محبت داسی ګونګی کړم هیڅ ځواب راسره نه ؤ
ما د مــــینی اظـــــهار وکــــړ خو ګلاب راسره نه ؤ
حافـظه کې مې پراته دی ستا د حسن بلا تــــورې
که په لاس ستا د سـپـېڅلی مخ کتاب راسره نه ؤ
خپل نظر را ځړوو مه ستا د مخ د وړانګو لــمر تــــــه
که دې زلفې په لاس راکاندې تناب راسره نـــــه ؤ؟
زمانې بلا پری کړې ســـېـتـمونه اوس ستا وار دي
بس دا زړه د مینی وړ دي بل اسباب راسره نــــه ؤ
ماخپل ټول روایات مات کړل ستانامه مې خولې ته راغله
بی لــه تــانه خو ،اظــــهــاره، انــــتــخــــــاب راسره نـه ؤ
مرجان، اظهار
No comments:
Post a Comment