Monday, April 15, 2013

هراتيان: والي مو دې نه بدليږي

هراتيان: والي مو دې نه بدليږي

15 April 2013 | نور خبرونه

په هرات ښار کې سلګونه لاريون کونکو له حکومت څخه غوښتنه وکړه،چې د هرات اوسنى والي داوود شاه صبا دې له دغه ولايت څخه نه بدلوي.
په دغه لاريون کې نږدې ٤٠٠ تنو ګډون کړى وو، دوى د والي عکسونه له ځانه سره لېږدول، لاريون له مرکزي چوک څخه سهار نهه بجې پيل او لس بجې د ولايت ودانۍ مخې ته پاى ته ورسېد.
د کشک رباط سنګي ولسوالۍ يو تن قومي مشر حاجي صالح محمد چې په لاريون کې يې برخه اخيستې وه وويل داسې اوازه يې اورېدلې، چې د هرات والي بدل شوى او پر ځاى يې د کابل والي راځي، د هرات د خلکو غوښتنه دا ده چې حکومت خپله پرېکړه بېرته واخلي.
هغه ډاکټر صبا يو ملي شخص وباله او زياته يې کړه د ده د کار په موده کې د بيارغونې کارونه او حکومتي اداره پر پښو ودرېده.
د مدني ټولنو په استازيتوب امين الله احمدي هم د والي د تبديلۍ مخالفت وکړ او ويې ويل د والي له تبديلۍ سره به په هرات کې ستونزې زياتې او د پرمختګ بهير به ټکنى شي.
د لاريون يو بل ګډون کوونکى عبدالله دا مني چې داوود شاه صبا د هرات لپاره کار کړى، خو زياتوي د دې تر څنګ يې اداري کمزوري هم درلوده او ځينې ادارې لکه ښاوالي يې له واکه وتلې دي.
نوموړى زياتوي، ادارې کمزوري يې دا وه چې سلا کاران يې ناسمه مشوره ورکوي او اداره د بې ثباتۍ پر لور بيايي.
خو د والي وياند محي الدين نوري وايي د والي د تبديلۍ په اړه رسمي مکتوب نه دى ورته رسېدلى. د ده په وينا د ولسي جرګې ځينې وکيلان او يو شمېر کړۍ د والي پر خلاف خبرې کوي او د تبديلۍ اوازې يې خپروي.
هغه زياته کړه، چې له ښاروالۍ سره ستونزه له قانون څخه د سرغړونې پر سره وه او کومه شخصي ستونزه نه وه.

No comments:

Post a Comment

Translate