Saturday, 19 January 2013 10:05 | |
نبی عیسی خیل دافغانستان په کرکټ تاریخ کې لومړې لوبغاړې وشمیرل شو چې دپیسو په بدل کې پداسې سترو تجارتي سیالیو کې لوبه ترسره کوي. دنوموړي وړاندې افغان تیزبالرحمید حسن مومند هم تیرکال دبنګله دیش سیالیو لپاره واخیستل شو خو بخت ورسره یاري ونکړه ټپی شو او لاهم دنړیوال کرکټ پیلولو انتظار باسي. دافغانستان کرکټ ملي لوبډلې منیجر ښاغلي شفیق ستانکزي افغان سکور ته وویل چې دڅوو ورځو راهیسي دنبی عیسی خیل په اړه له بنګله دیشي چارواکو سره په خبرو وو چې اخرهم دنبی عیسی خیل دسترو تجارتي سیالیو لوبولو خوب یقیني شو او نوموړې تیره ورځ په لومړۍ سیالۍ کې د بنګله دیش ملي لوبډلې دکپتان مشفیق الرحیم په مشرۍ دسیلهیټ رویلزلوبډلې لپاره ولوبیده. نبی عیسی خیل دتیرې چهارشنبې په ورځ بنګله دیش ته ورسید. نبی عیسي چې په لوبغالي کې له ټولو بهرنیو او بنګله دیشي لوبغاړویی ښه اندام او قواره لرله ترڅنګ یی له ډیرو لوبغاړو ښه وړتیا نندارې ته وړاندې کړه. که څه هم دنبی عیسی خیل دبی رحمه بیټینګ څخه دباریسال برنرز لوبډله په امان کې شوه او دیوه غټ شارټ دوهلو په کوښښ کې یواځې په 4 بالونو د 2 منډو میلمه وو چې په (لانګ ان) کې یی خپله ویکټ په کیچ ورکولو له لاسه ورکړه خو په بالینګ ېې غټ زړه او دکپتان مشفیق الرحیم اعتماد له ځان سره درلوده چې نوموړې پداسې حال کې اورونه ترسره کړل چې ډیرکم بالران ورته زړه ښه کوي. نوموړې په ډیره ښکلې توګه چې بال د پرښې په لویدو سم په لاس کې هم نه ساتل کیده 3 اورونه په لومړي سر کې ترسره کړل او دخپلې لوبډلې لپاره یی د باریسال برنرز کپتان الوک کپالي او ورپسې بل لوبغاړې شووګاټا له مخې پورته کړل چې بیا دباریسال لوبډلې دبریا هیڅ کوښښ ونکړ او ددوې ټول پلانونه دنبي عیسی خیل په لومړیو دوه ویکټو تس نس شول. نبی عیسی خیل ورپسې بیا دلوبې په مینځ کې په ښکلې ترو سره یو لوبغاړې په منډه کې وسوځاوه او بیا یی دلوبې وروستې اور ترسره کړ او یواځې 2 منډې یی دسیالې لوبډلې په واک کې ورکړې. نبی عیسې خیل دسلهیټ په ګټه 4 اورونه ترسره کړل چې د 15 منډو په ورکولو یی 2 ویکټې ترلاسه کړې چې دلوبې ترټولو غوره بالینګ وشمیرل شو. دلوبې وروسته دسلهیټ رویلزلوبډلې کپتان مشفیق الرحیم هم له افغان ال راونډر نبي عیسی خیل څخه خوښ ښکاریده چې دنوموړي دبی سارې بالینګ یادونه یی وکړه چې په پاور پلې کې یی په ښکلې توګه اورونه ترسره کړل او ددوې لپاره یی دوه مهمې ویکټې ترلاسه کړې. دیادونې وړ ده چې دسلهیټ رویلزلوبډلې تیرکال بنګله دیش پریمیرلیګ سیالیو کې یواځې 2 لوبې ګټلې وې او له ټولو لوبډلو شاته پاتې وه خو داځل دافغان لوبغاړي نبی عیسی خیل په هراړخیزه لوبې سره افغانان هم دسلهیټ رویلزلوبډلې دبریا په تمه دي. |
Monday, January 21, 2013
m.nabi
Subscribe to:
Post Comments (Atom)
No comments:
Post a Comment