کبیرخان: د پاکستان د سفر اصلي مقصد ښه تمرین کول دي |
Tuesday, 05 February 2013 16:17 | |
نوموړي زیاته کړه افغان او پاکستان
کرکټ بورډونو دیو لړ سیالیو دترسره کولو په توافق ددوې دروان سفر مقصد بدل
کړېدې،چې دتمریناتو ترڅنګ اوسمهال افغان لوبډله په تمریني سیالیو کې هم ښې
لوبې کوي.
ښاغلي
کبیرخان چې له لاهور څخه یی افغان سکور ویبپاڼې سره خبرې کولاې وویل چې
پاکستان ته دافغان لوبډلې دسفر اصلي موخه دلوبغاړو دبالینګ، بیټینګ،
فیلیډینګ او فټنس کچې ښه والې دې چې لومړې یی د لوبغاړو په فټنس، ورپسې په
فیلډینګ او اوسمهال د پاکستان کرکټ ملي اکاډمۍ دروزونکو اعجازاحمد او مسعود
رانا ترروزنې لاندې په پرمخ تللو اسانتیاوو کې کوښښ کیږي ترڅو دافغان
لوبغاړو دبیټینګ خامیانې هم لرې شي.
ښاغلي
خان زیاته کړه داچې اوسمهال دنړۍ مخکښې لوبډلې پاکستان سره په پاکستان کی
سیالیو ته زړه نه ښه کوي نو له همدې کبله یی افغانستان سره دخپلې یو شمیره
ملي لوبغاړو په شتون کې دپاکستان الف لوبډلې په تشکیل یو لړ سیالۍ برابرې
کړې او ددوې دسفرمقصد یی تقریبا بدل کړ.
نوموړي
زیاته کړه چې دنوموړي مقصد دادې ترڅو ځوانان ورزوي او داچې دپاکستان الف
لوبډلې خلاف دافغانستان د 4 مشهوره لوبغاړي هم نه وي نو دراتلونکي لپاره
لدې څخه ښه موقع نه ګوري چې دنوو ځوانانو استعدادونه وازمایي ځکه وړاندې
روان کال دوې ته مهمې سیالې په مخ دي او دلوبغاړو ازموینه به پکښې ناشوني
وي.
کبیرخان وویل چې نوموړې به پدی ډیر
خوشحاله شي ترڅو د پاکستان دیو شمیرنړیوال شهرت لرونکې ټیسټ لوبغاړو په
شتون کې دافغانستان ریښتوني الف کرکټ لوبډله دځوانانو په تشکیل کې دپاکستان
الف لوبډلې ته ماتې ورکړي.
نوموړي زیاته
کړه چې پدې فکر کې ندې ترڅو دخپلو مشهوره لوبغاړو قوي ټیم دپاکستان الف
لوبډلې خلاف ولوبوي او دهغوې څخه د 2011 کال دماتو غچ واخلي، بلکې ټول کوښښ
یی دادې ترڅو ځوانان ښي او وکولای شي دخپلو مشهوره لوبغاړو په نه شتون کې
هم دپاکستان په وړاندې بریاووې خپلې کړي.
ښاغلي
خان زیاته کړه چې په افغان لوبغاړوکې کافي بدلون راغلې دې او نوموړې ترې
دیوه روزونکي په توګه بی حده ډیرخوشحاله دې چې پایله به یی دپاکستان الف
لوبډلې خلاف په ژوندیو سیالیو کې وکتل شي.
نوموړي
دغه راز وویل چې نبی عیسی خیل ، شاپور ځدران ، سمیع الله شینوارې او حمید
حسن دافغانستان ملي لوبډلې (سوپرسټارز) لوبغاړي دي خو نوي ځوانان به دتوقع
برابره لوبه نندارې ته وړاندي کړي.
ټاکل شویده دافغانستان کرکټ غوره لوبډله سبا د خپلو 6 یو ورځنیو او شل اوریزه لوبو په لړۍ کې لومړۍ سیالۍ په حیدراباد کې ترسره کړي.
|
No comments:
Post a Comment