سچن ټنډولکر هم خپل ځوې په لوبډله کې ځای نشي پیدا کولاې |
|
|
|
Monday, 14 January 2013 11:09 | |
دیادونې وړ ده چې د لیټل ماسټرهندوستاني سچن ټنډولکر ځوې ارجن ټنډولکر د( ویسټ زون ) لوبډلې خلاف لوبیدو لپاره په 14 کلنه لوبډله کې واخیستل شو. دهندوستاني رسنیو دمعلوماتو له مخې چې دهغو ځوانانو کورنۍ او خپلوان دلیټل ماسټر سچن ټنډولکر دځوې ارجن په ټاکل کیدو ځکه په قهر دي چې بچیانو یا خپلوانو یی د ارجن په پرتله ښې لوبې نندارې ته وړاندې کړیدي خو لوبډله کې ندي اخیستل شوي. یوی هندي رسنۍ دهغه ځوان بهوپن لالواني هغه بی سارې کارکردګۍ ته اشاره کړیده چې دهندوستان دیوی لوبډلې خلاف یی په 277 بالونو 398 منډې جوړې کړې ، او همدارنګه دسپنرسټاک پټیل یادونه هم شویده چې دبی سارې لاسته راوړنې سره سره یی لوبډله کې ځای ندی خپل کړی. دیادونې وړ ده چې ارجن ټنډولکر دممبۍ 14 کلنې فوټبال منتخبې لوبډلې لپاره دلوبیدو په موخه په ازموینه کې 124 منډې جوړې کړې او پدی وروستیو کې یی بیا 70 منډې دیادولو وړ دي. دځینو کورنیو او انتقاد کوونکو دریځ دا هم وو چې ارجن ته لدې کبله په منتخبه لوبډله کې دلوبیدو موقع ورکړل شویده چې پلار ټنډولکر یی سترکرکټر دي او دهغه په زور ورته دټاکوونکې ډلګۍ لخوا په منتخبه لوبډله کې دلوبیدو چانس ورکړل شویدې. |
No comments:
Post a Comment