کابل ته راتلونکې ترکي الوتکه د بم د اوازې له وېرې بېرته ستنه شوه
د ترکيې يوې الوتکې، چې کابل ته روانه وه، له دوو ساعتونو پرواز وروسته يې
له دې امله بېرته په ترکيه کې ناسته کړې، چې ګواکې بم په کې ځاى پر ځاى
شوى دى.
پژواک خبري آژانس د ترکي رسنيو له خولې خبر ورکړى، چې د ٣٢٠
ايربس او د ټي کې ٧٠٦ نمبر پرواز دغه الوتکه نن سهار په څه باندې درې بجې
د استانبول له اتاترک نړيوال هوايي ډګر څخه د کابل په لوري روانه شوې وه.
سرچينې زياته کړې، په ياده الوتکه کې، چې د ګڼو افغانانو په ګډون په کې ١٣٥ مسافر سپاره وو، يو بې څښتنه موبايل موندل شوى و.
رسنيو د پوليسو په حواله ليکلي، وروسته له هغه چې په الوتکه کې د موندل
شوي موبايل څښتن پيدا نه شو، نو پيلوټ په دې شک چې ګني دغه بم دى، الوتکه
بېرته د استانبول په لوري ګرځولې ده.
پوليسو ويلي، په الوتکه کې موندل شوى موبايل بم نه و او نه هم چاودېدونکي توکي په کې موندل شوي دي.
د ترکيې يوې الوتکې، چې کابل ته روانه وه، له دوو ساعتونو پرواز وروسته يې له دې امله بېرته په ترکيه کې ناسته کړې، چې ګواکې بم په کې ځاى پر ځاى شوى دى.
پژواک خبري آژانس د ترکي رسنيو له خولې خبر ورکړى، چې د ٣٢٠ ايربس او د ټي کې ٧٠٦ نمبر پرواز دغه الوتکه نن سهار په څه باندې درې بجې د استانبول له اتاترک نړيوال هوايي ډګر څخه د کابل په لوري روانه شوې وه.
سرچينې زياته کړې، په ياده الوتکه کې، چې د ګڼو افغانانو په ګډون په کې ١٣٥ مسافر سپاره وو، يو بې څښتنه موبايل موندل شوى و.
رسنيو د پوليسو په حواله ليکلي، وروسته له هغه چې په الوتکه کې د موندل شوي موبايل څښتن پيدا نه شو، نو پيلوټ په دې شک چې ګني دغه بم دى، الوتکه بېرته د استانبول په لوري ګرځولې ده.
پوليسو ويلي، په الوتکه کې موندل شوى موبايل بم نه و او نه هم چاودېدونکي توکي په کې موندل شوي دي.
No comments:
Post a Comment