سویلی افریقې په سترې بریا له نوی زیلینډ څخه سیریزوګاټه |
|
|
|
Monday, 14 January 2013 14:52 | |
دیادونې وړ ده چې دا د 2008 کال وروسته دهغې نه چې سویلی افریقی بنګله دیش ته په ټولو ټیسټ لوبو کې ماتې ورکړې لومړې ځل وو چې سویلی افریقه کومه ټیسټ کرکټ لوبډله (وایټ واش) کوي. پدې سره دسویلی افریقی کوربه لوبډلې دروانو ټيسټ لوبو سیریز 2-0 وګاټه او په ټیسټ کرکټ کې یی خپل لومړې مقام لاپسې ټینګ کړ. په سیالۍ کې سویلی افریقی په لومړي وار کولو سره د ایلګر ، هاشم املا او ډوپلیسیس دسلیزو په مټ 525 منډو لوبه نوی زیلینډ ته په پریښوده چې په دوه وارونو کې هم نوی زیلینډ دغه هدف پوره نکړای شو چې په لومړي وار په 121 او په دوهم وار په 211 منډو وسوځیده. دنوی زیلینډ لپاره یواځې ویکټ ساتوونکې واټلینګ دخپل ځان لپاره څه ناڅه لوبه وکړه او په دوه وارونو کې یی دوه نیمه سلیزې جوړې کړې خو دلوبډلې په ګټه یی رانغلې. دسویلی افریقی لپاره تیزبالر ډیل سټین په لومړي وار 5 او په دوهم وار 3 ویکټې ترلاسه کړې او په 8 ویکټو سره دسیالۍ غوره لوبغاړې هم اعلان شو. ددې وړاندې په لومړۍ ټیسټ لوبه کې هم سویلی افریقې په یوه وار او 27 منډو او له هغې وړاندې یی شل اوریزه لوبې 2-1 بریا سره ګټلې وې. ټاکل شویده ترڅو دروان سفر دیو ورځنیو سیالیو سیریز به دجنورۍ په 19 مه نیټه په پورټ ایلیزبت لوبغالي کی پیل شي. |
No comments:
Post a Comment