غزل
____
مینه مو سمه نه وه سم پکې څه پاتې نه وو
قسم په خدای چې محترم پکې څه پاتې نه وو
لاره دې لاندې ګړنګونو ته ور وسپارله
چې زه در تلمه د قدم پکې څه پاتې نه وو
زلفو یې ځان ته په ځولۍ کې هدیره سازه کړه
بیا چې کتل مې نو د خم پکې څه پاتې نه وو
هر څه دې لاس کې وو خو هیڅ دې ترینه نه سازول
هر څه درکړي وو چا کم پکې څه پاتې نه وو
میمونۍ مړه شوه میمونۍ د تورو خاورو شوله
او شیر عالم؟ د شیر عالم پکې څه پاتې نه وو
ما د کروړونو شاه سعودو چم کې ژوند کولو
چا ټول خواره کړل بیا د چم پکې څه پاتې نه وو
__________________________________________
سید شاه سعود
No comments:
Post a Comment