سمیع الله او شاهپور نن شپه بنګله دیش ته روانیږي |
Saturday, 19 January 2013 17:22 | |
دواړه د بنګله دیش لومړي لیګ سیالیو لپاره انتخاب شوي دي او نن شپه به له پاکستان څخه بنګله دیش ته روان شي.
دافغانستان کرکټ بورډ اجرایوي مشر ډاکټر نورمُحمد مُراد افغانسکور وبپاڼې سره په خبرو کې وویل چې مشر روزونکي کبیرخان دواړو لوبغاړو ته په بنګله دیش لومړي لیګ سیالیو کې د لوبیدو اجازه ورکړی ده او هم افغان کرکټ بورډ دواړو لوبغاړو ته دافغانستان کرکټ بورډ لخوا (این او سي) د ایمیل له لارې ورلیږلې ده.
ښاغلي مراد وویل چې سمیع الله شنیواری او شاهپور ځدراڼ به دب نګله دیش لومړي لیګ سیالیو په ترڅ کې د خولنا رویلز بنګال لوبډلې په ګټه سیالۍ ترسره کړي، خو د دواړو لوبغاړو د تړون شویو پیسو په اړه یی معلومات ورنکړل.
د یادونې وړ ده چې د خولنا رویلز لوبډله بیګا شپه د سیالیو په لومړۍ لوبه کې د دفاعي اتلې ډهاکه ګلیډییټر لخوا له ماتې سره مخ شوه.
ښاغلي مراد په بنګله دیش لومړي لیګ سیالیو کی د افغان لوبغاړو لوبیدل د افغانستان کرکټ بورډ او په ځانګړې توګه لوبغاړو او د کرکټ مینه والو ته له معنوي او مادي ګټو څخه ډکه لاسته راوړنه یاده کړه.
نوموړي زیاته کړه چې په نورو هیوادونو کې په داسی تجارتي سیالیو کې لوبیدل د لوبغاړو شخصي کارونه وي خو افغان کرکټ بورډ خپلې هلې ځلې وکړې ترڅو افغان لوبغاړو ته پداسی سترو سیالیو کې د لوبیدو زمینه برابره کړي.
ښاغلي مراد زیاته کړه چې افغان لوبډله په پاکستان کې په تمریناتو بوخته ده او داړتیا په صورت کې که د پاکستان کرکټ ملي لوبډله یا الف لوبډله له افغان لوبډلې سره رسمي سیالیو ته غاړه کیږدي نو دواړه لوبغاړي به بیرته سیالۍ پریږدي او له ملي لوبډلې سره به په پاکستان کې یوځای شي.
نوموړي وویل چې پداسی سترو سیالیو کې لوبغاړي د سترو لوبو تجربه ترلاسه کوي او هم په مادي توګه تقویه کیږي چې د افغانستان په کرکټ مثبته اغیزه کوي.
د بنګله دیش په لومړي لیګ سیالیو کې هغه مهال افغان لوبغاړو ته د ګډون زمینه برابره شوه چې د پاکستان کرکټ بورډ خپل یو شمیر لوبغاړي په دغو سیالیو کې له ګډون منع کړل.
|
No comments:
Post a Comment