((وَلَمَّا جَاءهُمْ رَسُولٌ مِّنْ عِندِ اللّهِ مُصَدِّقٌ لِّمَا
مَعَهُمْ نَبَذَ فَرِيقٌ مِّنَ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ كِتَابَ
اللّهِ وَرَاء ظُهُورِهِمْ كَأَنَّهُمْ لاَ يَعْلَمُونَ 101))
((تفسير:
دپيغمبر(ص) له امله له تورات مخ اړول: له رسول څخه ( حضرت محمد (ص) مراد
دى اوله ( مَامَعَهُمْ) ځنې مطلب تورات اوله ( کتاب الله ) نه هم مقصد همدا
تورات دى، يعنې کله چې رسول الله(ص) تشريف راوړ ، نو دوى دتورات اونورو
اسماني کتابونو تصديق کوونکي وو، نوديهودانو يوې ډلې په خپله تورات خپلو
شاوو ته داسې وغورځاوه لکه چې بېخي يې نه وي ليدلى اوهېڅ ورنه خبر نه وي چې
آياهغه هم کوم کتاب دى که نه؟ اوڅه اوامر اونواهي هم پکې شته که نه؟ کله
چې دوى په خپل کتاب عقيده اوايمان نه لري نو له هغوى ځنې دنورو الهي احکامو
په نسبت څه اميد او هيله کول په کار دي؟
ترجمه:
اوهرکله چې راغى دوى ته رسول (محمد)له طرفه دالله چې مصدق دى دهغه کتاب
(تورات ) چې له دوى سره دى نو وغورځاوه يوې ډلې له هغوکسانوچې وړکړى شوى دى
دوى ته کتاب ،کتاب دالله لره وروسته دشاوو ددوى (اوهيڅ عمل يې پرې ونه کړ)
لکه چې دوى نه پوهيږي (چې دغه کتاب اورسول له جانبه دالله راغلى دى ياپه
هغه کې څه صفت دى دمحمد)
((وَلَمَّا جَاءهُمْ رَسُولٌ مِّنْ عِندِ اللّهِ مُصَدِّقٌ لِّمَا مَعَهُمْ نَبَذَ فَرِيقٌ مِّنَ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ كِتَابَ اللّهِ وَرَاء ظُهُورِهِمْ كَأَنَّهُمْ لاَ يَعْلَمُونَ 101))
((تفسير: دپيغمبر(ص) له امله له تورات مخ اړول: له رسول څخه ( حضرت محمد (ص) مراد دى اوله ( مَامَعَهُمْ) ځنې مطلب تورات اوله ( کتاب الله ) نه هم مقصد همدا تورات دى، يعنې کله چې رسول الله(ص) تشريف راوړ ، نو دوى دتورات اونورو اسماني کتابونو تصديق کوونکي وو، نوديهودانو يوې ډلې په خپله تورات خپلو شاوو ته داسې وغورځاوه لکه چې بېخي يې نه وي ليدلى اوهېڅ ورنه خبر نه وي چې آياهغه هم کوم کتاب دى که نه؟ اوڅه اوامر اونواهي هم پکې شته که نه؟ کله چې دوى په خپل کتاب عقيده اوايمان نه لري نو له هغوى ځنې دنورو الهي احکامو په نسبت څه اميد او هيله کول په کار دي؟
ترجمه:
اوهرکله چې راغى دوى ته رسول (محمد)له طرفه دالله چې مصدق دى دهغه کتاب (تورات ) چې له دوى سره دى نو وغورځاوه يوې ډلې له هغوکسانوچې وړکړى شوى دى دوى ته کتاب ،کتاب دالله لره وروسته دشاوو ددوى (اوهيڅ عمل يې پرې ونه کړ) لکه چې دوى نه پوهيږي (چې دغه کتاب اورسول له جانبه دالله راغلى دى ياپه هغه کې څه صفت دى دمحمد)
No comments:
Post a Comment