Wednesday, April 17, 2013

د فوټبال تاریخچه

د فوټبال تاریخچه

فوټبال د رسمی کېدو څخه مخکې
د فوټبال د تاریخ څخه معلومېږي چې دا لوبه په لومړی ځل دری زره کاله مخکې په آسیا کې لیدل سوی وه.
دا لوبه د اوسنی فوټبال د قوانینو سره نه کېدل مګر یو څه ورته والی یې درلود ی.
د فوټبال یو پخوانی ډول یو چنایې لوبه وه چې د کوجو( (Cuju په نامه یادېدل، دې لوبې د ۲ څخه تر ۱۰ نفرو پوری لوبغاړی درلودل. لوبغاړو دا اجازه درلودل چې توپ د بدن په هر ځای ووهی ماسیوا د لاسو څخه. دوی به د ګول وهلو لپاره توپ د یوې کوچني سوړی خوا ته واهه چې نومره یوسی. د فاول کولو په وخت کې هم مقابل لوری ته نومره ورکول کېدل، او په پای کې، چې هرې لوبډلې ډېری نومري تر لاسه کولی لوبه یی ګټل.
اسیا یواځینی لویه وچه نه وه چې د تاریخ په اوږدو کښې فوټبال په کښې کېدې، د امریکا لوی وچی په جنوب کې هم د یو ربړی توپ په واسطه د فوټبال لوبه کیدل. همدارنګه یونانیانو او رومیانو هم فوټبال ته ورته لوبه درلودل. خو د دی لوبو په یو لوبډله کې ۲۷ لوبغاړو لوبه کول.
د فوټبال لوبې د ۱۰۰۰ م کال په شاوخوا کې اروپا ته لاره پیدا کړه.
څرنګه چې فوټبال اروپا ته لاره و موندل نو فوټبال دا اوسني لوبې ته ډېر ورته والی پیدا کړ، مګر دا لوبه بیا لوبغاړی خوږول، په هره لوبه کې به لوبغاړی زخمی کېدل، نو په همدی خاطر د لوړو طبقو خلکو د دی لوبې څخه بد راتلل.
د ۱۳۰۷- ۱۳۲۷ م کالو پوری د ایډوارډو پاچا په وخت کې په انګلستان کې د فوټبال لوبه بنده سوه. په هغه وختو کې، چې به هرچا دا لوبه کول نو د بند په سزا به محکومېدی مګر بیا هم خلکو له دی لوبې څخه لاس وا نه اخیستی.
فوټبال د پرمختګ په حال کې و، که څه هم د هغه وخت د نورو انګلیسې پاچاهانو لخوا هم د لوبې د نه کولو اعلان سوی ؤ.

د فوټبال منځ ته را تلل
د څو پیړیو د تېرېدو وروسته د فوټبال لوبه ډېره مشهوره سوه او نور د دی لوبې مخنیوی چا ونه کړ، د انګلستان په مکتبو کې د فوټبال لوبډلې جوړی سوی چې د یو بل په مقابل کې به يي لوبې کولې.
د متکب دباندی د ټورنمنټ د جوړولو نظرونه پیدا سول.
په ۱۸۶۳ م کال کې یو انګریزی چې ایبینیزیر کوب مورلی ( (Ebenezer Cobb Morleyنومیده د فوټبال د برنیس لوبډله ( (Barnes Clubتأسیس کوونکې و، یو غونډه یې جوړه کړه چې په هغه کې د هغه وخت د فوټبال لوبډلو تأسیس کوونکو برخه درلوده، دوی په کډه د فوټبال لپاره رسمی قوانین جوړ کړل، نو د ډیسمبر پر ۸ په ۱۸۶۳ کې د فوټبال لوبې رسمی قوانین تأسیس سوله. که څه هم وروسته په قوانینو کې تغیرات راغلل، خو د فوټبال تاسیس کوونکی ایبینیزیر کوب مورلی و نومول سوو.
د هغه وخت څخه د فوټبال شهرت ډېرېدې او اوس د نړۍ تر ټولو مشهوره لوبه ده.

د فوټبال نړیوال کپ (World Cup Football)
د دی لوبې د ډېر شهرت او د ډېرو لوبډلو یا کلبو د جوړیدو وروسته په ۱۹۰۴ م کال کې لومړی نړیواله لوبه په پاریس کې د فرانسی او بیلجیم تر منځ وسوه. د دی لوبی وروسته د فیفا (FIFA) یعنی د نړیوال فوټبال اداره په ۱۹۰۴ کې د می پر ۲۲ جوړه سوه. او په وروسته وختو کې د المپیک د لوبو یوه برخه سوه.
خو کله چې په ۱۹۳۲ م کال کې د امریکا د لاس انجلس د المپیک په لوبو کې د فوټبال د ټورنمنټ د نه جوړیدو اعلان وسو، نو فیفا فیصله وکړه چې د فوټبال نړیوال ټورنمنټ جوړ کړي نو د همدی فیصلی سره سم د لومړی نړیوال کپ لوبی د یوراګوای په هېواد کې په کال ۱۹۳۰ کې تر سره سوی. د دغه کپ لوبې په هرو څلورو کالو کې کېږی او د نړۍ د لوبو تر ټولو پیژندل سوی ټورنمنټ دی.

1 comment:

  1. د فوټ بال فایدی څه دی اګر چه دا لږه خطرناکه همده

    ReplyDelete

Translate