دګرس ګیل ګواښ : جنګ لا پاتې دې ملګریه |
|
|
|
Monday, 14 January 2013 10:02 | |
دویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې برید کوونکي لوبغاړي کرس ګیل چې داسټرالیا کورنیو کرکټ سیالیو لپاره یی دویسټ انډيز کورنۍ کرکټ سیالۍ قربان کړې دسیډني سیکسرز لوبډلې کپتان براډ هیډن ته ګواښ کړی دې چې په اسټرالیا کې یی دبیګ باش سیالۍ پای رسیدلې دي خو بیا به هم له خپلې ملي لوبډلې سره اسټرالیا ته ورشي. دیادونې وړ ده چې کریس ګیل روان کال داسټرالیا په کورنیو (بیګ باش) سیالیو کې له سیډني تهندر لوبډلې سره لوبه کوله چې دغه لوبډله په ټولو ترسره شویو سیالیو کې له ماتو سره مخ شوه. کرس ګیل ګواښ کړیدې چې په لوبغالي کې به یی له براډ هیډن سره جنګ پای ته ونه رسیږي. ددواړو لوبغاړو ترمینځ لفظي شخړو هغه وخت زور واخیست کله چې دکرس په بال براډ هیډن وسوځیده او دهغې وروسته براډ هیډن رسنیزه غونډه کې وویل چې ددومره پیسو په ورکولو سره دا ښه کار وشو چې اخرهم دکرس ګیل مینه والو دهغه څخه څه ناڅه کارکردګي ولیده. ددې شخړه ایزو خبرو وروسته ګرس ګیل په ټویټر کې پیغام ورکړ چې له براډ هیډن سره به یی په لوبغالي کې جنګ روان وي خو په خپله کارکردګۍ ډیر خواشینې دې. دیادونې وړ ده چې دویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله له دراتلونکې فیبرورۍ په 5 مه نیټه دسیالیو په موخه اسټرالیا ته ولاړه شي. ګرس ګیل هیلمند چې له ملي لوبډلې سره به اسټرالیا ته ولاړ شي او ددی تمه لري ترڅو براډ هیډن هم داسټرالیا په ملي لوبډله کې ددوې خلاف ولوبیږي. |
No comments:
Post a Comment