Showing posts with label اسلامی معلومات. Show all posts
Showing posts with label اسلامی معلومات. Show all posts

Monday, December 8, 2014

ګنهکار ځوان!

ګنهکار ځوان!
د موسی علیه السلام په وخت کې یو ځوان و، ډېر زیات بدکار، ګنهګار او پرخپل ځان ظالم و، د کلي خلکو نوموړی په ډېره بې احترامۍ له ښار څخه بهر وویستو او ویل یې چې دا ځوان ډېر ګنهګار انسان دی، داسې نه چې دده له امله الله تعالی پرمونږ قهر نازل کړي.
ځوان له دې وروسته په یوه کنډواله کې ژوند پیل کړ، په دې ځای کې د ده لپاره د خوراک او څښاک هېڅ نه وو ، نه یې کوم خپل او نه خپلوان وو، بس یوازې یې ژوند کولو.
الله تعالی موسی علیه السلام ته وحیه وکړه چې زما له ولیانو څخه یو ولي وفات شوی دی ؛ لاړ شه، هغه ته غسل ورکړه او جنازه یې ترسره او په کلي کې اعلان وکړه، د هرچا ګناه چې ډېره زیاته وي په دې جنازه کې د ګډون نه وروسته به یې الله تعالی ټول ګناهونه وبښي.
د موسی علیه السلام له اعلان سره سم بې شمېره خلک را ښکاره او د جنازې په ځای کې را غونډ شول، خلکو د مړي له مخ څخه د پردې په لرې کولو مړی و پیژندلو او موسی علیه السلام ته یې عرض وکړ ، چې ای د الله نبي ! دا خو هغه فاسق دی چې مونږ له کلي شړلی و.
ددې خبرې په اورېدو موسی علیه السلام په تعجب شو، موسی (ع) چې کله مړي ته وکتل حیران شو او وې ویل چې دا خو ریښتیا همغه ګنهګار ځوان دی ، چې بې له ګناه څخه به یې ژوند نه شو کولای، ایا دده په اړه الله تعالی ماته وحی کړې؟!
الله تعالی موسی (ع) ته وحی وکړه، او وېي فرمایل چې دا خلک رښتیا وایي !
کله چې خلکو دا ځوان له ښار نه وشړلو، موده وروسته د یخوالي له امله دا ځوان ناروغ شو، شاوخوا یې وکتل، هیڅ څوک یې تر سترګو نه شو، نه ملګری ، نه کوم خپل او نه هم خپلوان.
د یوازېتوب، غربت او ذلت احساس یې وکړ او بیا یې پاس د اسمان خوا ته وکتل او وېي ویل:
الهي ! زه ستا له بندګانو څخه یو بنده یم، له ښار څخه شړل شوی یم، څوک مې په ښار کې د ژوند کولو لپاره نه پریږدي.
يا الله ! که زه په دې پوهېدای چې هغه عذاب چې ته يې ماته راکوې ، ستا په ملکیت کې زیاتوالی رامنځ ته کوي ، او یا هغه بښنه چې ته پرې ما بښې، ستا په پادشاهي کې څه کمی راولي، نو ما به هېڅکله ستاڅخه د بښنې غوښتنه نه وای کړې، خو زما ساتونکی او بښونکی پرته له تا بل څوک نه دی، ځکه تا په خپله ویلي چې زه تر ټولو ډېر لوی بښونکی او مهربان یم!
هیله کوم زما زړه مه راماتوه!
ای موسی !
ایا ماته دا مناسبه ده، چې د هغه دعا رد کړم پداسې حال کې چې دی زما څخه په ډېره عاجزۍ زما د صفاتو په یادولو د بښنې غوښتنه کوي او رڼې اوښکې تویوي.
ای موسی ! زه په خپل عزت قسم یادوم ! که دې ځوان د نړۍ د ټولو وګړو لپاره بښنه غوښتې وای ما به ددې ځوان د تواضع په خاطردا ټول خلک بښلي وو!
که یې له الله تعالی څخه د ټولو انسانانو د بښنې غوښتنه کړې وای ، الله تعالی به دا ټول خلک بښلي وو!
ای موسی!
زه د غریب او اجنبي خلکو مرستندوی، ملګری، طبیب، او پر داسې خلکو ډېر مهربانه یم.!
هغه ګنهګار ځوان، چې بې له ګناه څخه یې بل کار نه و زده، له هغه نه الله تعالی ولي جوړوي، هغه هم یوازې په یو وار توبه؟!
ځمونږ خالق ډير مهربانه او پوره رحم لرونکی دی، مګر مونږ د دعا د غوښتلو په طریقه نه پوهېږو، که مونږ په سمه توګه د الله تعالی څخه د د عا غوښتنه وکړو ، هغه به راته ټول ګناهونه معاف کړي!
یا الله سبحانه وتعالی مونږ ټول ستا ډېر ګنهګاره بندګان یو، همداسې چې دې هغه ځوان ته بخشنه کړې ، همدغه شان بخشنه مونږ ته هم وکړه.
اګر که دا کیسه ډېره مستنده نه ده، خو داچې د توبې اهمیت ته پکې اشاره شوې او د الله تعالی رحمت او مهرباني تر دې هم زیاته ده، په همدې خاطر مې ولیکله.
کاپی:- دښاغلی محمد عوض اکبری له وال څخه!

Wednesday, December 3, 2014

د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم او شیطان ملاقات


ﻃﻼﻳﻲ ﭘﯿﻐﺎﻡ !
ﯾﻮﻩ ﻭﺭځ ﺷﯿﻄﺎﻥ ﺩ ﺣﺮﻡ ﺩ ﺟﻮﻣﺎﺕ ﭘﻪ څﻨډﻩ ﮐﯥ ﻏﻠﯽ ﻭﻻړ
ﻭ، ﺭﺳﻮﻝ ﮐﺮﯾﻢ ﺻﻠﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﯿﻪ ﻭﺳﻠﻢ ﺩ ﺑﯿﺖ ﺍﻟﻠﻪ ﭘﻪ
ﻃﻮﺍﻑ ﺑﺎﻧﺪﯤ ﺑﻮﺧﺖ ﻭ، ﮐﻠﻪ ﭼﯥ ﺟﻨﺎﺏ ﺹ ﻟﻪ ﻃﻮﺍﻑ ﻧﻪ
ﻓﺎﺭﻍ ﺷﻮ ﻧﻮ ګﻮﺭﻱ ﭼﯥ ﺷﯿﻄﺎﻥ ﭘﻪ ډﯾﺮ ﺯﯾړ، ﺗښﺘﯿﺪﻟﯽ
ﺭﻧګ ﺍﻭ ﻧﺎﺗﻮﺍﻧﻪ ﺣﺎﻟﺖ ﮐﯥ ﯾﻮﯤ څﻨډﯤ ﺗﻪ ﻭﻻړ ﺩﻩ، ﭘﻮښﺘﻨﻪ
ﯾﯥ ځﯿﻨﯥ ﻭﮐړﻩ ﭼﯥ ﺍﯼ ﻣﻠﻌﻮﻧﻪ !
ﻭﻟﻲ ﺩﺍﺳﯥ ﻻﭼﺎﺭﻩ، ﭘﯿﮑﻪ ﺍﻭ ﺭﻧځﻮﺭ ﯾﯥ؟
! ﺷﯿﻄﺎﻥ ﭘﻪ ځﻮﺍﺏ ﮐﯥ ﻭﺭﺗﻪ ﻭﻭﯾﻞ :
ﺳﺘﺎ ﺩ ﺍﻣﺖ ﻟﻪ ﻻﺳﻪ ﻣﯥ ﺩﺍﺣﺎﻝ ﺩﯼ ﺍﻭ ډﯾﺮ ﮐړﯾږﻡ . ﺭﺳﻮﻝ
ﺍﻟﻠﻪ ﺻﻠﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﯿﻠﻪ ﻭﺳﻠﻢ ﻭﺭﺗﻪ ﻭﻭﯾﻞ :
ﺯﻣﺎ ﺍﻣﺖ ﻟﻪ ﺗﺎ ﺳﺮﻩ څﻪ ﮐړﻱ ﺩﻱ؟
ﺷﯿﻄﺎﻥ ﻭﻭﯾﻞ : ﺍﯼ ﺩ ﺍﻟﻠﻪ ﺭﺳﻮﻟﻪ )ﺹ !) ﺳﺘﺎ ﭘﻪ ﺍﻣﺖ ﮐﯥ
څﻮ ﻧﯿﮏ ﺍﻭ ﻏﻮﺭﻩ ﺧﻮﯾﻮﻧﻪ ﺩﻱ، ﻣﺎ ډﯾﺮ ﮐﻮښښ ﻭﮐړ ﭼﯥ
ﺩﺍ ﺧﻮﯾﻮﻧﻪ ﻟﻪ ﺩﻭﯼ ﻧﻪ ﻭﺍﺧﻠﻢ ﺧﻮ ﻭﻭﻧﻪ ﺗﻮﺍﻧﯿﺪﻡ .
ﻧﺒﯽ ﮐﺮﯾﻢ ﺻﻠﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﯿﻪ ﻭﺳﻠﻢ ﻭﺭﺗﻪ ﻭﻭﯾﻞ :
ﺯﻣﺎ ﺩ ﺍﻣﺖ ﻫﻐﻪ ﮐﻮﻡ ﺧﻮﯾﻮﻧﻪ ﺩﻱ ﭼﯥ ﺗﻪ ﯾﯥ ﺭﻧځﻮﺭ ﮐړﯼ
ﯾﯥ؟
ﺷﯿﻄﺎﻥ ﻭﻭﯾﻞ ﻫﻐﻪ ﺧﻮﯾﻮﻧﻪ ﺩﺍﺩﻱ :
۱ـ ﮐﻠﻪ ﭼﯥ ﯾﻮ ﺑﻞ ﻭﻭﯾﻨﻲ ﻧﻮ ﭘﻪ ﯾﻮ ﺑﻞ ﺳﻼﻡ ﺍﭼﻮﻱ.
۲ـ ﺩ ﻟﯿﺪﻭ ﭘﻪ ﻭﺧﺖ ﮐﯥ ﯾﻮ ﺑﻞ ﺗﻪ ﻻﺱ ﻭﺭﮐﻮﻱ.
۳ـ ﻫﺮ ﮐﺎﺭ ﭼﯥ ﻏﻮﺍړﻱ ﺗﺮﺳﺮﻩ ﯾﯥ ﮐړﻱ ) ﺍﻥ ﺷﺎﺍﻟﻠﻪ ( ﻭﺭﺗﻪ
ﻭﺍﻳﻲ .
۴ـ ﻟﻪ ګﻨﺎﻩ ﻧﻪ ﺗﻮﺑﻪ ﺑﺎﺳﻲ.
۵ـ ﺗﺮ څﻮ ﭼﯥ ﺩ ﺣﻀﺮﺕ ﻣﺤﻤﺪ )ﺹ ( ﻧﻮﻡ ﺍﻭﺭﻱ ﺩﺭﻭﺩ ﭘﺮﯤ
ﻭﺍﯾﻲ .
۶ـ ﺩ ﻫﺮ ﮐﺎﺭ ﭘﻪ ﭘﯿﻞ ﮐﯥ ) ﺑﺴﻢ ﺍﻟﻠﻪ ﺍﻟﺮﺣﻤﻦ ﺍﻟﺮﺣﯿﻢ
( ﻭﺍﻳﻲ. )
ﯾﺎﺩﻭﻧﻪ :ﮐﻠﻪ ﭼﯥ ﺗﺎﺳﻮ ﻏﻮﺍړﯼ ﺩﻏﻪ ﭘﯿﻐﺎﻡ ﺧﭙﻠﻮ ﻣﻠګﺮﻭ ﺗﻪ
ﻭﺭﺳﻮﻱ ﻧﻮ ﺷﯿﻄﺎﻥ ﺑﻪ ﻫﺮﻭﻣﺮﻭ ﺩﺍ ﮐﻮښښ ﮐﻮﻱ ﭼﯥ ﺗﺎﺳﻮ
ﻟﻪ ﺩﯤ ﮐﺎﺭ ﻧﻪ ﻣﻨﻊ ﮐړﻱ؟ !

Tuesday, November 25, 2014

موسيقي داسلام اوطب له نظره




د اسلام دښمنا نو د مسلما نا نو خصو صاَ د ځوانا نو دبي لا ري كولو لپا ره تر ټولو مهمه وسيله موسيقي ګڼلې اوداگمرا ه كوونكې وسيله يې د تلو يزيون، راديو، كمپيو ټر، انتر نيټ،سينما او داسي نورو عصري وسا يلو پواسطه د مسلمانا نو په اكثرو ټولنو كې عا مه كړې ، تر دې چې په اوسني عصر كې خو زيا تره خلك سا ز او سرود ته د گنا ه په ستر گه هم نه گوري حا ل دا چې الله تعا لى موسيقي په قراّنكريم كې د لهو الحديث(بيهوده خبرو) په نامه يا دوي. او هغه كسا ن چې پدې نا وړه عمل اخته دى هغوى د شيطان پيروان ګڼي او هغوى په سخت او دردوونكي عذاب ويروي.
همدا رنگه رسو ل الله(صلى الله عليه وسلم) فرما يي چې مو سيقي په زړونو كې نفا ق داسې زرغونوى لكه اوبه چې كښت او زراعت ته وده وركوي.
همدا رنگه رسو ل الله (صلى الله عليه وسلم) فرما يي : كله چې زما په امت كې موسيقي او سندرې زيا تى شي نو د خداى (جل جلا له) عذا ب را نا زليدل به پرې شروع شي.
د موسيقي د نيوي اضرار:
(1).
موسيقي د اخلا قي فسا د مهم عا مل دى (2).د پرښتو يا ملا يكو د را نا زليدو څخه مخنيوى كوي .
(3).
په زړه كې نفا ق زرغونوي (4) د زنا طرف ته د تشويق وسيله ده (5). د خپل نا موس په هكله د بې تفا وتى سبب گر ځې (6). د خد اى (جل جلا له) له رحمت څخه د لري والي با عث گر ځي (7). له كور څخه د خير او بر كت د تلو اومسكينى با عث گر ځي (Cool. د زړه د سختي با عث ګرځي.
ځيني خلك پديې عقيده دي چي مو سيقي د رو ح غذا ده خو كه حقيقت ته وگورو نو ددوى دا دعوه بى ځايه ده ځكه كچيرې موسيقي د روح غذا واى نو ولې په غرب او اروپا كې د موسيقي له زياتې خپريدو سره سره اخلاقي فساد او عصبي نا رو غى ورځ په ورځ زيا تيږي؟؟؟
همدا رنگه اوس په نړى كې موسيقي د مخدره موادوپه حيث پيژ ندل شوې ځكه هغه كسا ن چې له موسيقي سره
عا دت شوى د هغوى ټول فكر د موسيقى په هكله وىاوددوى په اعصا بو با ندې يو ډول سستي حا كمه وي او بيا دا خلك غير له شهوت، عشق با زى ،ښكلا پرستى نه نور څه نه پيژني او ددوى عقل د مو سيقي پواسطه داسې
محا صره شوى وى چې بيا دوى له عفت اوحيا،عدالت او انصاف ،ورورولى او غيرت څخه خلا صيږي.
د موسيقي اضرار دطب له نظره:
(1).
د انسا ن په بدن كې د سيمپا تيك او پا را سيمپا تيك په نا مه دوه ډوله اتو مات ( خودكا ره اعصا ب ) مو جود دى چې دواړه د برا برى په حا لت كي دي او ددوى برا بري د بدن د نظم با عث ګرځي،
هر كله چې د خا رجي عوا ملو په نتيجه كې ددې عصبي سيستم نظم له مينځه ولاړ شي نو انسا ن له زيا توجسمي او عصبي ضررونو سره مخا مخ كوي.
يو لدغو عوا ملو څخه چې د دغه عصبي سيستم نظم له مينځه وړي مو سيقي ده.
(2).
ډاكټرانو د اثا بته كړې چې مو سيقي د اعصا بو د ضعيفوا لي با عث گر ځي او دډاكټرانو څو اتحا ديوله حكو مت څخه غوښتي چيې په عا مه ځا يونو كښې له موسيقي او كنسرت څخه مخنيوى وكړي تر څو په نړى كې د عصبي نا رو غيو مخه ونيول شي.
(3).
موسيقي د زړه د حملې او زړه دريدو با عث كر ځي.
طب وايي چي د زړه ددريدو يو مهم عا مل هيجا نات ( زيا ته خو شحا لى يا زيا ت خفگا ن ) دي او دا چه د موسيقي د اوريدو په اثر په انسا ن كې يو ډول هيجاني حا لت را مينځته كيږي نو ځكه د زړه د حملې با عث گر ځي او ډير ځله ليد ل شوي چې سند ر غاړي د زړه د حملې له امله مړه شوي.
(4)
موسيقي د وينې د فشا ر د لوړيدو او ټيټيدو با عث گر ځي.
پدې هكله يو اروپايي پروفيسور خپله تجربې كړي او نتيجه يې داده:
نو موړي ډاكټرد يو مريض د فشار د كتلو پر وخت هغه ته اّرامه موسيقي واوروله نو په تعجب سره يي وليدل چې د مريض د وينې فشا ر د نا رمل حا لت نه ډير ښكته شو.
او كله يي چي سخته يا غليظه موسيقي ورته واوروله ويي ليدل چې د مريض فشا ر د عادي حا لت نه ډير او چت شو.
همدا رنگه يو بل آلما ني ډا كټر دا ثا بته كړې چې موسيقي د سر دردي ، روحي او فكري خستگي با عث هم ګرځي.
(5).
ليونتو ب او جنون (6). د عمر لنډوالى (7). د ځا ن وژنې عا مل ده (Cool. د ليدو او اوريدود حس ضعيفو الى (9). د ظلم او جنا يت سبب ده (10). د استعما رگرانو لخوا دخلكود غلا مولو يوه وسيله ده (11). د خداى (ج) له ذكر اوياد څخه د مخنيوي وسيله ده ځكه په هغه زړه كې چې د شيطا ن فا سد آواز ځاى ونيسي هلته بيا د خداى (ج) ذكر قرا ر نه نيسي او آرا م نه مومي.د نړى په ځينو ښا رو نو كيې خلكو د مظا هرو او غو نډو په ترځ كې له حكو متو نو څخه و غو ښتل چې د موسيقي او كا نسرتونومخه ونيسي او په ما ليزيا كې د يو ښا ر مسوْ ل مو سيقي منع اعلا ن كړې اووايي چې مو سيقي او سندريې په خلكو كيې د فسا د او فحشا ء با عث گر ځي او د ايټا ليا يو مشهور سندر غا ړى چې اوس يي دا نا وړه عمل پريښى وايي چې موسيقي يوه شيطا ني لو به ده .
نو اى مسلما نه وروره ! اوس چې پدې حقيقت با ندې پوه شوې چې مو سيقي او سندرې زيا ت
تاوا نونه لري او ستا د خوږ ژوندد بر با دى با عث گر ځي نو آيا اوس هم غواړى چې ځا ن پخپل لا س د هلا كت كنديې ته وغورځوى ؟
آيا غو اړى چې ستا په زړه كې د خداى (ج) دذكر په ځا ى د شيطا ن آواز ځا ى ونيسى؟
د هغو بيې دينه خلكو په دروا غجنو شعا رو غلط نشې چې موسيقي د رو ح غذا گڼي حا ل دا چه د موْ من دروح غذا د خداى (ج) ذكر دى .
كه ته پدې نا وړه عمل ككړ يي نو په ځا ن رحم وكړه ، كه ته د شيطا ن پدې دام كې گير يې نو لديې دام څخه د خداى (ج) د رحمت پرا خه غيږي ته پنا ه يو سه همدا نن لدې نا وړه عمل نه ځا ن و ژغوره او د هغو خا ينو ،فا جرو او نړيوالو فسا د پلورونكو تجا را نو خولې له خا ورو ور ډكې كړه چيې غواړي ستاآرام ژوند په كړاوونو او بدبختيو بدل كړي .
د اسلا م او مسلما نا نو د سر لوړى او د كفرى نړى د ذلت په هيله



تا چی دځینو علماوو اقوال رانقل کړي دي، په ټولو څوارلس سوه کالو کی پنځو شپږو ته يي شمیره نه رسیږي، او خبره دهغو هم غلطه ده.

تاسی ته زه دصحیح بخاري شریف یو حدیث در یادوم، چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم په کی فرمايلي دي:

((
سیکون في امتي اناس یستحلون الحر والحریر والمعازف)))

بیشکه چی وي به ځما په امت کی داسی خلک، چی ز.نا، دوریښمو جامی، او ټنګ ټکور به حلال ګڼي.))
حر: ز.نا ته وايي:
نو دی حدیث کی پیغمبر صلی الله علیه وسلم ټنګ ټکور دز.نا سره یو ځاي ملګری کړی دی، او دا يي ویلي دي: چی داسی خلک به راشي، چی ځآنته به مسلمانان وايي، خو موسیقا ته به حلال وايي، در حالیکه چی دغه موسیقا حرامه ده.

قرآن کی تری تعبیر په لهو الحدیث شوی، او دصحابه وو اکثره مفسرینو ددی ترجمه په قسم خوړلو سره په موسیقا کړی، او دموسیقا اړوند څیزونو باندی.
او دغو پنځو علماوو چی ورته حلال ویلي، دوي دټولو علماوو چی په دی څوارلس سوه کاله کی تیر شوي، دي، دهغوي ټولو مخالفت يي کړی، او همدرانګه دهغوي داجماع مخالفت يي کړی دی، او اجماع په اسلام کی یو قاطع دلیل دی.

اوکه تاسی خپله دغه کمزوري لرۍ، چی له موسیقا مو زړه نه صبریږي، نو تاسی خپله به خداي ته ځواب ورکوۍ، دخپل ځان مسؤول یاست، نو کوښښ مه کوۍ، چی دامت مسؤولیت هم پر خپله غاړه واچوۍ.
ايا موسيقى د روح غذا ده؟
ددې ليکنې دلوستلو څخه وروسته پرې عمل وکړئ . اونورو ته رسول يې خپله ديني وجيبه وګڼئ .
موږ بايد د يهودو او د نصواراؤ په څير د علماؤ خلکو خبرې پرته له دليل (قران او د محمد e  حديث) څخه ونه منو. هغه لارې او کړنې چې شيطان د انسان دبې لاريتوب لپاره جوړې کړې دي ، ډيرې زياتې دي .لکه ساز ، سرود ، موسيقي .... خطرناکې، مکرجنې او دوکه کوونکې لارې چې شيطان يې د انسان اخلاق مفسدوي، يوه هم موسيقي ده .

دا مکر او فريب د کورنيو د ښيرازۍ او اسلامي ټولنې ته گواښ دى . زموږ څومره ځوانانو ( نجونې او هلکان) بې حيائي، بې باکي او عياشۍ ته مخه کړيده .چې موږ داسې ځوانان په ټولنه کې وينو . موسيقي فريب دى . او مسلمانان يې د الله (ج) د يادولو څخه غافل کړي دي . له تلاوت څخه يې لرې کړي دي، د گناهونو خواته يې بيايي، همدا موسيقې ده، چې زموږ ډېر ځوانان يې بې لارې کړي دي . او د همدې لارې د شيطان د هوس په لومو کې ښکيل دي . په دې اړوند د اسلام دښمنان پانگونې کوي څو اسلامې ملت فاسد او عياش کړي، او د اخلاقو کچه يې د خاورو سره خاورې کړي . کله چې يو ملت فاسد او عياش شي، هيڅ کله په کې د ميړانې  زړورتيا اوځوانۍ اغيز نه پاتې کيږي .په دې ډول به د اسلام دښمنان موخو ته رسيدلي وي . که په خقيقت سره ووايو؛ نو د شپې محفلونواو ناستې په هوټلونواو کلپونو کې په کومه کچه کيږي. فاسد اخلاق په کې اوج ته رسيدلي دي . چې  د يو مسلمان او افغان لپاره د ننگ خميره ده. له دې پرته چې ځينې مسلمانانوسالمه او اسلامي تربيه له لاسه ورکړې ده . د اسلام دښمنان هم خپل اساسي او محوري نقشه لري. ددوى له انحرافي فعاليتونو څخه د مطبوعاتو د آزادۍ  په نوم څپروي، چې تر لرې خپريږي . نن ورځ کور په کور ، ښار په ښار کې خپريږي. په يقين سره چې د موسيقۍ دخپرولو په شبکو کې د اسلام د دښمنانانو لاس دى، چې مالي، سياسي ، او  خپرنېز ملاتړيې په ملي او نړيوالې کچې کوي . موسيقي د قرآن پاک د ايتونو د محمد e  د حديثونو او مذهبونو له نظره پرې په لنډ ډول بحث کوؤ .
١- قرآن او موسيقي
الله (ج) فرمائي : ( ومن الناس من يشترى لهو الحديث ليضل عن سبيل الله بغير علم و يتخذ ها هزوا ) سورة لقمان اية ٦
ژباړه : او ځينې د خلکو څخه هغه ځوک دي، چې پيري، پلوري عبثې خبرې ددې لپاره چې وښويوي خلک دلارې دالله تعالى څخه بې له دې چې علم ولري دا لاره يا ايتونه ) په ټوکو مسخرو
په ايت کې د ساز سرود د حرمت په اړه د پام وړ کليمه (الحديث) ده . چې مفسرين صحابه ترې د غناء او موسيقي مطلب اخلي، په دې اړه تفسير او تعبير په يوازې والي سره کفايت کوي . ټولو معتمدو تفسيرونو د عبدلله بن مسعود رحمته الله عليه  جليل القدر صحابي قول او نظر را نقل کړى دى، چې په اړه يې فرمائي : ( والله الذى لااله غيره هو الغناء يردوهاثلاث مرات )
 
ژباړه : قسم په هغه ذات چې پر ته له هغه څخه بل حق معبود نشته، د (الحديث) څخه مراد ساز او سرود دى . دا قول يې درې ځلې تکرار کړ . بيهقې او حاکم يې صحيح يې ګڼي، ابن کثير هم دابن جرير څخه روايت کړى دى، همدا شان د عبدالله بن عمر t څخه روايت دى، چې مراد ترې ساز او سرود او په  اواز سره ويل دى .
تفسير (لهوالحديث) غناء ته او تفسير يې د عجمو داستانونه او د روم د شاهانو سره هيڅ توپير نه لري .
نضربن الحارث بن علقمه په داستانونه د خلکو لپار ويل تر څو د مکې خلک د قرآن پاک د اوريدلو څخه منع کړي
غناء او داستانونه په لهوالحديث کې شامل دي .
په همدې ډول د مفسرينو رئيس عبدالله بن عباس t  فرمائي (لهوالحديث الباطل والغنا) يا نې لهوالحديث باطله خبر، ساز و سرود دى، البته چې د غنا دا لفظ و کارول شي، دا غناء هماغه غناء ده، چې ددين له دايريې او د اخلاقو څخه وتلې ده، چې په شعرونو کې د نجونواو هلکانو قدوقامت، شونډې، سترگې او اننگي ستايي، په ځانگړې ډول چې د موسيقي دالاتو او اسبابو سره وي. نن ورځ رواج  گرځېدلى دى،هر څوک يې کوي. خو شعرونه ويل د مجاهدينو د هڅولولپاره، د جهاد ترغيب لپاره، د مسافرينو د سفر په وخت کې يا هم د راستنيدو په وخت کې، د واده د خوښۍ په وخت کې د ښځو سندرې ويل، چې پورته ستاينې په کې نه وي شوې، د موسيقي د الاتواو اسبابو سره نه وي او د فحش زمينه نه وي برابره، باک نه لري .
الله(ج) فرمائي : ( افمن هذالحديث تعجبون وتضحکون ولا تبکون و انتم سامدون ) النجم اية ٥٩-٦٠
ژباړه : ايا پس له دې خبرې (قران) څخه تعجب کوئ تاسي خاندئ، او نه ژاړئ تاسى، غافلان يئ بې ځايه لوبې کوئ .
مکروه د ابن عباس t څخه روايت کوي، چې (سمور) په لغت کې غناء او موسقي ته وايې، چې (اسمدلنا) يانې زموږ لپاره غناء ووايه، مکروه وايې: کله چې يې قران د اوريدلو د خنډ (مزاخمت) لپاره به يې سرود او غناء ويله، څو د قران د اورېدلو مانع و گرځي، په اړه يې ايت پاک نازل شو . ابن کثير رحمته الله عليه  (وانتم سامدون) کې ليکي، چې سفيان ثوري د خپل پلار عبدالله بن عباس t څخه روايت کوي، چې د سمور څخه مراد غناء ده.
الله تعالى فرمايې:( واستغزز من استطعت منهم بصوتک واجلب عليهم بخيلک ورجلک.... ) اسرائيل اية ٦٤
ژباړه : او وخوځوه  هغه څوک چې وس دې  رسيږي، پر هغه باندې په دوى نه په غږ (بلنه) خپل سره فساد ته) که د قران الفاظو ته وګورو په حقيقت کې دغه صحنې چې نن ورځ زموږ د خوښۍ په محفلونو ... کې لېدل کېږي د (استغزز) او (بصوتک) الفاظ ددې صحنو څوگندونکي دي.

مجاهد رحمته الله عليه  فرمايې : د صوت څخه مراد غناء باطله خبر ده.
الله تعالى فرمايلي:( والذين لا شيهدون الزور واذا مروا بااللعو مررا کراماً ) سورة فرقان اية ٧٢
ژباړه : او هغوى چې د درواغو شاهدي نه ورکوي اوکله چې تيريږي پر خوشې کارونو ځان ساتونکي (مخ گرځوونکي له هغوى څخه ) په دې ايت کې د (الزور) لفظ راغلى، چې د ساز او سرود په حرمت شاهدي ورکوي .
فاريابي  د محمد بن الحنيفه او عبد بن حميد د محمدالحتيفه څخه روايت کړى، چې د (الزور) څخه مراد روايت کې د غناء ساز او سرود د مجلسونو څخه دى .
عبد بن حميرا ابى احجاف څخه روايت کړى، چې مراد ترې غناء ده. ابن ابى حاتم له حسن څخه روايت کړى، چې د (الزور) څخه غناء او نياحة (چيغى او مړى ته ژړا) مراد دى . ابن ابى حاتم اوبهقي په شعب الايمان کې له مجاهد څخه روايت کړى، چې د (الزور)څخه مراد په ايت کې د غناء مجلسونه، ساز او سرود دى . لدرالمنثور فى تفسيرالماثو جلد ٦ مخ ٢٨٣ تاليف جلال الدين اليسوطى

Translate