د روغتون مخې ته ګڼ پاېوازان راټول ول، د چا زوی، د چا پلار او د چا خپلوان زخمیان وو. ټول په یو ډول عاطفي حالت کې ډوب دي او د خپلو ناروغانو د ژوند لپاره دوعاګانې کوي، دا بیخي مناسب وخت دی، چې کوم سوالګر راشي او له دوی نه څه وغواړي، ځکه ټول ذهناً تیار دي، چې په صدقه د بلا دفع وکړي. له برې خوا نه دوه زبېښلي ماشومان وړاندې وروسته را روان دي، د مخکیني په لاس کې د ایشیدلو نخودو دېګ دی، چې د پلورلو لپاره یې ورسره ګرځوي او وروستی تش لاس ورپسې را روان دی.
دواړه ورو، ورو را لنډ شول او چې د پاېوازانو له منځه تېریدل؛ نو لومړی یې یو دم پر ځمکه راپرېووت، د نخودو دېګ یې هغې خواته ولوېد او نخود دانه، دانه د ګڼو خلکو په پښو کې توی شول. لویدلي ماشوم د میرګي د ناروغ په څېر حرکات کول، لاسونه او پښې یې شخ کړل او له خولې یې د لاړو ځګونه اېستل، سر یې یوه او بله خوا خوځېده او د لاسونو او پښو د قبض او بسط لوبه یې کوله. بل ملګري ماشوم یې له پښې بوټ ووېست او د هغه پوزې ته یې نږدې کړ، ګویا ده ته دا ټوټکه کوم ډاکتر ښودلې. د بوټ کاربن ډای اکسایډ د وینې د کاربن سویه لوړوي او دا د تنفسي مرکز د تحریک لپاره یوه تنبه ده.
د پاېوازانو ګڼه ګوڼه پر لویدلي ماشوم راټوله شوه او ټولو د زړه له تله د هغه د پر حال کېدو لپاره هڅې وکړې، ځینو له دوکانونو نه اوبه ورته راوتښتولې او ځینو یې لاسونه او پښې نیولي ول. زه له ماشوم سره نږدې شوم، د هغه حیاتي علایم ټول نارمل وو، حرکات یې د میرګي د ناروغ نه ول او هر څه یې په ارادي توګه تر سره کول. لږه شېبه وروسته ماشوم راکېناست او ټولو خلکو شکر وایست، چې یو ژوند بچ شو. ماشوم غلی او مظلوم ناست و، بې له دې، چې څه وغواړي، د خلکو لاسونه جیبونو ته ننوتل او ټولو پرې د پیسو باران وکړ. ماشوم د سترګو له کونجونو پیسو ته کتل، ورو، ورو یې راټولې یې کړې او غلی غوندې له خپل ملګري سره روان شو. خلک بېرته په خبرو شول او ما دواړه ماشومان لیدل، چې لږ لېرې یې پیسې سره ووېشلې.
دا اول ځل ندی، چې زه له داسې ماشومانو سره مخ کېږم، خو ددې ماشوم ډرامې ودردولم، د ځان لپاره یې جالب رول ټاکلی و او ملګری ماشوم یې هم تر ده کم نه و. هڅه مې وکړه، چې خلکو ته ددې ماشوم راز ونه وایم، ځکه ممکن یو وخت د میرګي له ریښتینو ناروغانو سره هم مرسته ونکړي، خو ماته یې یو سوال پیدا کړ او هغه دا چې: ولې افغان ماشومان د سوال کولو لپاره له ډراماتیکو اکټونو ګټه اخلي؟
فکر کوم انسان د تعقل او عواطفو له دوو متضادو قطبونو رغیدلی موجود دی. تعقل د حوادثو پر وړاندې له یوه پروسس وروسته منطقي عکس العمل ښیي، خو عواطف زیاتره وخت پرته له کوم پروسسه او په نا آګاهانه توګه تحریک کېږي. د خضر (ع) او موسی (ع) په کېسه کې لومړی د تعقل او تفکر په مټ ځینې ګټور کارونه کوي، چې ظاهراً د تاوان کارونه ایسي، خو دویم د عواطفو په مټ جدي غبرګونونه ښیي. وروسته چې هغه د خضر (ع) پر حکمت خبرېږي نو حیرانېږي. عواطف د ژوند او چاپیریال د بېلا، بېلو حوادثو په اړه تحریک کېږي او ددې تحرکاتو شدت د حوادثو له شدت سره مستقیمه اړیکه لري. ښه، بد، ښکلا، بدرنګي، غم، خوشحالي، رحم، ظلم، مظلوم، ظالم او لایتناهي نورو تنبهات دي، چې هر یو د عاطفې پر مرکز فشار راوړي او انسان یوه ځانګړي عاطفي حالت ته سپاري. د مظلومیت پر وړاندې د انسان عاطفي عکس العمل تل مرسته او ترحم وي، چې داسې ده، نو افغان یتیمان او په ښارونو کې کارکوونکي ماشومان خو پرته له هغې هم د نړۍ د مظلومو ماشومانو له ډلې دي، دوی ولې د خلکو د عواطفو د راپارېدو لپاره ډرامې کوي؟!
دا ځواب د انساني تاریخ پاڼې راکولی شي. هغه مهال، چې انسان لا دومره نه و وحشي او نړۍ د اوسېدو وړ وه، مظلومیت د عواطفو د تحرک لپاره یوه تنبه کېدای شوه، مګر ورو، ورو انسان د برلاسۍ احساس رالاندې کړ؛ د بل د لاندې کولو هڅه یې پیل کړه؛ د اوسپنې په څېر یو عنصر یې کشف کړ، چې وسله یې کړه او د نورو وژل یې ورته اسان کړل؛ توره په ټوپک، ټوپک په بم او بم په اتوم بدل شو او بالاخره د مرګ، جنګ، تشدد او تاوتریخوالي د وسایلو استعمال دومره مظلومیتونه وزېږول، چې د مظلومیت پر وړاندې یې د عواطفو حساسیت ټکنی کړ. مظلومیت زیات شو او د مظلومیت پر وړاندې د عواطفو حساسیت کم، دا باید د انساني ټولنې خاصه نه وای، خو چې تریخ حقیقت دی څنګه یې کوې؟ بېوزلان او مظلومان چې د بل انسان مرستې او ترحم ته اړتیا لري، باید په یو نه یو ډول د عواطفو له پلوه د مسخه شوي انسان پام او مرسته د ځان خواته راجذب کړي، مګر انسان چې عواطف یې متواترو ظلمونو او مظلومیتونو ځپلي بې غمه لکه بت په رډو، رډو ګوري او هېڅ حساسیت نه ښیي. بېوزلان او مظلومان مجبور دي، چې خپله بېوزلي او مظلومیت تر اصلي حالته شل چنده لوی وښیي، بیخي هغسې لکه موږ چې د کڼو خلکو لپاره اواز لوړوو او په لنډه توره پسې قدم اخلو.
تورې بلا وويل: ستا زوى خوغټ سړى دى، کوچنى خو نه دى.
ادې راته نصيحت وکړ، چې د اکا په اولادونو کار مه لره؛ خو ما به خپل کار کاوه.
غاښ مې لا نه و لوېدلى، چې سبقان مې شروع کړل. بغدادي قاعده مې په مياشت کښې زده کړه. بيا ملا صاحب راته قران شريف شروع کړ. لا کال نه و پوره، چې غاښ مې ولوېد. بل کال ته مې قران شريف ختم کړ. مور مې ډېره خوشاله وه. ما به چې د هغې خوشالي وليده؛ نو لا زيات سبقان به مې ويل. وروسته امام صاحب راته قدوري، خلاصه، مونيه، او شروط الصلاة وويل. د تورکي هېڅ شى نه زده کېده. هغه چې لوى سو، ان دوه غاښونه يې لوېدلي وو، چې ما به سبقان ورته ښوول؛ خو د هغه سر په څه شي نه خلاصېده. چې رښتيا سي، زه د هغه پر ټمبلۍ خوشاله وم.
دې وخت کښې مې نيکه مړ سو. يوه ورځ يې پر خپل ټټر باندې لاس کښېښوو، چې ځيگر مې خوږېږي. اکا هغه په موټر کښې واچاوه، چې هسپتال ته يې بوځي. يو دوه ساعته وروسته يې بېرته په هماغه موټر کښې مړى راوړ. د نيکه په ژوند دومره نه ځورېدم. د پلار مينه به مې په هغه ماتوله؛ خو د هغه په مرګ بيخي يوازې سوم. وروسته له موږ سره د اکا چلند لا پسې خراب سو. هغه خپلې تورې ښځې ته هېڅ نه ويل؛ خو زما مور به يې کله کله وهله. ښځې به يې هر وخت پيغور راکاوه، چې تر کله به زموږ خيرات ته ناست ياست، ورسئ ځان ته کوم کسب کار وگورئ. سبقان خو ښه ويلى سئ، کار ته مو بيا ملا ماته ده.
مور مې غاړې رغولې. ما سبقان ويل او په کوڅو کښې مې خالي بوتلان او کاغذان راټولول او پر کباړي مې خرڅول. ما ګردې پيسې مور ته ورکولې او هغې اکا ته.
يوه ورځ يو تور سړى، چې د مولويانو په شان يې سپين دستار تړلى و، له دوو نورو سره، چې سپين گرد لمني کميسونه يې تر ښنگرو پورې رسېدل او يوازې يې پر زنو باندې ږيرې لرلې، زموږ د کمپ جومات ته راغلل. د دوى پر سرونو يو بل ډول دستار و، چې ما پخوا نه و ليدلى. شمله يې نه لرله. د دستار درې څنډې يې پر اوږو او څټ ځړېدې. له هغوى سره دوه موټره فوجيان هم راغلي او د جومات شاوخواته درېدلي وو. هغوى په عربي ژبه زموږ ملا صاحب ته څه وويل. ملا صاحب زه او درې نور کسان ورته وښوولو. هغوى څو شېبې نورې هم سره خبرې وکړې. بيا ملا صاحب موږ ته وويل، چې شيخ صاحب په کوټه (كوېټه) کښې مدرسه لري. له جوماتو څخه تکړه طالب العلمان راټولوي او مدرسې ته يې بيايي. شيخ بيا څه وويل. او ورپسې ملا صاحب د هغه خبرې موږ ته وکړې: شيخ صاحب په خپله مدرسه کښې درې وخته ډوډۍ وركوي، د شپې ځاى وركوي، جيب خرڅ هم ورکوي. تاسو په خپلو کورونو کښې دا خبره وکئ. شيخ صاحب بله جمعه راځي او د چا چې خوښه وي مدرسې ته يې بيايي.
مور مې سودايي وه؛ خو ما تر بلې جمعې شېبې شمېرلې، چې کله به شيخ صاحب راځي او ما له ځان سره بيايي. دغه ورځ هم راورسېدله. زه له درېو نورو هلکانو سره دارالعلوم ته ولاړم. هلته يې له ټولوڅخه امتحان واخيست، بيا يې زه او عبدالهادي په يوه جماعت کښې کښېنولو؛ خو دوه نور انډيوالان يې رانه بېل کړل. دا مې اول ځل و، چې کوټه مې ليدله. غټ غټ مارکېټونه، پاخه سړکان، رنگ رنگ موټران او ډېر نور شيان پکښې وو. زموږ مدرسه هم لويه وه. له درگاه څخه يې نيولې تر اخر سره پورې د مرمرو سپينې ډبرې لگېدلې وې. د غولي په منځ کښې يې د اوبو لوى ډنډ و، چې موږ اتيا- نوي کسه طلباو به په يو وار اودسونه پکښې کول. د ډنډ په شنو كاشيو كښې اوبه د اسمان په شان شنې ښكارېدې. د درگاه په چپ لاس کښې د استنجا ځايونه او لېټرينونه(تشنابونه) وو. د غسل کوټې هم هماغلته وې. ما پخوا داسې څيزونه نه وو لېدلي. په اوله ورځ د مدرسې ناظم پر ټولو ځايونو وگرځولو او هرڅه يې راته راوښوول. شاور، بايلر، نل او کموډ مې اول ځل په همدې مدرسه کښې وليدل. د مدرسې په درېو ديوالونه پورې لويې کوټې لگېدلې وې، د ټولو كوټو درگاوې غولي ته خلاصېدې. موږ به سبقان پکښې ويل. د دغو کوټو پر سر په دويم چت کښې مو د خوب خونې وې. په هره خونه کښې لس لس کسان پرېوتل. د مدرسې د غولي په منځ کښې لوىه جامع وه. دوه چتونه يې لرل. ګردۍ گنبده يې دومره لوړه وه، چې كه شل كسان هم يو د بل پر اوږو سپاره سوي واى لا به يې هم ګنبدې ته لاس نه وررسېده. ګنبده همدومره پراخه هم وه. ښکلي رنگه گلان پرې رسم سوي وو. د امام صاحب د قرائت خوږ اواز په ګنبده كښې انګازې كولې. د ګنبدې په منځ كښې په لس دولس ګزه اوږده طلايي رنګه زنځير پورې د څراغونو ګېډۍ ځوړنده وه، چې دوى ورته قنديل ويل. د سرو غاليو مصلې پکښې هوارې وې او په چت پورې د هر صف له پاسه دو لس دانې پکې ځړېدلې وې. محراب او منبر له سپينو مرمرو جوړ وو، له پاسه يې د مرمرو پر بله ډبره کلمۀ طيبه په تور رنگ ليکل سوې وه. سمه ډوډۍ يې راکوله. هره غرمه مو په دريو كسانو يوه کاسه ښوروا خوړله. هر چا ته يوه ټوټه غوښه رسېدله. سهار يې ملايي راکوله، د شپې به يې کله پټاټې، کله سبزي او کله لوبيا يا دال پخول. د غرمې له خوا يې مېوه هم راکوله. ما به څو ورځې د خپلې برخې مېوه سره يوځاى کړه او چې کور ته به تلم، مور ته به مې وړله. په هره مياشت کښې به يو ځل کور ته تلم. د جيب خرڅ روپۍ، چې يې راکولې، د هغې نيمايي به مې هم مور ته ورکوله. په مور پسې ډېر خپه کېدم؛ خو مياشت وروسته به هم، چې کور ته تلم، بيا به هم د اکا او د تورې بلا چلند راسره نه و ښه. ما به چې مور ته د سبقانو کيسې کولې، د اکا مينې به تر سترگو لاندې راته بدبد کتل. كله كله به يې طاقت نه کېده او ويل به يې چې: دا هسې خوشې خبرې دي، نر هغه دى چې پيسې وگټي.
خو مور به شاباسي راکوله. يوه جمعه، چې کور ته ولاړم، د ادې تر چپې سترگې لاندې شنه ليکه تاوه وه. سترگه يې سره اوښتې او پړسېدلې وه. پوښتنه مې وکړه چې دا ولې؟
بېرته کوټې ته لاړم. يو څو مياشتې چې تېرې سوې، د طالبانو تحريک جوړ سو. زموږ د مدرسې ځينې طالبان هم په تحريک کښې وو. هغوى راته کيسې کولې، چې څنگه يې د لارو د غلو پاټکان لرې کړې دي. له قومندانانو څخه يې وسلې راټولې کړي او په کندهار کښې يې شريعت جاري کړى. د هلکانو گډول، سروذ، د کرکانو او سپيو جنگول، قمار، ټول غير شرعي کارونه يې بند کړي دي. زه څو وارې ورغلم، چې ما هم جهاد ته ولېږي؛ خو مشرانو ويل، چې ستا ږيره سمه نه ده راغلې. ما به تر هر اوداسه وروسته په هېنداره کښې د خپلې ږيرې نوي راوتلي نري تارونه په خوند سره کتل. زړه مې غوښت، چې ږيره مې ژر گڼه سي او مخ مې پټ کړي، چې زه هم جهاد ته ولاړ سم، هغه بې شرمۍ ختمې کړم، چې په خپل کلي کښې مې ليدلې وې.
دوه کاله مې بې غمه خپل سبقان وويل. زموږ يوه استاد مولوي سميع الحق نعماني صاحب پر ما او عبدالهادي ډېر مهربان و. هغه پر ګردو مهربان و. زبردست عالم و. په تقرير کښې يې بيخي جوړه نه وه. موږ به اکثره وخت د مازديگر او ماښام د لمونځونو تر منځ په هغه راټولېدو، د هغه خبرو ته به مو غوږ نيوه. نعماني صاحب پخوا د پنجاب په يوه لويه مدرسه كښې مدرس پاتې سوى و؛ خو اوس راغلى و، چې افغان طالب العلمانو ته تدريس وكړي.
هغه ويل: افغانان ډېر غيرتي خلق دي؛ د همدې د پاره خو ما د پنجاب لويه مدرسه پرېخوده، دلته كوټې ته رالم، چې د افغان بچو له خدمت اوكم.
هم د هغه خبرو راته خوند راکاوه او هم يې لهجه. مولوي صاحب د سوات و. د ((نسته)) پر ځاى به يې ((نيشتې)) ويل. دا يې عادت و چې د خبرو پر مهال په خپله گڼه مۍ وريجې ږيره کښې يو ځل ښۍ او بيا چپه خوا گوتې تېرې کړي. ما نېغ ورته نسو کتلى. شنې سترگې يې خورا اثرناکې وې. سپين پراخ تندي او سره او سپين غومبرو ته به يې چې هر چا وکتل، ويل به يې چې مولوي صاحب نوراني سړى دى. نورو استادانو بحث ورسره نه سو کولاى. دى په دليل او خبرو کښې بې سارى و. د هغه کالي او دستار مې هېڅ کله خيرن نه وو ليدلي. غير له سپين رنگه يې بل رنگ کالي نه اغوستل. يو خوږ عطر به يې هر وخت استعمالاوه، چې بوى يې د سنځلو د ګلو په څېر نرم و. ځينو نورو استادانو به هم عطرونه استعمالول؛ خو د هغوى عطرونو تېز بوى درلود او د سړي نفس يې ورتنګاوه. پر ما او عبدالهادي د نعماني صاحب خاص نظر و. کله کله به يې موږ ته اوراد او وظيفې راکولې. موږ دواړو به هم د هغه درسونه په دقت زده كول.
په دې دوو کلونو کښې افغانستان ته تگ راتگ زيات سوى و. په مياشت کښې به خامخا يو چا د کلي حال رارساوه. د طالبانو درېيم کال لا نه و شروع، چې يوه کليوال خبر راکړ، چې د مور ناروغي زياته سوې ده. بيا کلي ته ولاړم. دا ځل چې له سرحده واوښتم د پخواني پاټک پر سر د طالبانو سپين بيرغ رپېده. د پخوانو پاټكيانو غلا او شکول مې راياد سول؛ خو دا ځل، چې تلاشۍ ته يې ودرولو، يو تورې لنگوټې والا ځوان موټر ته راوخوت . د سنت په طريقه يې ښه پوره سلام واچاوه. بيا يې وويل: ستړي مه سئ، پر لاره خو به مو څه تکليف نه وي ليدلى؟تر تلاشۍ وروسته يې ښه په عزت رخصت کړو.
دې کار نو داسې خوند راکړى و، چې بېواكه مې په لوړ ږغ وويل، دوا دې سه ملا عمر صاحب له دې امارت سره. له بولدكه تر کجکي پورې مې بل پاټك ونه ليد.
ادې خورا ډنگره او بې سېکه سوې وه. ما ته يې همدومره وويل چې زنانه تکليف لري. د سيمې پر ډاکترانو او اخوندزاده گانو گرځېدلې وه؛ خو علاج يې نه و سوى. چا ورته ويلي وو، چې اپرېشن غواړي. اکا ته مې وويل، چې ادې به کوټې ته بوځم.
هغه وويل: دومره پيسې به له کومه کې، پر اپرېشن خو ډېرې پيسې لگېږي.
ما وويل: يو څه به ته راکې، څه به زه په کوټه کښې پورکم.
هغه وويل: زه خو اوغانۍ لا ولله که لرم.
چورت مې خراب و. بله ورځ مې د پلار د اکا زوى ته کيسه وكړه. هغه وويل، چې وروره له اکا څخه دې خپل حق وغواړه. دا دومره کلونه، چې دې ځمکه ورته پريښې وه، لږه گټه خو يې نه ده کړې. هر کال څومره ترياک کيي؟ ياره لس منه خو يې دا سږ کال ټول کړي.
هغه تر مټ ونيوم ويې ويل: رازه! مانزه ته وخت شتې سو منټه به گپ شپ سره ولگوو.
ورسره رهي سوم. مولوي صاحب وويل: هلکه سه چل دې؟ ولې خفه يې؟
ما وويل: نه يم خپه.
هغه وويل: بچيه ما درته کتل، خۍ خپه دې پينزه وارې ووينزه. که خفه نه وې؛ نو ولې به دې داسې کول هه؟ وايه سه چل دې؟
ما ورته د مور د مريضۍ کيسه وکړه. هغه راته څو اوراد راوښوول، چې دا تر هغې پورې تکراروه، چې زړه دې مطمين سي. خداى مهربان دى هر څه به اسانه سي.
سبا سهارتر لمانځه وروسته زه په ذکر لگيا وم، چې نعماني صاحب راغى. بيا يې تر مټ ونيوم او له ځان سره يې رهي کړم. په يوه گوښه ځاى کښې يې شل زره کلدارې په لاس راکړې، ويې ويل: شابه دا واله، د مور بي بي علاج دې پې وکه.
ما وويل: دومره پيسې به بيا زه له کومه پيدا کم، چې بېرته يې درکم؟
هغه وويل: خداى لوى ذات دې. يو سبب به درله وکي. او که وم نه شو؛ نو ما دربخلي. بس په مانزه کې راله دعا گانې کوه، همدا مې بس دي.
د مور اپريشن وسو. هغه جوړه سوه. تر اپريشن وروسته يوه هفته نوره هم د عبدالهادي دوى په کور کښې پاته سوو. د ادې د اپرېشن ټکونه چې يې واخيستل، کلي ته ولاړو. دا ځل مې يوه شپه وکړه. پر سبا يې بېرته رهي سوم. زړه مې غوښتل، چې ژر مولوي صاحب وگورم. د هغه احسان غوټ مات کړى وم.
څه موده پس ته مې له نعماني صاحب څخه پوښتنه وکړه، چې دومره ډېرې پيسې يې څنگه راکړې او له کومه يې کړې؟
هغه وويل: د الله تعالى دربار ډېر لوى دې. چې سه ورنه وغواړې درکوي يې؛ خو چې په اخلاص سره يې وغواړې. هماغه اوراد چې مې تا ته خودلي وو، پخپله مې هم ورد کول. بس الله راسره مدد وکو. که نه تا له خو پته شتې، چې زما دومره تنخواه نيشتې.
د هغه خبرو راته شک پيدا کړ، چې دى ولي نه وي. يومازديگر ډېر خپه وم، له يوه انډيوال څخه مې نسوار واخيست. ماښام نعماني صاحب په غوږ کښې راته وويل: بچيه په نسوارو غم نه غلطيګي. د خداى ذکر وکه، چې زړه له دې سکون رايشي.
زه هېچا نه وم ليدلى، چې نسوار مې واچاوه؛ نو مولوي صاحب څنگه خبر سو؟ دا خبره مې له عبدالهادي سره شريکه کړه.
هغه هم راته خپله همداسې يوه کيسه وکړه، ويې ويل: يوه شپه احتلام سوى وم. نيمه شپه پاڅېدم. حمام ته ولاړم. بايلر نه و لگېدلى. ما وې که اوس بايلر ولگوم، څو چې اوبه تودېږي، نور طالبان به راويښ سي، بيا به راباندې پوه سي؛ نو په يخو اوبو باندې مې غسل وکړ. زه هم هېچا نه وم ليدلى؛ خو سهار مولوي صاحب راته وويل: بچيه په شرع کې څه شرم. يخو اوبو سره مه لامبه، چې بيمار نه شې.
له ځينو نورو هلکانو مو هم ورته کيسې اورېدلې وې. په زړه کښې مې د هغه مينه ورځ تر بلې زياتېدله. زه او عبدالهادي به چې يوازې سو؛ نو د ده پر صفاتو به مو خبرې کولې. عبدالهادي هم هغه ته ډېر احترام درلود.
يوه ورځ زموږ د مدرسې يو طالب العلم، چې په افغانستان کښې يې جهاد کاوه، شهيد سو. د هغه جنازه چې يې راوړه، موږ ورته ژړل. د نيکه تر مرگ وروسته دا اول ځل و، چې جنازه مې لېده. د هغه مخ مې وليد. تک سپين، ان شونډې يې هم سپينې وې. ما گومان کاوه، چې هغه بيده دى. زړه ته مې نه لوېده، چې مړ به وي. کفن يې د ټټر په حصه كښې په وينو سور و. ما اورېدلي و، چې د شهيد وينه نه درېږي. سخته مې خوا بده وه. د ګردو انډيوالانو له سترگو اوښکې روانې وې.
نعماني صاحب راغى. د جنازې لمونځ مو په ده پسې وکړ. شهيد مو دفن کړ. مولوي صاحب موعظه وکړه. د هغه خبرې مې هېڅ نه هېرېږي. ويل يې: ما اوليدل چې بعضي طلبا جاړي. ما هم وجړل؛ خو د شهيد دپاره مې نه دي جړلي. ما د زان د پاره وجړل، چې الله پاک ولې زه شهيد نه کړم. د شهادت دغه غټه درجه يې ولې ما له رانه کړه.
هغه د دستار په شف باندې خپلې اوښکې پاکې کړې. ږغ يې ژړغونى و. ويې ويل: د اعلاى کلمة الله په لاره، چې سوک شهيد کيګي، هغه مړ نه دې، هغه جوندى دې. که تاسو وپويېګئ، چې هغه اوس سومره خوشاله دې؛ نو ټول به د خداى نه شهادت وغواړئ. اوس به ملايکو د هغه په قبر کې جنت له کړکۍ جوړ کړې وي. هغه به د جنت تماشه کوي او د الله شکرانه به ادا کوي، چې دغه مقام يې ورله ورکړې.
د صحابه وو د جهاد کيسې يې وکړې، چې څنگه به يې په اسلامي جذبه پر کفارو حملې کولې، په هره غزوه کښې به څومره ملايک د مجاهدينو مرستې ته راتلل. په دعا کښې يې په وار وار ويل: يا الله ما له شهادت راکه. يا الله چې په بستر کې د بې غيرتۍ مرگ راله رانه کې.
ما او عبدالهادي به هروخت مولوى صاحب ته زارۍ کولې، چې جهاد ته مو ولېږي؛ خو ده به ويل چې وخت به يې راسي.
د امريکې جنگ چې شروع سو، موږ ته يې اجازه راکړه. موږ ورغلو؛ خو طالبانو د کندهار په قول اردو کښې تم کړو. مشرانو راته وويل، چې تاسې نابلده ياست، همدلته پاتې سئ. درې هفتې په کندهار کښې وو؛ خو دوې شپې مو هم په يوه ځايگي کښې تېرې نه کړې. هره شپه به مو ځاى بدلاوه، چې د امريکايانو له بمبارۍ بچ سو. هماغه کور چې برايي به مو په کښې تېره کړې وه، پر سبا يې ويشتل کېده. زموږ ډېر انډيوالان همداسې په بمباريو شهيدان سول. موږ نو ارمان کاوه، چې يو ځل دې امريکايان پر ځمکه په لاس راسي، بيا به ورسره گورو. اخر ټول وتښتېدل. هر څوک په خپله مخه ولاړل. زه هم کلي ته ولاړم.
په کلي کښې خورا گډوډي جوړه وه. د طالبانو مشران تښتېدلي وو. بيا هماغه حرکتيان په ولسوالۍ کښې دېره وو؛ خو دا ځل د حزب اسلامي قومندانان نه وو، چې ورسره ډغرې ووهي. د حزب قومندانان ټول له طالبانو سره ولاړ وو، چې اوس فراره سوي وو. د حرکت قومندانانو نوې کانې پيل کړې وې. د خلکو موټران به يې په زوره بيول، چې دا موټر طالبانو درکړى. ان د خلکو ټېکټران او موټرگاټان (موټرسيكلونه) يې هم ولجه كړل. زموږ د کلي له يوه سړي يې غويان هم بيولي وو. هر قومندان ځان ته بنديخانه درلوده، هر څوک چې يې بد اېسېدل، پکښې وابه يې چول. زيات کسان يې په ډبولو معيوبان کړل. ډېر خلک يې بې پوښتنې، بې محکمې شهيدان کړل. په هېڅ شي يې صرفه نه كوله. څوک نه وو، چې پوښتنه وکړي. په دې څو کلونو، چې زه کلي ته نه وم تللى، ډېر شيان بدل سوي وو. کاريزونه اکثره وچ سوي وو. ډېرو کسانو خپل د انارو او انگورو باغونه نړولي وو، چې ترياک پکښې وکري. د اوبو لپاره يې برمې وهلې وې. دوى ورته بوړۍ ويله. څو ورځې چې تېرې سوې، بيا د هلکانو گډول او د کرکانو ساتل او جنگول پيل سول.
په کلي کښې يوازې په دې باندې خوښ وم، چې له مور سره وم. که نه خو هره ورځ يې راباندې کال تېرېده. د خلکو نارواوې او بدعتونه د زغملو نه وو. نور خو لا پرېږده، چې د تورې بلا پيغورونو بيخي په تنگ کړى وم. يوه ورځ چې کور ته ورغلم، زما له ادې سره يې هسې کيسه پيل کړه: ها د شيرينو په زوى خبره سوې؟
هغه پوهېدله، چې دغه کيسې پر ما بدې لگېږي؛ خو له کسته به يې هر وخت همداسې کيسې کولې. ته وا دا به د بي بي سي راډيو وه. له هرځايه، له هرڅه خبره وه. په کور کښې د هغې له لاسه وخت راباندې نه تېرېده او د باندې د خلکو چلند راباندې غمېده.
د ژمي دوې مياشتې چې تېرې سوې، د پوجيو وخت راورسېد. ترياک دې ورک سي له دومره خوارۍ سره. پوجي نو داسې کېږي، چې د ترياکو د بوټو له منځه نور واښه للون کېږي. چېرته چې د ترياکو بوټي گڼ وي، كوچني او كمزوري دا يې کښل کېږي او غټان يې پرېښوول کېږي. له هغه وخته چې د ترياکو بوټي د گوتې د يوه بند په برابر سي، تر څو چې له لوېشته اوړي، پنځه- شپږ وارې پوجي کېږي. پوجيگر د سهار تر لمانځه وروسته پر دوو پښو ورته کښېني، ان تر غرمې پورې همداسې اخته وي. بيا چې د غرمې ډوډۍ يې وخوړه بېدېږي، پر دريو بجو راکښېني. تر چايو او د ماسپښين تر لمانځه وروسته بيا تر ماښامه کار کوي. ياره خلک خپل اولاد دومره نه نازوي، څومره چې ترياک نازوي. په يو حساب خو دوى هم نه دي ملامت. که نور هر څه وکري، د واټرپمپ د تېلو پيسې نه باسي. يوازې ترياک دي، چې د دوى گوزاره پرې جوړه ده. د پوجيو په موسم كښې ګرده خلك خپل زامن له مكتبو څخه اوباسي او پوجي ورباندي كوي. استادان هم ورته خوشاله وي، دوى هم بېغمه پر خپلو ځمكو كار كوي.
اکا مې هم خپله ځمکه کرلې وه او هم يې د بل سړي ځمکه په نيمايي نيولې وه. هغه سړي بوړۍ نه درلوده. اکا به له خپلې بوړۍ د هغه ځمکه اوبوله. د تېلو او موبلينو پيسې، تخم، کود هرڅه يې په نيمايي سره پرې کول. اکا پخپله په کجکي بازار کښې خپل دوکان ته ته، تورکى يې هم بېوه؛ نو ماته يې وويل، چې پر پوجيگرو وگرځم او د چايو او ډوډۍ غم يې وکړم. د پوجيو له غمه چې خلاص سو، د نېش وهلو وار راورسېد. دا نو د ثور د منځ شپې وې. گرمۍ بيخي بلا کړې وه. د نېش وهلو کار تر پوجيو هم سخت و. اته، نه کسه نېشګر به سره خوا په خوا ودرېدل او د پټي له يوه سره به يې تر بل سره په تلو تلو کښې د ترياکو پر غوزو نېشونه وهل. پر سبا يې بيا د همدې ترياکو شېدې په ترياكيو كښې راټولولې. د ترياكو ترخه وږم له لاندې او سوځنده لمر له پاسه، د سړي سر داسې ګنګساوه، لكه نېشه چې يې كړې وي. ځوانان له نورو ولايتونو، ان له کابل او لغمانه هم د کار لپاره زموږ سيمو ته راتلل. دوې ته مو په مزدورۍ کښې پيسې نه ورکولې. هغوې به هم په حاصل کښې پينځمه يا شپږمه برخه شريکان وو. عجيبه خلک وو، ټوله ورځ ستومانه کار او د شپي تر يوولس – دولسو بجو پورې ورقې. دوى هم زموږ د کليوالو چمونه زده کړي وو. حسابي توره د هر يوه زده وه. دا نو خورا سخته لوبه ده. د ګردو دوه پينځوس ورقو حساب به نيسې، چې د کوم رنگ کومه ورقه تللې ده او کومه يې له چا سره پاته ده، كه دې حساب غلط كړ؛ نو تاوان درځي. د پتاسو غابونه وو، چې خالي كېدل به، د شنو چايو ترموزونه به يو په بل پسې تشېدل. زه حيران وم، چې دوى ولې خپل وخت پر دې عبثو کارونو تېروي. د دوى حافظه دومره ښه وه، چې د ګردو ورقو حساب يې په ذهن كښې ساتلى سو؛ نو که سبقان يې ويلي واى، هرڅه به يې څومره ښه زده سوي وو.
ترياکو يو بل غم هم جوړ کړى و. مقتديانو به خپلو امامانو ته په زکات او سرسايه کښې ترياک ورکول؛ نو ځکه امامتې خورا ډېرې سوې وې. پخوا به که په يوه کلي کښې يو يا دوه جوماته وو، اوس پينځو شپږو ته رسېدلي وو. ورسره نشه يان هم زيات سوي وو. د چرسو څکول خو نوره معمولي کيسه وه. هر مازيگر د دوکانو مخې ته چرسيان راټولېدل او سگرټيان به يې لگول. په هر کور کښې د ترياکو کڅوړې هر ځاى پرتې وې. کله خو به ځينو هلکانو، چې له مور او پلار سره به يې لانجه کړې وه، د ځان وژلو په نيت به يې دومره ترياک وخوړل، چې بېسده به کلينيکو ته وړل کېدل.
له چارواکو سره هم اکثره همدا چرسيان، پوډريان او جوارگر ولاړ وو. د دوى گزمې به چې پر هر چا پېښې سوې؛ نو تاوان به يې خامخا وراړاوه. کله به چې امريکايان ورسره راتلل؛ نو سم د سړي زامن به ځنې جوړ سو؛ خو دلته بيا بل غم و. يو نه يو کس به يې خامخا امريکايانو ته په لاس ورکاوه، چې دا القاعده دى. ځينې کسان خو يې ان گوانټانامو ته استولي وو. د امريکايانو په ليدو ډېر ځورېدم. ځان راته بد اېسېد، چې زه د سرکوزو په شان ورته گورم او دوى بې غمه گرځي.
په كلي كښې مې دويم كال هم همداسې تېر سو. د ترياکو راټولول، چې خلاص سول، بيا وزگار سوم. نور نو بيخي وخت نه راباندې تېرېده. له خلکو سره مې هم نه وه جوړه. هر مازديگر به د زاړه ښار غونډۍ ته تلم او د ماښام تر اذانه پورې به هورې کښېناستم. زوړ ښار زموږ د کلي په څنگ کښې و. دا د يوې لويې کلا پاتې شونې وې، چې په منځ کښې يې يوه نيغه غونډۍ ولاړه وه او چارچاپېره يې نړېدلي دېوالونه. هر دېوال يې پنځه شپږ سوه ګزه به اوږد و. په هر گوټ کښې يې د نړېدلو برجونو نخښې ښكارېدې. سپين ږيرو ويل، چې دا د امير کروړ ښار و؛ ځکه خو يې زوړ ښار باله. دوى ويل، چې ډېر كلونه پخوا امير كروړ يو پاچا تېر سوى. داسې ښکارېدل، چې پخوا به د دې غونډۍ پر ځاى کومه کلا ولاړه وه؛ ځکه چې ځاى ځاى پکښې ګچ او اومې خښتې ښکارېدلې. ځينو کسانو پکښې کيندنې هم کړې وې. خلکو ويل، چې يو نيم کس ته سره زر او زاړه لوښي په لاس ورغلي دي. يو مازديگر پر غونډۍ ناست وم، چې د کاريز موغري د کلي يو ځوان راغى، زما خوا ته کښېناست. هغه ولي محمد نومېده. پلار يې امريکايانو په گوانټانامو کښې بندي کړى و. کله کله به مې له هغه سره د زړه خواله کوله. هغه هم هرچا ته حال نسو ويلاى؛ نو ځکه به ما ته راته. ولي محمد راته وويل:
_ شريکه دې شين سترگو ته دې پام دى؟
ما وويل: هوکې، ښه يې وينم؛ خو څه وکړو؟ څه مو له لاسه نه دي پوره.
مخ په بره مې منډه کړه. يوې سوړې ته ورسېدم. پکښې ورننوتم. شېبه نه وه تېره، چې گړزهار سو. داسې درنې چاودنې وسوې، چې غر يې له غره سره وښوراوه. د سوړې له چته څو ډبرې راخطا سوې. سوړه له دوړو ډکه سوه. ما ويل اوس به غر راباندې چپه سي. چې گړزهار چوپ سو راووتم. امريکايانوخپل موټران په بمونو ويشتلي وو. له ګردو موټرانوڅخه تور دودونه پورته وو. زموږ ځينې انډيولان هم په بمانو لگېدلي وو. څوک شهيدان او څوک ټپيان سوي وو. د امريکايانو مړي تري تم سوي وو؛ خو د وطني امريكايانو جسدونه هماغسې پراته وو.
په کليو کښې د امريکايانو جاسوسان زيات وو. مشرانو راته وويل، چې اوس به خامخا ډېره قوا را پسې راسي او تلاشي به وکړي؛ نو ټول به سره خواره سو. چې بل عمليات مو کاوه، بيا به خبر درکړو.
ويې ويل: ګوره عبدالستار جانه! ته زما د زوى په شانتې يې. قسم دې، چې د زوى نه راله مخكې يې. واله دا پيسې دې مور بي بي له ولېګه. ما له د هغې دعا هر سه دي.
د بابا تر مرګ وروسته دا اول ځل و، چې پلرنۍ مينه مې محسوسه كړه. پر هغه باندې رښتيا لكه اولاد ګران وم. د هغه لاسونه مې ښكل كړل. هېڅ كله مې د چا په لاسونو كښې داسې ګرمي نه وه ليدلې. ګومان مې كاوه، چې زړه مې ويلېږي. زړه مې غوښتل، چې چيغه وكړم، ټوپونه ووهم، والوزم. لكه يو دروند بار مې چې له اوږو څخه لرې سوى وي، همداسې ځان راته سپك ښكارېده. زړه مې ويل، چې دى انسان دى كه ملايك؟ له خدايه مې داسې موقع غوښته، چې د استاد احسان ورادا كړم.
وينه مې په جوش راغلې وه، چې دا څه ناځوانه خلك دي. د دين لپاره دونه كار هم نه سي كولاى. هغوى ته مې غاښونه چيچل؛ خو د نعماني صاحب د تسل لپاره مې وويل: استاده! خير دى، نور فدايان به راپيدا سي. زموږ خلك خورا غيرتي خلك دي.
_ هو بچى! فدايان به خود پيدا شي؛ خو د دوى بې غيرتي اوګوره. ګټلې جنت يې بايلودو.
_ استاده! كه واياست زه به ورسم.
_ نه، نه. ته به نه ورزې.
_ ولې استاده! جنت دې پر ما نه لورېږي؟
_ دا سه وايې؟ جنتونه مې درپېرزو دي.
_ نو بيا؟
_ بس، اوس يې وخت نه دې.
دې سره نعماني صاحب په چورت كښې ډوب سو.
پر سبا يې هغه خپل كور ته ولاړ. دا ځل يې پوره دوې هفتې تېرې كړې. زړه مې ډېر تنګ سوى و. هېڅ شي خوند نه راكاوه. لمونځونه مې هم د زړه په حضور نه وو. يو وخت به مې كتل، چې لمونځ مې خلاص كړى، دعا كوم. چې هرڅه به مې فكر كاوه، نه مې رايادېدل، چې كوم سورتونه او كوم ايتونه مې ويلي دي. په ذكرونو مې هم د زړه كرار نه راته. ادې مې ډېره يادېدله. په توركي او ان په اكا پسې خپه سوى وم. ما ډېر كلونه له هغوى لرې تېر كړي وو؛ خو هېڅكله دومره نه وم خپه سوى. دا نور كلونه يو خو به عبدالهادي راسره و، د زړه حال به مو يو بل ته سره ويل او بل به اكثره وخت پر سبقانو لګيا وو؛ ځكه خو په مسافرۍ چندانې نه پوهېدم. اوس نو نه مې د راز ملګرى درلود او نه مې سبقانو ته زړه كېده. چې راولاړېدم، سر راباندې ګرځېده. پر سترګو مې توره شپه راتله. تر نيمو شپو خوب نه راته. سهار بيا په وچ زور راكښېناستم، خوب مې نه سر كېده. ټول ژوند راباندې غمېدلى و.
نعماني صاحب چې راغى، لكه زما پر حال چې خبر وي، مازديګر يې تر لاس ونيولم. د مدرسې يوې څنډې ته يې بوتلم. له دېواله سره پر سميټي خښتو كښېناستو. مسواك يې له جيبه راوكيښ، د غاښونو په صفا كولو لګيا سو. ويې ويل: سنګه چل دې، ولې خفه يې؟
_ استاده! ادې مې ډېره رايادېږي. زړه مې تنګ دى.
نعماني صاحب غلى و.
ما وويل: كه ستاسو اجازه وي، يو څو شپې به كلي ته يوسم.
ټول ښار په فساد او نارواوو كښې ډوب و. هلته په جومات كښې به اذان كېده او څنګ ته په دوكانونو كښې به سروذ چالان و. لوى لوى جوماتونه وو؛ خو پر لمونځ كوونكو به دوه صفونه هم نه ډكېدل. پر لمانځه به هم څوك سرتور سر ولاړ وو، د چا پر سر به سپينه خولۍ وه، دستار خو غير له ملا امامه د بل چا پر سر نه ليدل كېده.
بله ورځ عبدالله په وزير اكبر خان كښې راته ځينې كورونه راوښوول، چې د پيتو پوزو ښايستوكو نجونو پكښې تګ راتګ كاوه. هغه وويل، چې دا د چينايانو ګسټ هوزونه دي. دا ګردې چينايي رنډيانې دي. د دې كورو په خوا كښې يو نيم تورې ښيښې والا لنډكروزر او كروزين موټر ولاړ وو. عبدالله وويل، چې دا د چارواكو موټرې دي، دلته د فحاشۍ لپاره راځي.
د ايسكريم په دوكانونو كښې ټي وي ګانې چالانې وې. بربنډې نجونې پكښې نڅېدلې. په كابليانو كښې مې داسې شيان وليدل، چې د امريكايانو بلا دې پر وګرځي. هغوى خو كافران دي، چې هرڅه وكړي باك نه لري؛ خو دا زموږ والا، چې ځانونه مسلمانان ګڼي، دوى نو ولې داسې كوي؟ اوس پوه سوم، چې نعماني صاحب به ولې دا خبره كوله، چې د كابليانو او امريكايانو مرګ يو شان روا دى.
ډاكتر مې راوغوښت. و مې ويل: ډاكتر صاحب دغه ستن د درد ده؟
هغه وويل: هو. ولې؟
_ هېڅ، دا سر مې داسې سپك سوى، يو رقم خوند يې راكړى.
_ سمه ده. دا پيچكارۍ شديد دردونه ختموي؛ خو نېشه هم لري.
په چورتونو كښې ډوب سوم. نو هغه چې ما د جنت هوا ګڼله، هغه خوند او كيف، چې ما ويل د جنت به وي، هغه هر څه د نيشې اثر و؟ څنګه يې ومنم؟ نعماني صاحب پخپله راته ويلي وو، چې د جنت هوا به درباندې ولګېږي. كه دا نېشه وه، د جنت هوا بيا كومه وه؟
ډاكتر بلال هره ورځ سهار راته. زما سترګې، خوله، ځيګر او پښه يې كتل، زما د ورانه د ټپ پټۍ يې بدلوله. مينه په ورځ كښې دوه ځله راتله، سهار او مازديګر. هغې راته سيروم او پيچكارۍ لګولې، زما حياتي علايم يې كتل. سالم به ټوله ورځ راسره ناست و. كوټه يې صفا كوله، زما د چپركټ روجايانې يې بدلولې، زما سيروم به چې خلاص سو، مينه به يې راوبلله، لاس ته يې اوبه رااچولې، د ضرورت پر وخت به يې بولدانۍ راكوله.
اولې ورځې ډېرې سختې وې. څومره شرم دى، چې پر ځاى پروت اوسې، بولې دې په بولدانۍ كښې وكړې او بل سړي ته يې په لاس كښې وركړې، چې ايسته يې واچوي. بولې خو خير ان د چكر (غايطو) مساله هم همداسې وه. ما څو ورځې هېڅ شى تر ستوني تېر نه كړل. ما غوښتل كولمې مې تشي وي. په سيروم باندې ژوندى وم؛ خو ډاكتر بلال ډېر راته ټينګ سو. هغه راته وويل، چې بدن پر موږ حق لري. په محشر كې د نفس د حق پوښتنه هم درنه كېږي. همغه خداى چې دغه حالت يې درباندې راوستى، همغه به يې لرې هم كا.
ما غوښتل چې ځواب وركړم؛ خو چې لږ فكر مې وكړ، خبره يې پر ځاى وه. يو خو ده پر اوله ورځ زما پر سر له هغه بل سره لانجه وكړه؛ لكه احسان چې يې راسره كړى وي او بل نه پوهېږم ولې ډاكتر راته اشنا غوندې اېسېده. لكه د څو كلونو يار چې مې وي. عجب سړى و. و ډاكتر؛ خو ديني مسالې يې تر ما ښې زده وې. هم مې ورته رخه راتله او هم كرار كرار راباندې ښه لګېده.
سر مې لږ پورته كړ. لاس مې تر سر لاندې تكيه كړه. د كمپيوټر ټوله ښيښه په يوه لوى كارت ډكه سوې وه. خطونه يې انګريزي وو. په عكس كښې يو شين سترګى پاكستاني فوجي ښكارېده. سرتور سر و. ږيره يې خرييلې وه. برېتونه يې هم نه وو.
سړي وپوښتل: په انګريزي پوهېږې؟
_ يه.
_ نو زه به يې درته ولولم. د آى اس آى كرنيل الطاف حسين.
ما وويل: زه يې نه پېژنم.
_ ته به يې خود نه پېژنې. تا هغه په بل نامه او بله څېره پېژانده.
بيا يې د كمپيوټر پر بټنو ګوتې ووهلې. د كمپيوټر پر نيمه خوا د نعماني صاحب تصوير راغى، پر بله نيمه يې د هماغه كرنيل عكس پاته سو. ويې ويل: اوس نو دا مه وايه، چې نعماني صاحب نه پېژنم.
ما فكر وكړ، چې هغه خو په پاكستان كښې دى، د دوى لاس نه ورته رسېږي؛ نو ومې ويل: پېژنم يې. همدا نعماني صاحب دى.
سړي بيا كوم بټن وواهه. د نعماني صاحب ږيره او پګړۍ كرار كرار لرې سوې. تصوير نوكى غټ سو. دواړه تصويرونه د يوه سړي وو. هغه پخپله و. هماغه فوجي. پر خپلو سترګو مې باور نه راته.
محسن وويل: ها بله ورځ، چې مې درته وويل، چې دا د ((آى اس آى)) سړى دى، پر تا بده ولګېده؛ خو دا خبره رښتيا ده.
ما فكر وكړ، چې په دې كښې به خامخا كوم چل وي. دوى غواړي، چې ما تېر باسي. نا څاپه مې هغه صحنه راياده سوه، چې د واڼې پر لاره پاكستاني فوجيانو زموږ موټر ودراوه او نعماني صاحب خپل كارت ورښكاره كړ. فوجي چې كارت ته وكوت عسكري سلام يې وكړ. دغه كارت هم هماغسې و. بيا مې ځان سره وويل: ته نو په انګريزۍ څه پوهېږې؟ كېداى سي هغه بل شى وي. زه لا په دې فكر كښې وم، چې محسن د لا حيرانتيا خبره وكړه. ويې پوښتل: ښه نو دا راته ووايه، چې الطاف حسين، هماغه ستا نعماني صاحب د كوم ځاى دى؟
_ د سوات.
محسن سر وښوراوه: هغه پنجابى و. درې كاله يې په سوات كې خاص د همدې دپاره تېر كړي، چې سواتي لهجه زده كي. ته خو به دام نه منې.
هغه وويل: نور نه پوهېږم؛ خو بلا سړى دى. كافرانو ته يې يو څو خبرې كړي دي، بس هغوى كلمه ويلې ده.
هره ورځ مې د حيرانتيا يوه نوې خبره اورېدله. د نعماني صاحب او الطاف حسين خبرې تر اوسه ګنګس ساتلى وم او دا يې لا بله چې ډاكتر پر كافرانو باندې اسلام منلى. بله ورځ مې ورڅخه پوښتنه وكړه، چې دا خبره رښتيا ده؟
هغه موسكى سو. ويې ويل: چا ته چې الله تعالى هدايت وكا، يوه عادي خبره ورته سبب جوړېږي. يو امريكايي پروفيسور دېلې رغلى و. هغه له خدايه منكر و. زه يې په لمانځه وليدم.
راته ويې ويل: ته ډاكتر هم يې او لمونځ هم كوي دا څه كيسه ده؟
ما ورته وويل: ايمان له شغل سره نه، له زړه سره تړلى وي.
لكه چې زما دليل يې خوښ شوى و. څو ورځې يې بحث راسره وكو. ما ورسره په بحث كې هماغه خبرې كړلې، چې دوى پخپله د طب په كتابونو كې ليكلي. مثلاً ما د هډوكو مثال وركو. هډوكى چې ماتېږي، لكه ستا پښه چې ماته ده، د هډوكي په منځ كې يوه خلا جوړه ده، تقريباً پېنځه سانتۍ هډوكى دې نشته. نو د مات شوي ځاى له دواړو سرونو د هډوكي وده شروع كېږي؛ تر څو چې يوبل ته سره رسېږي. دغه وده منظمه نه وي. د انسان هډوكى منظم وي؛ خو دا لكه غونډارې هرې خوا ته وتلي وي. كله چې كمى پوره شو او د هډوكي سرونه يو بل ته سره ورسېدل، همدغه هډوكى بېرته خپلې راوتلې څنډې خوري او لكه اصلي هډوكي يې هماغسې ښوى او صاف جوړوي. داسې صاف چې ملي مټر فرق هم پكې نه رڅي. لكه نجار چې په رنده باندى لرګى ښويوي. نو ما ورته وويل، چې ته څه فكر كوې، يوه حجره څنګه پخپل سر دا ټول كارونه په دومره نظم ترسره كولى شي؟
بل مثال مې وركو. دا د مني حجرې چې دي، سپرم نومېږي. په يو څاڅكي مني كې بلا ډېر سپرمونه وي، ان درې څلور ميليونه. ساينسپوهانو په دو باندې تحقيق كړى. كه سپرم په يوه لوښي كې واچوې، حجرې به يې حركت كا؛ خو هرې خوا ته سرګردانه څي رڅي؛ تر څو چې د منځه لاړ شي؛ خو كه په همدې لوښي كې د رحم يوه ټوټه هم واچوې، د سپرم ټولې حجرې د هغې خوا ته حركت كا. ما ورته وويل، چې سپرم ته دا شعور چا وركړى؟ سپرم د رحم ټوټه څنګه پېژني؟ ته په دې كې د خداى قدرت نه وينې؟ دغسې نور بحثونه مو هم سره وكړل. بس هماغه و، چې سړى مسلمان شو.
بيا يې وويل: خبره دا ده، چې هغه په دو هرڅه تر ما ښه پوهېدو؛ خو دو اړخ ته يې فكر نه و كړى. ګوره دا خو دعقل خبرې دي؛ خو د خداى سره بايد د مينې رابطه ولرو. حمزه بابا څه ښه وايي:
عقله ته به سيال د محبت نه شې
دنګه مناره څه وي په غره پورې
د ډاكتر خبرو هېښ كړى وم. په زړه كښې مې له هغه سره مينه پيدا سوه. چې رښتيا ووايم، ما هېڅ وخت د خداى د قدرتونو په باب فكر نه و كړى. د ((فصلت)) د سورې هغه ايت مې راياد سو، چې فرمايلي يې دي:
((ډېر ژر به د نړۍ چاپېر او د هغوى په ځان كښې خپلې نخښې نښانې وروښايو؛ تر څو ورته څرګنده شي، چې هغه حق دى، ايا دا بس نه ده، چې الله پر هر څه باندې شاهد او ګواه دى؟))
سبحان الله. په رښتيا چې زموږ په بدن كښې د الله د قدرتونو ډېرې نخښې سته؛ خو دا زموږ كار دى، چې ورباندې فكر وكړو. ډاكتر ته مې په زړه كښې افرين ووايه.
محسن بله ورځ بيا خپل كمپيوټر راوړ. چالان يې كړ. هماغه لغړه نجلۍ پكښې نڅېدله، چې ما په واڼه كښې په سي ډي كښې كتلې وه. هماغه لويه كوټه وه. په بر سر كښې د كرزي او بوش پر ځاى، زه او نعماني صاحب سره خوا په خوا ناست وو. په بل سر كښې نور پګړۍ والا كسان پر چوكيو ناست وو. سخت يې حيران كړى وم. زه په خوب كښې هم داسې ځاى ته نه وم تللى.
د كمپيوټر په نيمه خوا كښې بل تصوير راغى. په دې كښې پر هماغه چوكۍ دوه نور كسان ناست وو. نجلۍ هماغه وه.
سړي وويل: اصلي تصوير همدا دى. دا د لبنان خلك دي. څنګه چې ما د تا او د الطاف حسين عكسونه د دوى په ځاى راوستل، هماغسې آى اس آى والا د كرزي او بوش تصويرونه راوستي دي.
چورت مې ډېر خراب و. نه مې باور كولاى سو، نه انكار. نه پوهېدم، چې پخوا تېر ايستل سوى وم، كه اوس؟ زه نعماني صاحب ته د ولايت په درجه قايل وم. اوس مې هم ګومان نه كېده، چې دا خبرې دې رښتيا وي.
پر سبا يې له ډاكتر بلال څخه مې وپوښتل: دا د كرزي لور څه كار كوي؟
هغه وويل: كرزى اولاد نه لري.
ما له ځان سره فكر كاوه، چې محسن رښتيا وايي كه نعماني صاحب؟ او د ډاكتر بلال خبره څنګه؟ دى خو هم راته صادق ښكارېده. بدن مې تود و. ډاكتر چې معاينه كړم، ويې ويل: اوهو ته خو تبه لرې.
كاشكې دا هرڅه درواغ واى. ما پر نعماني صاحب تر ځان ډېر باور درلود؛ خو هغه دروغجن راوخوت. ګرد سره ژوند راته دروغ ښكارېده. دا دومره تلاښ، دا دومره منډې، دا ستړيا، هرڅه په اوبو لاهو سول. لكه له ګډوډ خوبه چې راويښ سې او پوه نه سې، چې اوس خوب وينم، كه دا مخكې چې مې ليدل، دا خوب و؟ زه بيخي همداسې وم. د شپې تر ناوخته خوب نه راته. چورتونو په مخه كړى وم. دا مې نه سو منلاى، چې دومره لويه دوكه دې راسره سوې وي. نعماني زما له عقيدې سره لوبه كړې وه. څنګه يې خوله نه ماتېدله، چې ما ته يې د نشې اثر، د جنت هوا راپېژندله. زه يې د ادې د مرګ په درواغ خبر څومره وژړولوم. خدايزده چې ادې به زما د شهادت په اورېدو، څه خاورې پر سر شيندلې وي. د دهروات د كلي هغه ښځه مې راياده سوه، چې زوى يې د امريكايانو په بم شهيد سوى و. هغې څنګه خپل ويښته شكول، څنګه يې مخ په څپېړو واهه، څنګه يې پر سر خاورې بادولې. زما خواركۍ ادې به څومره ژړلي وي.
په زړه كښې مې وګرځېدل، چې ښه نو دا زه تېر ايستلى. پر نعماني، چې مې د ملايكو ګومان كړى و، هغه هم شيطان، بيا مې هم تاوان نه دى كړى. زړه مې راته دروغ ويلي و، سترګې او غوږونه مې دوكه سوي وو. زما باور غلط راوخوت. خير بيا به باور ورباندې نه كوم؛ خو زه هغو كسانو ته چورت وړى وم، چې باطلې عقيدې لري، چې بوتانو ته سجدې كوي، چې دغه نور اسماني اديان مني، چې اوس باطل سوي دي. كه دوى ته يو وار حقيقت ورښكاره سي او خپلې عقيدې، چې يو عمر يې په زړونو كښې ساتلې دي، باطلې وبريښي؛ نو دوى به څه وكړي؟
دا خپل تېر ژوند به څنګه وګڼي؟
لكه د چا كور چې له بيخه ونړوې او ورته ووايې، چې دا كور سم نه و، اوس يې له سره جوړوه. لكه د دهقان رسېدلى فصل، چې په بل مخ يې واړوې او ورته ووايې، چې همدغه شى بيا له سره وكره. دا به څومره سخت وي.
دا مې په ژوند كښې اول ځل و، چې پر كفارو مې خوا بده سوه. ځان سره مې فكر وكړ، چې كه خداى زه په مسلمانه كورنۍ كښې نه واى پيدا كړى، د يوه هندو، د يوه يهود يا د نصارا په كور كښې يې پيدا كړى واى، نو زه به هم يا هندو وم، يا يهود او يا به عيسوى وم. خداى پاك څومره لوى احسان راباندې كړى، چې زه يې مسلمان پيدا كړى يم. په همدې خاطر مې دوه ركعته شكرانه نفل وكړ، چې خداى مسلمان پيدا كړى يم. دوه ركعته مې هم د مور لپاره وكړل، چې شكر ادې مې ژوندۍ ده.
ډاكتر وويل: ګوره سمه ده، چې جهاد فرض دىه؛ خو دا اخري وسيله ده. لكه په طب كې چې جراحي عمليات له ناچارۍ كېږي. كه يوه ناروغي په دارو درمل نه شي ښه او د علاج بله هېڅ لاره پاتې نه شي؛ نو ډاكتر هغه عمليات كا. په دين كې هم اول دعوت ديه. اول تبشير دىه، كفارو ته بشارت وركه، زيرى ورباندې وكه، چې په اسلام كې دغه دغه ښېګڼې دي. بيا تنذير دىه، هغوى د دوزخ له عذابه ووېروه. د جهاد خبره بيا په اخر كې رڅي.
ډاكتر ولاړ سو. يوه شېبه يې له كړكۍ څخه لاندې سړك ته وكتل. بيا يې وويل: دا موږ ولې انسانانو ته بني ادمان وايو؟
_ ځكه چې د ادم عليه سلام اولاده دي.
_ يانې چې ټول انسانان سره وروڼه دي؟
_ يه، كافر هېڅكله د مسلمان ورور نه سي كېداى.
_ چې د يوه بابا زامن يو؛ نو سره وروڼه يو كنه. نو كافر د ورور په صفت دا حق راباندې لري، چې په خوږه ژبه يې سمې لارې ته راوبولو. اوس كه ما هغه امريكايي پروفيسر وژلى واى؛ نو د خلكو په ګومان به غازي وم؛ خو كه په محشر كې هغه رانه پوښتلي واى، چې ((ولې دې په خبرو نه پوهولوم چې ودې وژلم؟ زه و ته خو سره د يوه بابا زامن وو كنه؛ نو ولې دې بې ايمانه پرېښودم؟ پر ما دې ايمان نه لورېده؟ كه زه نه پوهېدم ته خو په هر څه پوهېدې))
نو ما به څه ځواب وركړى و؟ ځكه خو مې څو ورځې ورسره بحث وكو. اول سر كې يې زما عقيدې ته په سپكه كتل، ملنډې يې راباندې وهلې؛ خو اخر چې مې قناعت وركو، تر ما هم كلك مسلمان ځنې جوړ شو. اوس نو ته ووايه، چې دغه حق يې راباندې و كه نه و؟
زه غلى وم. يوه شېبه يې دمه وكړه، بيا يې وويل: خپه كېږې به نه؛ خو رښتيا به سره وايو. څومره كافران د رسول الله (ص) د ښه سلوك په وجه مسلمانان شوي؟ تا ته خو به ښه مالوم وي. ابو سفيان د مسلمانانو ډېر لوى دښمن نه و؟ خو رسول اكرم د مكې د فتحې په مهال د هغه كور د امن ځاى اعلان كو.
اوس په دې خپل وخت كې وګوره. ډاكتر ذاكر نايك په هندوستان كې د طب ډاكتر دىه. هغه لويې مناظرې جوړوي، له خلكو سره په سړه سينه بحثونه كا، په استدلال او منطق باندې خلك د اسلام دين ته رابولي. او كامياب هم ديه. هر ځل چې دى وينا كا، يو څو كسه هندوان او عيسويان ضرور مسلمانېږي.
له اكا سره مې هره جمعه خبرې كولې. كله كله توركى هم راسره ږغېده. تر دې وروسته مينه په ورځ كښې يو ځل راتله. هغه هم لكه زما پر حال چې پوهه سوې وي، راڅخه نه وېرېدله. روغبړ يې راسره كاوه. د درد پوښتنه يې كوله چې پښه خو به دې نه خوږيږي؟
ما هم په ورين تندي ورسره خبرې كولې. د هغې يو كار راباندې خورا ښه لګېده، هغې هېڅ كله سينګار نه كاوه. همداسې به ساده ګرځېده؛ خو خداى ذاتي ښايست وركړى و. سترګې يې نه شنې وې، نه زرغونې. د سترګو رنګ يې د دې دواړو تر منځ و. ما په دې رنګ د هېچا سترګې نه وې ليدلې. اوږده باڼه يې داسې ګڼ او نېغ وو، لكه د طاووس بڼكې، چې چجه سوې وي. مخ يې نرى و. پزه يې هم د مخ په څېر نرۍ وه. د شونډو او زنې تناسب يې هم له مخ سره برابر و. ما ويل چې دا دې په المارۍ كښې لكه نانځكه ايښې واى او ما يوازې ورته كتلاى.
كاكا سالم ښه د طبعې سړى و. هغه اكثره وخت راته كيسې كولې. د خپلو زامنو كيسې يې كولې، چې مازديګر، چې دى كور ته ځي، څنګه زامن يې د ده له لاسه كڅوړه تښتوي او كومه ميوه دانه چې پكښې وي، څنګه پرې حملې كوي. دغه كيسه يې داسې په خوند كوله، چې هماغه صحنه زما سترګو ته درېدله، لكه په ټي وي كښې چې يې وګورې. ما خو د اولاد مينه نه وه ليدلې؛ خو د ده په كيسو مې دغه مينه محسوسوله. كله كله مې په زړه كښې ګرځيده، چې خداى به په ما باندې هم د اولاد مينه وګوري كه يه؟ كاكا سالم زه ډېر نازولم. د ماشومانو پوډر به يې زما پر ملا او ولو موښل، چې د بستر زخم پكښې پيدا نه سي. د ډوډۍ پر وخت يې زما غاب او كاشوغه په پوډرو باندې پاك پرېولل. د چايو ترموز مې بيخي نه تشېده. وايم څوك به د خپل سكه ورور داسې خدمت ونه كي، لكه هغه چې زما خدمت كاوه.
ډاكتر رفيع الله دې هم خداى ژوندى لري، هر وخت به يې پوښتنه راباندې كوله. ټېلفون خو به يې هره جمعه ما ته پرېښووه، چې له اكا سره خبرې وكم.
څو ورځې چې تېرې سوې ډاكتر عرفان له امنيت والاو څخه زما اجازه واخيسته، چې كله كله د روغتون په باغ كښې وګرځم. ده وويل، چې لمر زما د پښې لپاره ګټه لري. زه په هفته كښې دوه وارې د مازديګر له خوا له سالم سره باغ ته كوزېدم. زه پوهېدم، چې امنيت والا مې څاري؛ خو پروا مې نه كوله. ما هسې هم د تېښتې تابيا نه لرله. د روغتون مخې ته لوى باغ و. تر سل جريبه لوى و. د ناجو، سپېدارو او عكاسۍ درختې پكښې دومره ګڼې وې، چې دېرش ګامه ها خوا سړى پكښې نه ښكارېده. دا باغ د روغتون له تعمير څخه يو څه لرې و. روغتون پر لوړه ځمكه اباد و. بيا تر باغ د مخه د ځمكې دوه پوړونه وو. په اول پوړ كښې د كانكرېټي لارې په اوږدو كښې نرى چمن ولاړ و. په بل پوړ كښې يو ارت او پراخ حوض و. يونيم ګز به ژور و. د حوض په ګردو دېوالونو پورې د اوبو شرشرې لګېدلې وې او په منځ كښې يې لويې ګردې ډبرې ايښوول سوې وې. د ډبرو سرونه توربخوني وو؛ خو هغه ځايونه يې، چې تر اوبو لاندې پټ وو، سپينچكي وو. لكه بزګر چې اورمېږ او مخ يې لمر تور كړي او ټټر يې سپين پاته وي.
موږ د حوض په شاوخوا كښې ګرځېدلو. چې ستړي به سو د ګلابو او د سرو او ژېړو مرسلو په منځ كښې پر چوكيو كښېناستلو. د مازديګر نرى شمال د شرشرو په منځ كښې تېرېده او د اوبو خوږ بوى يې تر موږ رارساوه. ساه چې مې اخيستله، ګومان مې كاوه، چې دا خوندوره لنده هوا مې د سږو تل ته ننوځي. د نسترن سپين ګلان د درختې د زرغونو پاڼو په منځ كښې لكه ستوري په اسمان كښې ځلېدل. د اوبو شرهار او د ګلابو وږم سخت خوند راكاوه.
ډاكتر بلال د ذاكر نايك د سي ډي ګانو په كتلو روږدى كړى وم. هغه راته ځينې كتابونه هم راوړي وو. يو پكښې د ساينس او قران كتاب و. په دې كتاب كښې خورا په زړه پورې خبرې وې. هغه څه چې ساينس اوس كشف كړي، د الله په كلام كښې څوارلس سوه كاله پخوا ذكر سوي وو. د دې كتاب په لوستو مې فكر وكړ، چې هغه استفاده، چې بايد موږ له قرانه كړې واى، نورو كړې ده.
يو څو ورځې وروسته يو ډول اوتر غوندې وم. لكه يو شى چې مې ورك كړى وي. چې ښه پسې وګرځېدم، پوه سوم، چې دا دوه ورځې مينه نه ده راغلې. زه دومره بدل سوى وم او پخپله هېڅ نه وم پوه سوى. ولې هغه نجلۍ، چې ما پخوا ورڅخه كركه كوله، دومره نژدې راته ښكارېده، چې زه ورپسې خپه وم؟ پخوا مې هېڅكله د ونو او ګلانو پر ليدو خوند نه و اخيستى. اكا په سراى كښې د شبۍ ګلان كرلي وو. ما يې وږم محسوساوه؛ خو پر خوند يې نه پوهېدم. خو اوس مې په دې ټولو كښې خوند ليده. ان د مازديګر د لمر زېړو وړانګو خوند راكاوه. چې ډېر فكر مې وكړ، ما يوازې په ماشومتوب كښې د خوند تجربه كړې وه، هغه هم خورا لنډه موده. زه چې كوچنى وم، د بيسكوټو او ژاولو رنګه كاغذان مې راټولول، له هغو څخه مې خوند اخيست. هغه چې توركي راڅخه پټول او يا يې څيرل او ما به هغه واهه. زه په همدې چورت كښې وم، چې ډاكتر عرفان راغى. ما د مينې پوښتنه ځنې وكړه، چې ولې نه راځي؟ هغه وويل:
ناڅاپه چې په ياد شې چې راياد شې نو راياد شې
پخوا خـــــو داســې نه و دا خــــو مينه راته ښكاري
هك پك سوم چې دا څه وايي؟ دى څنګه زما په مينې خبر سوى دى؟
په خندا يې وويل: دا هم دحمزه بابا شعر دىه. ښه رښتيا تا د مينې پوښتنه وكړه. هغې يوه هفته رخصت اخيستى. ګومان كوم، چې واده په مخ كې لري.
ناڅاپه چې په ياد سې چې راياد سې نو راياد سې
پخوا خـــــو داســې نه و دا خــــو مينه راته ښكاري
ځان مې ملامت كړ. ما وګوره دا وګوره. هغه ښاري نجلۍ ده، مكتبۍ ده، نرسه ده او زه يو كليوال هلك. زما او د دې كله سره جوړېږي. دا به زما په شان نوكران ولري. بيا كه واده هم راسره وكړي؛ نو زمينداورو ته به چېرې راسره ولاړه سي.
بيا مې فكر وكړ، چې دا ګردې خبرې يوې خوا ته؛ خو دا به څنګه كړې، چې ته د حكومت په نظر مجرم يې. تا به له دې ځايه جېل ته بيايي. د فكر واګي رانه تللي وو. چې هرڅه مې كول، پام مې بلې خوا ته نه سو اړولى. هر شي ته چې مې كتل، د مينې سترګې پكښې ښكارېدې. ډوډۍ ته مې خوا نه كېده. ټي وي مې چالاناوه؛ خو ژر يې نفس راتنګاوه. كه مې كتاب رااخيست، دوه درې كرښې به مې ولوستلې، نور بيا ورباندې نه پوهېدم. يو وخت به مې پام سو، چې د كتاب څو مخه مې اړولي دي؛ خو چې تېرو مخونو ته مې كتل، هېڅ مې نه و په ياد. په باغ كښې مې هم زړه تنګېده. دا يوه هفته داسې وه لكه څو كلونه.
د جمعې پر ورځ مې له اكا سره خبرې وكړې. هغه وويل، چې ادې دې ډېره پوښتنه كوي. هره ورځ ستا هغه دسمال، چې له كوټې څخه دې رالېږلى و، پر سترګو موښي او ژاړي. موږ سبا درروانېږو.
زه نه پوهېدم، چې امنيت والا به اجازه وركړي كه يه؟ اوس نو په زړه كښې مې دوې تندې وې، يوه د مينې او بله د ادې د ليدو.
ما يې ښه حساب نيولى و، چې مينه به پر شنبه راځي. هغه چې راغله، نه پوهېږم پر ما څه سوي وو؟ تر روغبړ وروسته يې وويل: دا رنګ دې ولې داسې الوتى؟
ادې هغه په غېږ پورې ونيوه، بيا يې پر سر لاس تېر كړ. د كوټې په بل سر كښې يې چوكۍ ورته كښېښووه. دواړه هورې كښېناستې. زه يې بيخي هېر سوى وم. له هغې سره يې جلا مجلس جوړ سو. ما هم د هغوى خبرو ته غوږ نيولى و، هم مې له اكا سره دا غر ها غر ويشته.
نيم ساعت د سترګو په رپ كښې تېر سو. امنيت والا درګاه وټكوله، چې دوى بايد رخصت واخلي. ډاكتر رفيع الله راورسېد. ادې او اكا يې خپل كور ته بوتلل.
ادې د مخه ښې پر وخت په غوږ كښې راته وويل: ډېره ښه نجلۍ ده، چې خپه يې نه كړې.
هغه شېبه راورسېده، چې زه يې له روغتون څخه بيولم. اكا او ادې راغلي وو. له ډاكتر رفيع الله او كاكا سالم سره تر غاړې ووتم. ډاكتر رفيع الله وويل، چې په چارواكو كښې كوم څوك پېژني او زما سپارښتنه به ورته وكړي.