Tuesday, April 16, 2013

امريکا هيله لري چې هند به د افغانستان په ثبات کې مرسته وکړي

امريکا هند ته سترګې نیولې چې په افغانستان کې به د ثبات په ساتلو کې مهم رول ولوبوي. د ایکانومیک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې دا خبره د امریکا د حکومت یوه جګپوړي چارواکي کړې ده. د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي او منځنۍ اسیا د چارو مرستیال رابرت بلېک هارورډ پوهنتون ته په وینا کې وویل:«په داسي حال کې چې افغانستان د خپلو امنیتي، اقتصادي او سیاسي چارو مشري په خپله غاړه اخلي، موږ د افغانستان په روانو انکشافاتو کې د هند د اوسني رغنده رول کلک ملاتړ کوو.» ښاغلي بلېک دې ته په اشارې چې امریکا او هند دواړه د منځنۍ او جنوبي اسیا د اقتصادي ادغام او یووالي کلک ملاتړ کوونکي دي او په افغانستان کې، چې د ورېښمو د لرغوني لارې زړه بلل کېږي، سوله د دې هدف مرکزي هسته بولي. ده همداراز وویل د ورېښمو د نوې لارې د تصور د ژوندي کولو لپاره ښايي د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوسان د ګازو تر پایپ لاین بله ښه بېلګه نه وي.

No comments:

Post a Comment

Translate