د پند او عبرت قصه ضــــــــــرور یی ولولۍ یو څه تری زده کړی او ملګرو سره یی هم شریک کړی!!!>
وای دعباسي خلیفه هارون الرشید په زمانه کې یو لیونی و بهلول نومیدی ، یوه ورځ هارون په یوه هدیره تیریدی ، بهلول یې ولید چې په یو ه قبر باندي خرامان ناست دی ، هارون یې خواته ودریدی اوپه غوسه یې ورته وویل : بهلوله لیونیه! ستا سرته به کله عقل راځې؟!
بهلول له قبر نه ټوپ کړ او خواته ولاړه یوې وني ته وخوت ، د وني له سره یې پر هارون کړیکه کړه : هارونه لیونیه! ستا سرته به کله عقل راځې ؟! هارون پر اس سپور و دوني بیخ ته ورنږدي شو او ورته ویې ویل : زه لیونی یم او که ته چې په هدیره کې په قبر دپاسه ناست یې ؟؟ بهلول ورته وویل : زه لیونی نه یم عاقل یم
هارون وویل : څنګه ؟ بهلول وویل : زه پوهیږم چې هغه ( دهارون ماڼۍ ته یې نغوته وکړه) ختمیدونکي ده او دا ( قبرته یې اشاره وکړه) پاته دی ، نو دا پاته کیدونکی شی مې له ختمیدونکي شې مخکي ځان ته تیار کړی دی ، او تا ختمیدونکی شی (ماڼۍ) مخکي تیار کړی ده او دا (قبر) دي خراب پري ایښی ده ، په داسي حال کې چې ته ښه پوهیږې چې هغه وداني به یو وخت پرېږدې او دي قبرته به راځې او زیاته یې کړه : راته ووایه چې زه لیونی یم که ته ؟؟ د بهلول په خبرو دهارون بدن پړک واخیست ، اوښکي یې رواني شوې آن چې ژیره یې په اوښکو لنده شوه او بهلول ته یې وویل : په خدای سوګند ته رښتینی یې
بیایې بهلول ته وویل : یوڅه نور نصیحت راته وکړه ؟ هغه ورته وویل : دخدای کتاب (قرانکریم) ټینګ ونیسه هغه کافي ده!!!
هارون ورته وویل : څه اړتیا لرې چې زه یې درپوره کړم ؟
بهلول : هوکي ! دریو شیانوته اړتیا لرم که دي راپوره کړل منندوی به دی یم ،
هارون : وغواړه هغه څه شی دی ؟
بهلول : زما عمر یوڅه رازیات کړه ،
هارون : دا زماپه وس کې نشته ،
بهلول : دمرګ له پرښتي مې وژغوره ،
هارون : دامې هم په وس کې نشته ،
بهلول : له جهنم نه مې لرې او جنت ته مې نږدي کړه ،
هارون : دا هم زما دوس خبره نده ،
بهلول : نوخپله لار وهه تاته اړتیا نلرم !!!
آسانه لار دا ده چي دا پیغام نورو ته ورسوه کېدلی شي ستا په ویلوڅوک عمل وکړي!! دغه مبارکی خبری په خپل ورځني ژوند کی د عمل په هيله وکړي.!!! لطفا د ثواب په نیت مو ملګرو سره شریک کړۍ

No comments:
Post a Comment