د افغانستان الف لوبډلې نن یو ځل بیا د پاکستان ایبټ اباډ لوبډله په ګونډو کړه
د افغانستان کرکټ الف لوبډلې نن سره لدې چی د ایبټ اباد لوبډلې یو شمیر خپل پاکستاني ملي لوبغاړي هم ولوبول له مخې پورته کړه او د ۵۴ منډو په توپیر سره یی نن بیا هم خواشینی کړه.
د دغې لوبې پچه افغان الف لوبډلې لوبډلمشر وګټله او خپله یی د توپوهنې پریکړه وکړه چی په ټاکلو شل اورونو کې د درې لوبغاړو په سوځیدو ۱۹۳ منډو هدف یی سیالۍ لوبډلې ته ورپه نښه کړ.
د توپوهنې په برخه کې پکې افسر ځاځي ۶۸، فضل نیازي ۲۵ ناسوځیدلې او شفیق الله شفق یو ځل بیا د تیرې ورځې لوبې په څیر شانداره لوبه نندارې ته وړاندې کړه د ۴ څلوریزو او ۶ شپږیزو په وهلو سره ۶۷ ناسوځیدلې مندی جوړې کړې.
په ځواب کې د ایبټ اباد لوبډلې د خپل هیواد ملي لوبغاړو په شتون کې هم ونشوه کړای چی ورکړل شوی هدف ترلاسه کړي، په ټاکلو شل اورونو کې یی خپل ټول لس لوبغاړي د ۱۳۷ منډو په جوړولو له لاسه ورکړل.
په توپ اچونه کې د افغان لوبډلې له لوري عبدالله مزاري ۳، یمین احمدزي او باطن شاه د سیالې لوبډلې دوه دوه لوبغاړي پویلین ته واستول.

No comments:
Post a Comment