راشد لطیف :دافغانستان او پاکستان کرکټ اړیکي باید پراخې شي |
Sunday, 03 February 2013 17:30 | |
نبي عیسی خیل یو برابر نړیوال کرکټر دې ، دوقار یونس دیاد تازه کیدو لپاره د دولت ځدران لوبه ننداره کړۍ
دپاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان او دافغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني روزونکي راشد لطیف په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي دي چې پاکستان ته دافغانستان کرکټ ملي لوبډلې سفر دواړو هیوادونو ته ډیر ګټور دې او باید چې دغسې سفرونه دوام پیدا کړي.
ښاغلي
لطیف چی تیره ورځ یی دپاکستان مخکښ ورزشي تلویزون جیوسوپر سره خبرې کولې
زیاته کړه چې اوسمهال دافغانستان کرکټ په نړیوال کچه شهرت پیدا کړیدې او دا
دپاکستان لپاره چې نړۍ ترې ځان ګوښه کړیدې یو ښه زیرې دې چې دنړیوالو
لوبغاړو په شتون کې دافغانستان کرکټ لوبډله پاکستان ته په سفر ورځي.
دیادونې
وړ ده چې د څوو کلونو راپدیخوا دکرکټ نړۍ څخه پاکستان جلا پاتې دې او
دافغانستان پرته دنړۍ یوه لوبډله هم پاکستان سره پاکستان کې سیالیو ته زړه
نه ښه کوي.
اوسمهال دافغانستان کرکټ ملي
لوبډله دتجربه کاره او ځوانانو لوبغاړو په تشکیل کې دتمریناتو په موخه
پاکستان کې ده او ټاکل شویده دفیبرورۍ له 6 مې نیټې څخه تر 11 مې نیټې
دپاکستان الف لوبډلې په ګډون دغوره لوبډلو سره شل اوریزه او یو ورځنۍ سیالۍ
ترسره کړي چې دپاکستان تلویزون څخه به هم په ژوندې بڼه خپرې شي.
ښاغلي
لطیف دیوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په افغانستان او افغان لوبغاړو سره
یی ددوې په روزنه کې وخت تیر کړې دې او د سلګونه کلونه پخوا د علامه اقبال
خبرې ریښتوني دي چې دافغانستان په خاوره کې بی سارې استعدادونه شتون لري چې
یواځې راویستلو ته اړتیا لري.
نوموړي
زیاته کړه چې دده په روزنه کې دافغانستان کرکټ ملي لوبډلې اوسنې نامتو
تیزبالر دولت ځدران او اوپنر بیټسمین جاوید احمدي دافغانستان ملي لوبډلې ته
راوستل شول چې ځانګړې استعدادونه لري.
ښاغلي
لطیف وویل چې که څه هم وقار یونس له کرکټ څخه ګوښه شوې خو دوقار یونس مینه
وال کولاې شي چې دوقاریونس څیره او بالینګ څخه ددولت ځدران په لوبه کې
خوند واخلي.
دخبریال دپوښتنې په ځواب کې
چې ایا د 4 افغان تکړه لوبغاړو په نه شتون کې به دافغانستان اوپاکستان الف
لوبډلو ترمینځ سیالۍ یو اړخیزه نه وي نو دراشد لطیف ځواب داوه چې په ریښتیا
هم چې شاپور ځدران ، نبی عیسی ، حمید حسن او سمیع الله شینواري دافغانستان
تکړه لوبغاړي دي خو که نبی عیسي خیل دپاکستان الف لوبډلې خلاف سیالیو
لوبولو په موخه پاکستان ته ستون شي نو سیالۍ به ځانګړې خوند پیدا کړي.
ښاغلي
لطیف دغه راز وویل چې دافغانستان ټول لوبغاړي ځانګړې وړتیاوې لري چی په
نشتو امکاناتو یی ځانونه اوسني نړیوال شهرت ته رسولي خو نبی عیسی خیل
دافغانستان په لوبډله کې په نړیوال معیار برابر لوبغالې دې چې کولای شي
دنړۍ هرې لوبډلې خلاف دیوه نړیوال کرکټر په توګه لوبه وکړي او لوبې ته خوند
ورکړي.
دجیو سوپرتلویزون دپوښتنې په ځواب کې راشدلطیف خبر ورکړ چې کیدای شي چې یوځل بیا افغانستان ته راشي خو دا یی ونه ویل چې دڅه لپاره؟
|
No comments:
Post a Comment