Wednesday, April 10, 2013

د قانون تر تصویب وروسته به د ټاکنو کمېسیون ته نوی مشر وټاکل شي


د قانون تر تصویب وروسته به د ټاکنو کمېسیون ته نوی مشر وټاکل شي

د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته نوى مشر به د ټاکنو د قانون تر تصويب وروسته وټاکل شي. د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر د دغه مطلب په څرګندولو سره وايي چې د ولسمشر په مشرۍ د ټاکنو د کمېسيون لپاره د نوي رييس د ټاکنې په اړه نن له غرمې وړاندې په ارګ کې مشورتي غونډه جوړه شوه.
سرچينه وايي، په دې مشورتي غونډۀ کې چې جهادي مشرانو، د ولسي او مشرانو جرګو رییسانو، د ولسمشر مرستيالانو، د سياسي اپوزيسیون او مدني ټولنو غړو ګډون کړى و؛ پرېکړه وشوه چې د ټاکنو د کمېسيون لپاره نوى مشر دې د ملي شورا له خوا د ټاکنو د قانون او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د تشکیل او صلاحیتونو د قانون تر تصویب وروسته د نوي قانون له مخې وټاکل شي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د اوسني مشر د کار موده پاى ته رسېدلې او د مدني ټولنې يو شمېر غړو له دې وړاندې له ولسمشر نه غوښتنه کړې وه چې د ټاکنو کمېسيون ته د قانون په رڼا کې نوى مشر وټاکي.

No comments:

Post a Comment

Translate