Showing posts with label د ادب نژی. Show all posts
Showing posts with label د ادب نژی. Show all posts

Monday, October 13, 2014

د یتیمانو حال


ته کلن منصور ته یې لس کلنې خور د مکتب بکسه غاړې ته ور واچوله؛ په مخ یې ښکل کړ، ورته یې ووې:- منصوره ورورکه په بکسه کې مې درته ډوډۍ هم ایښې، چې وږی شوې، نو بیا یې وخوره؛ اوس مکتب ته لاړ شه، چې ناوخته کېږي.منصور په خپل ځای ولاړ و؛ شېبه وروسته یې سر د "خه" په توگه وښوراوه او روان شو. مشره خور یې تر دروازې پسې لاړه.غرمه د کلي ټول ماشومان له مکتبه راغلل، خو منصور نه و راغلی. خور یې د گاونډیانو کورونه پسې وکتل، خو پیدا یې نکړ. غرمه ناوخته د منصور د ټولگیوال اسد کور ته ورغله؛ له هغه یې د منصور پوښتنه وکړه. هغه ورته وویل، چې له مکتب وروسته د هدېرې په لور لاړ. د خور یې اوښکې په سترگو کې را وخوټېدې او په اوښلنو سترگو د هدېرې په لور رهي شوه.منصور په هدېره کې د دوه څنگ په څنگ قبرونو تر منځ ویده و او په خوب کې یې له سلگیو سره خبرې کولې:"مورې ته خو شهیده شوې ابا مې هم درسره شهید شو؛ وگوره ستاسو د دواړو یوځای قبرونه دي، خو زه تاسو پسې خپه یم"د خور یې سترگې له اوښکو ډکې شوې؛ یوه شېبه یې د مور او پلار قبر ته ښه وژړل. وروسته یې منصور راپاڅاوه. د منصور په مخ له خوب مخکې د کړې ژړا د اوښکو نښې لا هم وې.د منصور پلار او مور د جلال اباد په خوږیاڼو کې له لسو نورو کلیوالو سره په یوځای د بهرنیو ځواکونو په بمبارد کې شهیدان شوي وو.
خدای دی زما د مور او پلار سره هم ښه وکړی او الله دی جنت فدوس ورنصیب کړی د ټولو مسلمانانو سره آمین.....

Wednesday, September 24, 2014

« خوب »

« خوب »
خوب مې لیده، چې د کعبې په شاوخوا ګرځم، طواف کومه
په چغو چغو ژاړم
او په ژړا ژړا کې
خدای ته سوالونه د وطن د ارامۍ کومه 
اوښکې مې څاڅي د کعبې د غولي
سپينو مرمرو باندې
له هرې اوښکې مې یو لمر جوړېږي
داسې یو لمر، چې د کعبې د څراغونو رڼا
به تتېدله ورته
له پلوشو به یې دا ټوله کعبه
لکه د لمر ځلېده
ګورم زما له سترګو
راڅڅېدلی هر لمر
زما پرمخ، زما ترشا، زما پر دواړو خواوو
راسره جوخت جوخت طوافونه کوي
خو سړی نه سوځوي
***********************************
خوب مې لیده همداسې
چې مې له سترګو نه د اوښکو پرځای
ژوندي، ژوندي سپین، سپین لمرونه څاڅي
او ما په خپلو پلوشو کې نغاړي
ما نه خپل ځان ورکېږي
زه هم یو پړک، یوه رڼا شم، یو سپین لمر شم هلته
د خپلو اوښکو په څېر
او د کعبې پر دېوالونو باندې
د خپل وجود د رڼاګانو ننداره کومه
ددغه خوب تعبیر به څوک راکوي ؟

Tuesday, February 4, 2014

درنې څپېړې/ احسان الله درمل




د روغتون مخې ته ګڼ پاېوازان راټول ول، د چا زوی، د چا پلار او د چا خپلوان زخمیان وو. ټول په یو ډول عاطفي حالت کې ډوب دي او د خپلو ناروغانو د ژوند لپاره دوعاګانې کوي، دا بیخي مناسب وخت دی، چې کوم سوالګر راشي او له دوی نه څه وغواړي، ځکه ټول ذهناً تیار دي، چې په صدقه د بلا دفع وکړي. له برې خوا نه دوه زبېښلي ماشومان وړاندې وروسته را روان دي، د مخکیني په لاس کې د ایشیدلو نخودو دېګ دی، چې د پلورلو لپاره یې ورسره ګرځوي او وروستی تش لاس ورپسې را روان دی.
دواړه ورو، ورو را لنډ شول او چې د پاېوازانو له منځه تېریدل؛ نو لومړی یې یو دم پر ځمکه راپرېووت، د نخودو دېګ یې هغې خواته ولوېد او نخود دانه، دانه د ګڼو خلکو په پښو کې توی شول. لویدلي ماشوم د میرګي د ناروغ په څېر حرکات کول، لاسونه او پښې یې شخ کړل او له خولې یې د لاړو ځګونه اېستل، سر یې یوه او بله خوا خوځېده او د لاسونو او پښو د قبض او بسط لوبه یې کوله. بل ملګري ماشوم یې له پښې بوټ ووېست او د هغه پوزې ته یې نږدې کړ، ګویا ده ته دا ټوټکه کوم ډاکتر ښودلې. د بوټ کاربن ډای اکسایډ د وینې د کاربن سویه لوړوي او دا د تنفسي مرکز د تحریک لپاره یوه تنبه ده.
د پاېوازانو ګڼه ګوڼه پر لویدلي ماشوم راټوله شوه او ټولو د زړه له تله د هغه د پر حال کېدو لپاره هڅې وکړې، ځینو له دوکانونو نه اوبه ورته راوتښتولې او ځینو یې لاسونه او پښې نیولي ول. زه له ماشوم سره نږدې شوم، د هغه حیاتي علایم ټول نارمل وو، حرکات یې د میرګي د ناروغ نه ول او هر څه یې په ارادي توګه تر سره کول. لږه شېبه وروسته ماشوم راکېناست او ټولو خلکو شکر وایست، چې یو ژوند بچ شو. ماشوم غلی او مظلوم ناست و، بې له دې، چې څه وغواړي، د خلکو لاسونه جیبونو ته ننوتل او ټولو پرې د پیسو باران وکړ. ماشوم د سترګو له کونجونو پیسو ته کتل، ورو، ورو یې راټولې یې کړې او غلی غوندې له خپل ملګري سره روان شو. خلک بېرته په خبرو شول او ما دواړه ماشومان لیدل، چې لږ لېرې یې پیسې سره ووېشلې.
دا اول ځل ندی، چې زه له داسې ماشومانو سره مخ کېږم، خو ددې ماشوم ډرامې ودردولم، د ځان لپاره یې جالب رول ټاکلی و او ملګری ماشوم یې هم تر ده کم نه و. هڅه مې وکړه، چې خلکو ته ددې ماشوم راز ونه وایم، ځکه ممکن یو وخت د میرګي له ریښتینو ناروغانو سره هم مرسته ونکړي، خو ماته یې یو سوال پیدا کړ او هغه دا چې: ولې افغان ماشومان د سوال کولو لپاره له ډراماتیکو اکټونو ګټه اخلي؟
فکر کوم انسان د تعقل او عواطفو له دوو متضادو قطبونو رغیدلی موجود دی. تعقل د حوادثو پر وړاندې له یوه پروسس وروسته منطقي عکس العمل ښیي، خو عواطف زیاتره وخت پرته له کوم پروسسه او په نا آګاهانه توګه تحریک کېږي. د خضر (ع) او موسی (ع) په کېسه کې لومړی د تعقل او تفکر په مټ ځینې ګټور کارونه کوي، چې ظاهراً د تاوان کارونه ایسي، خو دویم د عواطفو په مټ جدي غبرګونونه ښیي. وروسته چې هغه د خضر (ع) پر حکمت خبرېږي نو حیرانېږي. عواطف د ژوند او چاپیریال د بېلا، بېلو حوادثو په اړه تحریک کېږي او ددې تحرکاتو شدت د حوادثو له شدت سره مستقیمه اړیکه لري. ښه، بد، ښکلا، بدرنګي، غم، خوشحالي، رحم، ظلم، مظلوم، ظالم او لایتناهي نورو تنبهات دي، چې هر یو د عاطفې پر مرکز فشار راوړي او انسان یوه ځانګړي عاطفي حالت ته سپاري. د مظلومیت پر وړاندې د انسان عاطفي عکس العمل تل مرسته او ترحم وي، چې داسې ده، نو افغان یتیمان او په ښارونو کې کارکوونکي ماشومان خو پرته له هغې هم د نړۍ د مظلومو ماشومانو له ډلې دي، دوی ولې د خلکو د عواطفو د راپارېدو لپاره ډرامې کوي؟!
دا ځواب د انساني تاریخ پاڼې راکولی شي. هغه مهال، چې انسان لا دومره نه و وحشي او نړۍ د اوسېدو وړ وه، مظلومیت د عواطفو د تحرک لپاره یوه تنبه کېدای شوه، مګر ورو، ورو انسان د برلاسۍ احساس رالاندې کړ؛ د بل د لاندې کولو هڅه یې پیل کړه؛ د اوسپنې په څېر یو عنصر یې کشف کړ، چې وسله یې کړه او د نورو وژل یې ورته اسان کړل؛ توره په ټوپک، ټوپک په بم او بم په اتوم بدل شو او بالاخره د مرګ، جنګ، تشدد او تاوتریخوالي د وسایلو استعمال دومره مظلومیتونه وزېږول، چې د مظلومیت پر وړاندې یې د عواطفو حساسیت ټکنی کړ. مظلومیت زیات شو او د مظلومیت پر وړاندې د عواطفو حساسیت کم، دا باید د انساني ټولنې خاصه نه وای، خو چې تریخ حقیقت دی څنګه یې کوې؟ بېوزلان او مظلومان چې د بل انسان مرستې او ترحم ته اړتیا لري، باید په یو نه یو ډول د عواطفو له پلوه د مسخه شوي انسان پام او مرسته د ځان خواته راجذب کړي، مګر انسان چې عواطف یې متواترو ظلمونو او مظلومیتونو ځپلي بې غمه لکه بت په رډو، رډو ګوري او هېڅ حساسیت نه ښیي. بېوزلان او مظلومان مجبور دي، چې خپله بېوزلي او مظلومیت تر اصلي حالته شل چنده لوی وښیي، بیخي هغسې لکه موږ چې د کڼو خلکو لپاره اواز لوړوو او په لنډه توره پسې قدم اخلو.
د سوالګرو ماشومانو رنګارنګ ډرامې، چې د هغوی مظلومیت غټوي، ددې ثبوت دی، چې زموږ د عواطفو خوب اوس نو د مظلومیت په څاڅکي اوبو نه تښتي. دغه ډرامې زموږ د وخت د انسان د ضمیر پر مخ د پېغور تر ټولو لویې او درنې څپېړې دي، د اندېش په قول:
چې د خپل کور تیاره کې ګوته قدرې نشم لیدای
څه که زه والوتمه بره لمر ته ورسېدم

غم که هوس/ اجمل پسرلی


میرمن ینت کوا ماموره ده. دغه بوډۍ چکۍ درې کاله مخکې په هغه ورځ ما خپه لیدلې وه چې مور یې په نهه نوي کلني کې مړه شوې وه خو نن چې زه  د دې دفتر ته ورتلم زوی یې، ځوان زوی یې د زړه د حملې له امله مړ شوی و.
دروازه مې وټکوله. دې د تل په څیر تیز لبسیرین وهلي و، شپو خولۍ یې پر سر وه، سر یې راپورته کړ:
- څه کار دې وو بیا وروسته راشه اوس بوخته یم
له دې خبرې سره ینت کوا سر ښکته کړ او د کمپیوتر په کيبورډ یې لیکل پیل کړل.
ما غاړې تازه کړې ورته ومې ویل:
-  وبخښه کار مې نه درلود بس خوا مې بده شوه، ژوند دی
ینتکوا خپلې شنې سترګې ژر ژر ورپولې، چوکۍ یې راکش کړه مخ یې زما لور ته کړ او ژوره ساه یې واخیسته:
- ته پوهیږي چې هغه په موټر کې ناست و حمله پرې راغلې وه دومره څوک نه و چې روغتون ته یې ورسوي
- زموږ په دین کې دا خبره ده چې اجل راشي هغه وړاندې وروسته کیږي نه
- نه د اجل خبره نه وه، هلته څوک نه و، که چا تر روغتونه رسولی وای اوس به راته ګرځیده.
ینتکوا سړه ساه وایسته بیا یې وویل « بیخي د کور له وره سره حمله پرې راغلې وه ، موټر یې هم اړخ ته درولی و»
ما ورته وویل: دا ژوند همداسې دی، ته حوصله کوه چاره نه شته
د بوډۍ ینتکوا په سترګو کې اوښکې راغونډې شوې، ویې ویل: « په خپل کور کې مې زړه تنګیږي، اوس هیڅوک پکې نه وي که څه هم زوی به مې له کاره ستړی راته او د کمپیوټر شاته ته به ناست و خو زړه به مې تکیه و چې یو څوک خو شته اوس یوازې یم»
- هڅه وکړه چې کور بدل کړې
ینتکوا د میز له سره کاغذي دستمال ورواخیست اوښکې یې پاکې کړي بیا یې وویل:
- کور څرنګه بدل کړم په دې کور کې زما خاطرې دي هغه کونج ته چې میړه به مې پکې ناست و ګورم، خوند اخلم، یوه بل کونج ته چې زوی مې پکې ګرځیده ګورم درد احساسوم خو اوس دا دی دفتر ته راځم هڅه کوم چې دا غم هیر کړم او د زوی د درد له احساسه هم هغسې خوند واخلم لکه د میړه له یاده چې یې اخلم. د میړه له غمه مې هم د هغه د مرګ په لومړیو اونیو کې د درد احساس ډیر و خو اوس مې د میړه او مور مرګ منلی دی کاشکي مې زوی داسې ژر نه مړ کیده زما د عمر لږ شپې پاتې دي اوس ډیر وس نه لرم چې پر ځان فشار راولم او دغه درد په هوس بدل کړم.

Translate