Friday, January 31, 2014

د رسول الله عاشق ثوبان رضی الله عنه


د رسول الله عاشق
ثوبان رضی الله عنه

امام القرطبي رحمه الله لیکلي: ثوبان رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم مريي و، له رسول الله سره یې سخته زیاته مینه لرله، یوه ورځ دی رسول الله ته په داسي حال کې راغی چې رنګ یې تغیرشوی، بدن یې کمزوری او په څیره کې یې د غم نښې لیدل کیدلي. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: " ما غير لونك؟! " رنګ دي ولې تغیر شوی دی، هغه ورته وویل: يارسول الله! هیڅ مرض اوناروغي نلرم، خوچې کم وخت تا ونه وینم سخت زیاته راته یادیږې او خامخا باید تاته ځان راورسوم.

داراز ثوبان ورته وویل: کله چې ماته اخرت رایادشي لازياتو خپه شم، ځکه هلته خوبه په جنت کې ستا ځانګړی مقام وي اوله نبیانو سره به یې، اوکه زه جنت ته ولاړم شم هلته به زما ټیټ مقام وي اوتابه نشم لیدلی اوکه جنت ته ولاړ نشم بیاخوبه تابیخي نشم لیدلی.

د ثوبان رضی الله عنه د دې غم او اندیښنې دلري کولو له پاره دا ایت نازل شو: " ومن يطع الله والرسول فأولئك مع الذين أنعم الله عليهم من النبيين والصديقين والشهداء والصالحين وحسن أولئك رفيقاً ". څوک چې دالله او دهغه درسول پیروي وکړي نوهغوي به له هغو خلکو سره وي چې الله هغوی ته نعمتونه ورکړي و لکه نبیان، رښتیني خلک، شهیدان او صالح خلک، او د دوی ملګرتیا ډیره ښه ده.

ثوبان درسول الله صلی الله علیه وسلم عاشق و، هغه جنت ته هم د رسول الله دنه لیدلو په صورت کې خپه او اندیښمن و. لوی څښتن دي موږ هم درسول الله رښتیني عاشقان وګرځوي.

د الله په لور

اللَّهُمَّ صَلَّى عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ ، وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ ، اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ ، وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ ، وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ .

No comments:

Post a Comment

Translate