Monday, February 11, 2013

javid chohadry

جاوېد چودري د پاکستان په ایکسپریس اردو ژبې ورځپاڼه کې کالم لیکوال دی. کله چې د ده کالمراشي، هغه ورځ نو بیا ایکسپریس ورځپاڼه د مرغۍ پۍ شي. د ده د کالم دریڅه «زیرو پواینټ» نومېږي. ده پر همدې نامه د کالمونو پنځه ټولګې خپرې کړې دي.
هغه څه چې زه يې ډېر اغېزمن کړم، دا و چې د ده زیرو پواینټ لومړۍ ټولګه له ۲۰۰۰کال راهیسې ۷۲ځله چاپ شوې ده! دوولس کالو کې ۷۲ځله! یعنې کال کې ۶ځلې د چاپ پر پوله درېدلې! عجیبه ده، دومره خپراوی که له یوې خوا د ده د کالم خوږوالی ښيي، نو له بلې خوا له کتاب او لوست سره د ده د ولس مینه هم څرګندوي. د «زیرو پواینټ» دویمه ټولګه له ۲۰۰۵راهیسې ۳۷ځله چاپ شوې ده! دا دواړه سره له «زیرو پواینټ» درېیم، څلورم او پنځم همدا اوس په پاکستان کې تر ټولو ډېر خرڅېدونکي کتابونه دي!
په لیکوالۍ کې د جاوېد چودري دومره عروج ډېر لاملونه لرلای شي؛ لومړی په داسې ولس کې د ده وده ده، چې له کتاب، قلم او لیکوال سره ژوره مینه لري. دویم، دی په خپله دې هنر ته د یو باارزښته فن په سترګه ګوري. دا هنر په ډېر څه نه ورکوي!
موږ خو لومړی «ښه» او «معیاري» لیکوال ډېر نه لرو، که یې لرو، بیا نو ولس د هغه د اثارو لوستلو ته وخت نه لري! په ولس کې د ده فن ارزښت نه لري، له هر چا سره د پیسو او دولت غم دی. په دغه وړ یو ټولنه کې طبیعي ده، چې انسان دغه ډول یو فن ته هېڅکله په درناوي نه ګوري. بله دا چې که موږ ښه لیکوال یا ښه ژورنالیست ومومي، چې لږ مشهور شي، بیا يې نو سیاست ته اشتها وپارېږي؛ یا پارلمان ته کاندید شي او یا له کوم سیاست وال سره د غوږ جنګولو په لټه کې شي. ځینې نور چې بیا هم وړ وي، هم ورسره د نورې مال او مطاع غم نه وي، هغه بیا حالاتو داسې څنډې ته کړی وي، چې نوم یادول یې «جرم» ګڼل کېږي.
څه موده وړاندې په کابل کې د یوه مطرح «شننونکي» نوی کتاب له چاپه راووت. ما هم واخیست. کتاب مې هسې برسېرن کوت، چې پر خپلې یوې مقالې مې سترګې ښخې شوې، ګورم چې زما مقاله ده، بارو مې نه کېده، ځکه له داسې یوه «شننونکي» مې دا تمه نه وه. بس سرلیک یو وربدل کړی، لږ یې نورې ګوتې هم پرې وهلي او د کتاب برخه یې ګرځولې وه. حیران شوم، زه په لومړي ځل له داسې یوې غلا سره مخ وم. ما مخکې دې «شننونکي» ته د قدر په سترګه کتل، که څه چې له تحلیلونو(!) سره یې مخالف وم؛ خو چې دا غلا مې ولیده، زما په ذهن کې یې ارزښت پر ځمکه ولګېد. نه د ده نوم اخلم او نه یې د کتاب نوم، فیسبوک کې هم راسره دی، تر اوسه مې ورسره دا خبره شریکه کړې نه ده. ښه نو، چې داسې یو څوک زموږ په مېډیا کې مطرح وي، زموږ لیکوال وي، ولس هم والله که ګرم وي چې د ده اثار نه لولي!

No comments:

Post a Comment

Translate