Sunday, 20 January 2013 12:11 | |
په روانو سیالیو کې کوربه هندوستان د انګریز لوبډلې خلاف 2-1 مخکیوالې لري. دتیرې ورځې په دریمه یو ورځنۍ سیالۍ کې هندي کپتان دپچې په ګټلو سره انګلستان ته دلومړې لوبې کولو بلنه ورکړه چې یو ځل بیا دهندي بالرانو په وړاندې دهیڅ ځواب نه وه چې په وار وار یی ویکټې له لاسه ورکړې او ان تردې چې ټوله لوبډله په 155 منډو وسوځیده. دانګلستان لپاره مخکښ لوبغاړې جوو روټ په 39 منډو مخکښ بیټسمین وو خو دهند لپاره په بالینګ کې بیا روینډر جډیجا 3 خو اشوین او شرما بیا دوه دوه ویکټې ترلاسه کړې. ددې په ځواب کې دهند لوبډلې بغیر له کومې منډې اوپنر ریهانې له لاسه ورکړ خو هندوستان په اسانۍ سره د ویراټ کوهلي د 77 ناسوځیدلو منډو په مټ هدف دلوبې په 29 م اور کې ترلاسه کړ او په 7 ویکټو یی ستره بریا خپله کړه. دلوبې غوره لوبغاړې ویراټ کوهلي ونومول شو چې د ډیرو لوبو وروسته یی لومړۍ نیمه سلیزه پوره کړه. دغه سیالۍ دهندوستان دکپتان ډهوني په ټاټوبي رانچي کی ترسره شوه چې پکښې دلومړي ځل لپاره نړیواله یو ورځنۍ سیالۍ کیدله. |
Monday, January 21, 2013
eng vs india
Subscribe to:
Post Comments (Atom)
No comments:
Post a Comment