۹۲ کال د سلواغې ۱۴مه
د ۱۳۹۳ کال د ولسمشريزو ټاکنو لپاره نوماند ډاکټر زلمي رسول نن په رسمي ډول د راتلونکو ټاکنو لپاره ځان و نوماوه.
محتر ډاکټر زلمي رسول او د هغه دوو مرستيالانو هره يوه احمدضيا مسعود او حبيبه سرابي نن د لويې جرګې په خېمه کې د خپلو شاوخوا شپږ زره پلويانو په مخکې ويناوې وکړې.
ښاغلي ډاکټر رسول د راتلونکو پنځو کلونو لپاره پر خپلو پلانونو باندې رڼا واچوله. هغه له فساد سره پر مبارزه ټينګار وکړ او دغه راز يې ژمنه وکړه چې دده د کابينې پنځوس سلنه به ځوانان او ښځې جوړوي.
ښاغلي ډاکټر رسول دغه راز وويل چې له فساد سره به جدي مبارزه کوي.
نوموړي ټينګار وکړ چې افغانستان په يوه حساسه مرحله دی او د داسې يوه ټيم رهبري ته اړتيا لري چې پراخه تجربه، ژمنتيا او زغم ولري او نوي نسل ته د اقتدار د لېږد لپاره ځان د پل په توګه وکاروي.
ولسمشريزې ټاکنې به د ۱۳۹۳ کال د وري پر ۱۶مه کېږي. د ښاغلي ډاکټر زلمي رسول لومړی مرستيال احمدضیا مسعود او دويمه مرستياله يې ډاکټره حبيبه سرابي ده.


داکتر زلمی رسول کاندیدای انتخابات ریاست جمهوری سال ۱۳۹۳ امروز رسما کاندیداتوری خود را به انتخابات اعلان نمود.
محتر داکتر زلمی رسول همراه با دو معاونان خود هر یک محترم احمد ضیا مسعود و محترمه حبیبه سرابی امروز در خیمه لویه جرګه در حضور تقریبا شش هزار حامیا خود بیانیه های خود را ایراد کرد.
محترم داکتر رسول ضمن بیانیه خویش پلان های کاری خود در طول پنج سال اینده توضیح دا د و ګفت با فساد اداری مبارزه جدی میکند. همچنان داکتر رسول وعده سپرد که نصف از کابینه وی زنان و جوانان تشکیل خواهد داد
وی تاکید کرد که : (( افغانستان در یک مرحله حساس قرار دارد و نیازمند رهبری تیمی است که تجربه وسیع و تعهد و حوصله داشته باشد و خود را بحیث یک پل انتقال اقتدار به نسل نو افغانستان قرار دهد.))
انتخابات ریاست جمهوری افغانستان در ۱۶ ماه حمل سال ۱۳۹۳ صورت میګیرد. داکتر زلمی رسول احمد ضیا مسعود را بحیث معاون اول و داکتر حبیبه سرابی به حیث معاون دوم خود انتخاب نموده.

Monday, February 3, 2014

د وطن مینه


ﺯﻩ ﻣﯿﻦ ﺩ ﭼﺎ ﭘﻪ ﺗﻮﺭﻭ ﺳﺘﺮﮔﻮ ﻧﻪ ﯾﻢ

ﺧﻮ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻭﻃﻦ ﻣﯿﻦ ﯾﻤﻪ ﺍﻓﻐﺎﻥ ﯾﻢ

ﺩ ﺳﺮﻭ ﺷﻮﻧﺪﻭ ﺗﻮﺭﻭ ﺯﻟﻔﻮ ﻋﺎﺷﻖ ﻧﻪ ﯾﻢ

ﺯﻩ ﻋﺎﺷﻖ ﻣﯽ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﮔﺮﺍﻥ ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﯾﻢ

ﺩﺍ ﻣﯽ ﻣﯿﻨﻪ ﺩﺍ ﻋﺰﺕ ﺩﺍ ﻣﯽ ﻏﺮﻭﺭ ﺩﯼ

ﺩﺍ ﻣﯽ ﻋﻘﻞ ﺩﺍ ﻣﯽ ﺳﻮﭺ ﺩﺍ ﻣﯽ ﺍﺭﻣﺎﻥ ﺩﯼ

ﺩﺍ ﻭﻃﻦ ﺩﯼ ﺧﺪﺍﯾﻪ ﺗﻞ ﺗﺮ ﺗﻠﻪ ﮊﻭﻧﺪﯼ ﻭﯼ

ﺩﺍ ﺯﻣﺎ ﺩ ﺳﺘﺮﮔﻮ ﺗﻮﺭ ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﺩﯼ

Celebrity Cricket





1122

Translate