د بښنې نړیوالې سازمان:
د بښنې نړیوالې سازمان: دافغان جګړې دواړه خواې بايد دملکې وګړو دمرګ ژوبلې مخنيوي وکړي
د بښنې نړیوالې سازمان امنسټي انټرنشنل په افغانستان کې د ملکي تلفاتو پر زیانېدو ژوره اندېښنه ښکاره کړې او ويلي يې دي په دغه هېواد کې د ملکي وګړو د تلفاتو وروستۍ څپه دا اړتیا رامنځته کوي چې د جګړې ټولې خواوې د ملکیانو د مرګ ژوبلو د مخنیوي لپاره له لا ډېر احتیاطه کار واخلي. دې موسسې په یوه اعلامیه کې ویلي: د دوشنبې په ورځ لږترلږه نهه تنه ملکي افغانان ووژل شول او تر شلو ډېر نور هغه مهال ټپیان شول چې په وردګو کې د یوه بس په لاره کې ماین وچاودېده او باور کېږي چې طالبان د دې حملې مسوولیت په غاړه لري. تر دې یوه ورځ مخکې د لسو ماشومانو په شمول دوولس ملیکان په کونړ ولایت کې د ناټو په هوايي برید کې ووژل شول. د بخښنې نړیوالې موسسې د اسیا – پسفیک مرستیال رييس پولي ترکاټ وویل:«ناټو او ایساف ته پکار ده چې د خپلو عملیاتو په نتیجه کې د ملکي تلفاتو په اړه بشپړه څېړنه وکړي او هغو کسانو ته چې سرغړونه یې کړې ده د سزا ورکولو په شمول د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي.»
No comments:
Post a Comment