بریسبان هیټ لوبډله د بیګباش سیالیو اتله شوه |
Saturday, 19 January 2013 19:17 | |
د استرالیا کورني کرکټ د بیګباش سیالۍ چې تیر زیږدیز کال د ډیسیمبر میاشتې په 7مه نیټه د 10 لوبډلو په ګډون پیل شوی نن د بریسبان هیټ لوبډلې په اتلولې پای ته ورسیدې.
له سختو او په زړه پور سیالیو وروسته بریسبان هیټ او پیرت سکورچیرز د بیګباش ټورنمنټ فاینل یا پایلوبې ته لار پيدا کړه چې په ترڅ کې ېې بریسبان هیټ لوبډلې د 34 منډو په توپیر پیرت سکورچیرز لوبډله په ګونډو کړه.
بریسبان لوبډلې د پچې یا ټاس په ګټلو سره د لومړي بیټینګ کولو پریکړه وکړه چې په پوره 20 اورونو کې د 5 لوبغاړو په مټ 167 منډې جوړی او سیالی لوبډلې ته یې د 168 منډو هدف ورکړ.
د بریسبان له خوا مخکښ بیټس مین یا توپ وهونکی جوی بورنز وو چې 27 بالونو ته ودرید او 43 منډې یی جوړی کړی.
د هدف تر لاسه کولو له پاره د پیرت لوبډله د بریسنان بالرانو مقابله ونشوه کړای او د 20 اورونو له لوبولو وروسته یې د 9 لوبغاړو په سوزیدو 133 منډې تر لاسه کړی.
که څه هم د بریسنان هیټ لوبډلې تکړه او تخنیکي بالر ناتن هوریټز د کومې ویکټي په اخیستلو بریالی نه شو خو په حیرانونکې توګه د لوبې د آمپایرانو له خوا د لوبې غورا لوبغاړی یا مین آف دی میچ وټاکل شو.
ناتن هوریټز په خپل شانداره بالینګ سیاله لوبډله له ډيرو منډو راایساره کړه او تر څنګ یې درې نا ممکنه کیچونه تر لاسه کړل چې د غوره بالینګ او فیلډينګ له کبله د لوبې غوره لوبغاړې ونومول شو.
|
No comments:
Post a Comment