ځمه له چمه چي مړ کېږم ¤
سلګۍ وهمه چي مړ کېږم ¤
د چا له غمه چي مړ کېږم ¤
هغه ظالم مي هیڅ پوښتنه نه کوینه ¤
``` ``` ``` ``` ``` ```
اشنا دعا له خدایه غواړه ¤
د لارې منځ کي یم ولاړه ¤
چي مخامخ شو سره دواړه ¤
سپینې جامې ګلدوزي غاړه ¤
دا تور واسکټ در سره لامزه کوینه ¤
``` ``` ``` ``` ``` ```
په زړگي روغ په بخت بیداره ¤
زه دي ویستلی یم له کاره ¤
دا ورته ووایه ریباره ¤
تورې جامې واچوه یاره ¤
تورې جامې درسره ډېرې خوند کوینه ¤
``` ``` ``` ``` ``` ```
له تورو غرونو مي پناه که ¤
راباندی نوم د بې وفا که ¤
ځان ته یو بل اشنا پیدا که ¤
ګرمه څپېړه په مخ راکه ¤
که بیا مي ووې چي میئن درباندي یمه ¤
``` ``` ``` ``` ``` ```
کاش زما سر او ستا مړوند واي ¤
دا ژوند مو ټوله ښه د خوند واي ¤
د زلفو جال کي دي زه بند واي ¤
چي زړه مو هم سره پیوند واي ¤
بیا به مو نه لیدل د دي جهان غمونه .
ځمه له چمه چي مړ کېږم ¤
سلګۍ وهمه چي مړ کېږم ¤
د چا له غمه چي مړ کېږم ¤
هغه ظالم مي هیڅ پوښتنه نه کوینه ¤
``` ``` ``` ``` ``` ```
اشنا دعا له خدایه غواړه ¤
د لارې منځ کي یم ولاړه ¤
چي مخامخ شو سره دواړه ¤
سپینې جامې ګلدوزي غاړه ¤
دا تور واسکټ در سره لامزه کوینه ¤
``` ``` ``` ``` ``` ```
په زړگي روغ په بخت بیداره ¤
زه دي ویستلی یم له کاره ¤
دا ورته ووایه ریباره ¤
تورې جامې واچوه یاره ¤
تورې جامې درسره ډېرې خوند کوینه ¤
``` ``` ``` ``` ``` ```
له تورو غرونو مي پناه که ¤
راباندی نوم د بې وفا که ¤
ځان ته یو بل اشنا پیدا که ¤
ګرمه څپېړه په مخ راکه ¤
که بیا مي ووې چي میئن درباندي یمه ¤
``` ``` ``` ``` ``` ```
کاش زما سر او ستا مړوند واي ¤
دا ژوند مو ټوله ښه د خوند واي ¤
د زلفو جال کي دي زه بند واي ¤
چي زړه مو هم سره پیوند واي ¤
بیا به مو نه لیدل د دي جهان غمونه .
No comments:
Post a Comment