Friday, February 1, 2013

پاکستان ته افغان لوبغاړو د سفر پر مهال د لوبو مهالویش اعلان شو

پاکستان ته افغان لوبغاړو د سفر پر مهال د لوبو مهالویش اعلان شو PDF Print E-mail
Saturday, 26 January 2013 16:46
سکاټلینډ سره د ترسره کیدونکو انټرکانټنینټال سیالیو لپاره دتیاري په موخه دافغانستان د کرکټ 22 کسیزه ډله دا مهال د پاکستان دپنجاب ایالت په لاهور ښار کې په تمریناتو بوخته ده.
له افغان کرکټ بورډ څخه په خپره شوې وینا پاڼه کې راغلي چې په دې لوبغاړو کې د هیواد د ملي لوبډلې، د الف لوبډلې او ۱۹ کلنو لوبډلې یو شمیر پخواني لوبغاړي چې اوس یې عمرونه تر ۱۹ کلونو زیات دي، شامل دي.
د خبرپاڼې له مخې افغانستان به  د الف او کرکټ بورډ یوولس کسیزه لوبډلو(ACB XI)   په نومونو د پاکستان له الف، لاهور، او یو شمیر نورو ریجنل لوبډلو سره ۱۳ لوبې کوي، چې یو شمیر یې شل اووریزې او یو شمیر نورې به یې پنځوس اووریزې وي.
خبر پاڼه لیکي چې له دې سیالیو څخه به 6 لوبې د پاکستان د ملي تلویزیون (پي ټي وي) له لارې په ژوندۍ خپرې شي.
د خبر پاڼې پر وینا د افغانستان کرکټ بورډ یولس کسیزه (ACB XI) لوبډله به د پاکستان الف لوبډلې سره یوه  شل اووریزه او دوه یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.
خبر پاڼه وړاندې لیکي: دا لوبې په لاهور کرکټ ګراونډ، قذافي، ملتان، او نیازي سټیډیومونو کې ترسره کیږي چې  له دې سیالیو څخه پرون د افغانستان د کرکټ بورډ لوبډلې او د لاهور لوبډلې ترمنځ لومړی شل اووریزه لوبه دافغانستان په بریا تر سره شوه.
دویمه پنځوس اووریزه لوبه نن د جنورۍ په ۲۶مه،  د یُو سلم کلب سره د سپورټۍ کلب په لوبغالي کې ترسره کیږي، دغه راز، دریمه پنځوس اووریزه لوبه د جنورۍ په ۲۹مه،  د لاهور ایل سی سی ای راوي لوبډلې سره د لاهور جمخانه په لوبغالي کې ترسره کیږي.
د خبر پاڼې له مخې څلورمه  پنځوس اووریزه لوبه د جنورۍ په ۳۱مه د ایس پی ایم سټیجس په نامه لوبډلې سره دلاهور په جمخانه لوبغالي کې او پنځمه پنځوس اووریزه لوبه د فبرورۍ په دریمه، د لاهور جمخانه لوبډلې سره د لاهور په جمخانه لوبغالي کې، شپږمه  پنځوس اووریزه لوبه د فبرورۍ په ۶مه، د راولپنډۍ او فیصل اباد ګډې سیمه ایزې لوبډلې سره په قذافي لوبغالي کې ترسره کیږي چې  دا لوبه په ژوندۍ بڼه د تلویزیون له لارې ښودل کیږي.
دغه راز. خبرپاڼه لیکي چې اوومه  پنځوس اووریزه لوبه د پاکستان الف لوبډلې سره د فبرورۍ په ۷مه نیټه په قذافي سیټډیم لاهور کې، اتمه شل اوریزه لوبه د پاکستان الف لوبډلې سره د فبرورۍ په ۸مه نیټه په قذافي سیټډیم لاهور کې او نهمه  پنځوس لوبه اووریزه ده چې د پاکستان الف لوبډلې سره د فبرورۍ په 9 مه په قذافي سیټډیم لاهور کې ترسره کیږي چې  په ژوندۍ بڼه خپریږي.
خبرپاڼه کې راغلي چې دوه 50 اوریزه لوبې د فبروري په 11مه او 13مه او دوه 20 اوریزه لوبې د فبروري په 15مه او 16مه د پاکستان د کلپ کچې له یو شمیر لوبډلو سره ترسره کیږي.
په خبرپاڼه کې دا روښانه شوي نه دي چې د یادو پاکستانیو لوبډلو په وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ 11 کسیزه او الف لوبډله په کومو لوبو کې د سیالیو ډګر ته وځي.
 

No comments:

Post a Comment

Translate