Tuesday, January 15, 2013

afghan cricket news

حمید حسن اومحمد شهزاد دنړۍ د 18 غوره لوبغاړو ډله کی شامل شول PDF Print E-mail
Monday, 14 January 2013 11:37
دواړه لوبغاړي په رسمي توګه دپاکستان په کورنیو پیلیدونکو شل اوریزه سیالیو کې دنړۍ دمخکښو لوبغاړو په ډله کې اخیستل شويدي.
دپاکستان کرکټ بورډ تیره ورځ په لاهور ښار کې د هغو 18 بهرنیو لوبغاړو او 5 لوبډلو نومونه اعلان کړل چې دپاکستان لومړي پړاو (سپرلیګ) کرکټ شل اوریزه لوبو کې ولوبیږي.
پدې سیالیوکې کې به د 5 لوبډلو کپتاني شاهد افریدي ، مصباح الحق ، محمد حفیظ، کامران اکمل او شعیب ملک په غاړه ولري.
دپاکستان کورنۍ شل اوریزه لومړې پړاو ټورنامنټ به دروان کال مارچ میاشتې په 26 مه نیټه یواځې په لاهور ښار کې ترسره شي.
دپاکستاني رسنیو دمعلوماتو له مخې چې ددې سیالیو لپاره په 18 ممکنه بهرنیو لوبغاړو په ډله کې له افغانستان څخه تیزبالر حمید حسن مومند چې ورځ تربلې دیوه کلن ټپی کیدو وروسته نړیوال کرکټ ته په داخلیدو دې او ورسره تکړه اوپنر بیټسمین او ویکټ ساتوونکې محمد شهزاد محمدي ، سریلانکایی لسیت ملینګا ، انډریو سایمنډ ، عمران طاهر، هاشم املا ، بریډ هوګ ، براډ هوج ، جون هیسټینګز، سکاټ سټایریس، اویس شاه ، مارلون سیمویلز، رام نریش سروان ، کرس ګیل ، سونیل ناراین ، سنت جی سوریا ، ایسور اوړان اوهارورډ شامل دي.
په همد ې حال کې بیا دافغان سکور دپوښتنې په ځواب کې څو ورځې وړاندې افغان کرکټ بورډ ویلي وو چې دپاکستان لومړي لیګ سیالیو کې دافغان لوبغاړو دلوبیدو په اړه نه افغان لوبغاړو او نه دوې سره اړیکه نیول شویده.

No comments:

Post a Comment

Translate