ولسمشر کرزي او اوباما تلفوني خبرې وکړې
ولسمشر کرزي او اوباما تلفوني خبرې وکړې
افغان ولسمشر حامد کرزي د امريکا له ولسمشر بارک اوباما سره تفلوني خبرې کړې دي. سپينه ماڼۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې دواړو مشرانو پرون په دغه تلفوني اړيکه کې افغان ځواکونو ته د عملياتو د سپارلو او د قطر له امير سره د ولسمشر کرزي پر سفر خبرې وکړې. په خبرپاڼه کې ويل شوي چې اوباما او کرزي دغه راز راتلونکى لمريز کال په افغانستان کې د ولسمشرۍ د ټاکنو په اړه هم بحث کړى او ولسمشر کرزي افغان لوري ته د بګرام زندان له سپارلو چې ده په ملي حاکميت پورې تړلې موضوع بلله هرکلى کړى دى
No comments:
Post a Comment