Thursday, January 30, 2014

د بختیار ساحل یو غزل


.
.
يوه جينۍ کوڅه کې ګرځي او خپل زړه لټوي
څومره کم عقله ده ساحله چې تا نه لټوي

زه يې په سپينه ورځ په سپينه لاره ودرولم
مخ يې په خپل وجود ګنډلى دى چې څه لټوي

ما يې له ټول وجود نه خپله برخه ټوله کړله
لا هم شوتلو کې لګيا ده او سابه لټوي

حيا يې دومره وه چې وى ليدمه سر يې ټيټ که
اوس هم د سترګو پټولو ته باڼه لټوي

وايي چې دې هلک په مينه باندې پويه کړمه
ساحله وژني دې په تا پسې چاړه لټوي

No comments:

Post a Comment

Translate