سرچينه: د حزب اسلامي ډلې د يو کانديد پر درولو خبرې کوي
باوري سرچينې وايي، چې د حزب اسلامي د بېلابېلو ډلو ترمنځ د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره د متحد کېدو او د يوه کانديد وړاندې کولو په اړه خبرې روانې دي.
حزب اسلامي، چې اصلي مشري يې د انجنير ګلبدين حکمتيار پر غاړه وه، په دې وروستيو کې په څو ټوټو وېشل شوى دى؛ د انجنير حکمتيار په مشرۍ ډله يې د دولت او بهرنيو ځواکونو پر ضد پر وسله والې مبارزې بوخته ده.
خو د افغانستان د اقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال او د ولسمشر د سلاکار وحيدالله سباوون په مشرۍ د حزب اسلامي دوه نورې ډلې له دولت سره يو ځاى دي او د خالد فاروقي په مشرۍ بله ډله يې هم په کابل کې فعاليت کوي.
څو ورځې مخکې د حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي يوه څلور کسيزه ډله کابل ته راغلې او د حزب اسلامي د بېلابېلو ډلو له استازو سره يې ليدل کتل ترسره کړي دي.
په کابل کې حزب اسلامي ته يوې نږدې سرچينې پژواک اژانس ته ويلي، چې د مدير محمد رسول په مشرۍ راغلى پلاوى هڅه کوي، چې د حزب وېشل شوې ډلې بېرته سره راټولې شي.
سرچينې زياته کړې، چې دغه پلاوي وحيدالله سباوون، خالد فاروقي او د ارغنديوال د ډلو له استازو سره کتلي او د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره د يوه کانديد پر وړاندې کولو او د دې ډلو په بېرته يو ځاى کولو خبرې شوې دي.
د حزب اسلامي دغې سرچينې ويلي، چې ياد پلاوى اوس هم په کابل کې دى او ټاکل شوې، چې په نږدې ورځو کې بېرته ولاړ شي.
د عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ د حزب اسلامي د ډلې وياند عبدالله کامه وال هم منلې، چې راغلي پلاوي د دې ډلې له يو شمېر استازو سره ليدلي دي.
هغه که څه هم د دغو ليدنو په اړه نور جزئيات نه د ورکړي، خو زياتوي، چې د حزب د ډلو د منسجم کولو او راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو په اړه خبرې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي د سياسي چارو مسوول ډاکټر غيرت بهير ويلي و، چې دغه څلور کسيز پلاوي په کابل کې د حزب اسلامي او پارلمان له غړو او ځينو سياسي کړيو سره ليدنې کتنې ترسره کړې دي.
ډاکټر بهير کابل ته د تللي پلاوي سفر بريالى بللى او زياته کړې يې ده، چې د حزب له استازو سره يې ګټورې خبرې کړې دي.
نوموړي نه د په ډاګه کړې، چې د پلاوي د سفر او د خبرو اترو موخه څه ده، خو زياتوي، چې دا د تفاهم د لړۍ يوه کړۍ ده، چې دوى له بېلابېلو سياسي ډلو سره پيل کړې ده.
د سياسي چارو کارپوه محمد حسن حقيار وايي، چې دى هم د دغه پلاوي له راتګ او په کابل کې د حزب له کړيو سره له ليدنو خبر دى.
هغه زياته کړې، چې د ارغنديوال په مشرۍ حزب اسلامي په لومړيو ولسمشريزو ټاکنو کې د کرزي غير مشروط ملاتړ کړى و، خو په دويم ځل ټاکنو کې يې ترې د وزارتونو او ولايتونو غوښتنه کړې.
د حقيار په وينا، اوس حزب هڅه کوي، چې خپلې ټوټه شوې ډلې منسجمې کړې او د يوه ځانګړي کانديد پر وړاندې کولو سره پر کرزي نور فشار هم واچوي.
نوموړى د حزب اسلامي د بېلا بېلو ډلو يو ځاى کېدو ته په ښه سترګه ګوري او زياتوي چې که دوى له نورو جهادي ګوندونو سره يو ځاى شي او يو کانديد وړاندې کړي، نو د ګټلو چانس يې ډېرى دى.
No comments:
Post a Comment