افغان کرکټ بورډ: روح الله ترهخیل به په ازمایښتي توګه منیجروي |
Tuesday, 05 February 2013 16:58 | |
د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي
مشرډاکټر نُورمُحمد مُراد ومنله چې دروح الله ترهخیل په نوم یو کس یی
دازمایښتي دورې لپاره دافغانستان الف کرکټ لوبډلې منیجر ټاکلې دې.
نوموړي
وویل چې دنورې نړۍ په څیر دملي لوبډلې پرته دښکته لوبډلو (پوسټونه) ټول
افتخاري وي چې ښاغلي ترهخیل به هم دنولس کلنې لوبډلې سره په تمریني کیمپ
کې چې په نږدې راتلونکې کی به په هندوستان او یا هم پاکستان کې په لاره
واچول شي داوسني منیجر شیراغاهمکار سره په ازمایښتي توګه مل وي.
ښاغلي
مُراد زیاته کړه چې په لومړي سفر کې به ښاغلي ترهخیل دالف لوبډلې منیجر
سره د 3 میاشتو لپاره د ازمایښتي منیجر په توګه مل وي خو هغه خبرې یی رد
کړې چې ګواکې نوموړې یی د مولوي په غوښتنه دالف لوبډلې منیجرۍ ته ټاکلې
دې.
ښاغلي زیاته کړه چې روح الله ترهخیل
دافغانستان کرکټ بورډ اجرايوي څوکۍ خپلولو په موخه هم ځان نوماند کړې وو
خو دغه دنده یی ترلاسه نکړې شوه چې ددې وروسته یی له افغان کرکټ بورډ څخه
وغوښتل دالف لوبډلې دمنیجرۍ په ګډون دې ترې دکرکټ بورډ په اداره کې په
افتخاري توګه کارواخیستل شي.
نوموړي زیاته
کړه چې دښاغلي ترهخیل څخه دکرکټ بورډ یوې کمیټې ازموینه اخیستې ده او
ازموینې وروسته یی د 3 میاشتو امتحاني منیجرپه توګه ګمارلې دې.
په
همدې حال کې دافغانستان کرکټ بورډ دلوړو مهارتونو دڅانګې مسوول
بشیرستانکزي افغان سکور ویبپاڼې ته وویل چې که څه هم ښاغلي ترهخیل به د
نوموړي ترڅارنې لاندې کار کوي خو د ترهخیل په ګمارنه کې له ده سره هیڅ ډول
مشوره نده شوې.
د ښاغلي ستانکزي پر وینا
چې نړیوال اصول دادې چې باید روزونکي او منیجران د کرکټ لوبډلو دښوو لاسته
راوړنو په موخه دده دڅانګې لخوا کرکټ بورډ مشرتابه ته معرفي او بیا په دنده
وګمارل شي خو افغان کرکټ بورډ کې دپخوا راهیسي دا رواج نشته.
پخپله
روح الله ترهخیل افغان سکور ویبپاڼې سره په مرکه کې وویل چې د کلونو
راهیسې د کرکټ لوبغاړې پاتې شویدې او ددی لوبې پوره پوهه لري.
نوموړي
زیاته کړه چې دافغانستان په دولتي او غیردولتي ادارو کې یی په لوړو
معاشونو کار کړیدې خو کرکټ سره دځانګړې مینې له کبله یی کرکټ بورډ کې
افتخاري کارکول غوره کړيدي.
ښاغلي ترهخیل
وویل چې له مولوي ترهخیل سره خپلوي لري خو کرکټ بورډ کې د دندې ترلاسه
کولو په موخه یی د هیچا غیرمشروع مرسته نده ترلاسه کړې.
دافغانستان
کرکټ بورډ اجرایوي مشر افغان سکور ته وویل چې د افغانستان الف لوبډلې سره
تردې دمه ټول مل روزونکي افتخاري ول او په کرکټ کې ټول منیجران تر ولایتي
کچې د کرکټ لوبې لومړنۍ پوهې لري او ښاغلې ترهخیل دکابل د حقوقو پوهنځي
څخه فارغ او په یوشمیر دولتي او نړیوالو موسسو کی یی زده کړې ترلاسه کړيدي.
ښاغلي
مُراد د کرکټ مینه والو ته چې په افغان کرکټ بورډ کې افتخاری کار ته
لیواله دي زیرې ورکړ چې په اداري چارو کې د وړو مسلکي افتخاري کسانو ګمارنۍ
لړۍ به پیل کړي.
|
No comments:
Post a Comment