نصرو اکا
نصرو اکا :: پیغمبر علیه سلام چې ددوشنبې په ورځ له فاني دنیا رحلت وکړ، صحابه کرامو سره د هغه جناب د تدفین او تجهیر په اړه وار خطایې نه وه موجوده، بلکې هغوي ټول د هغه علیه سلام د ځای ناستي او داسلامي حکومت د ساتني په لټه کې شول، تر هغو یې چې د اسلامي حکومت د مشرتابه تشه ډکه نه کړه د هغه جناب جسد یې خاورو ته ونه سپاره، همدا وه چې د پیغمبر علیه سلام جنازه او تدفین ددوه ورځو په ځنډ یعنې د چهارشنبې په ورځ ترسره شوه. علمایي کرام لیکي چې له دې سترې واقعې څخه په اسلام کې د حکومت ارزښت او بیا د حکومت د مشرتابه د ټاکلو ارزښت جوتیږي چې ډیر د پام وړ دی. د ډاکتر نجیب الله د نسکوریدو خوبونو ټولو جهادې تنظیمونو لیدل خو د هغه د ځای ناستي او تشي د ډکیدو فکر له هیچا سره نه وه، چې بلاخره یې له امله افغانان یوې کرغیړنې کورنې جګړې ته کیوتل، دا ځل بیا تاریخ ژوندیو جهادې تنظمیونو مشرانو او افغانې ډلو ته یو فرصت ور په لاس کوي چې که خپله تیره غلطې جبران کړي او د راتلونکو ټاکنو په اړه یو ملي او افغاني فکر خپل کړئ ... امکان دې ولري ؟؟؟
No comments:
Post a Comment