د کرزې ادارې د مکتب سوځولو پروژه، که د اربکي سازۍ ناکامه هڅې؟!
دا يو روښانه حقیقت دی چې صلیبي نیواکګر ځواکونه په ګران هیواد افغانستان باندې د یرغل له پیله د افغان ولس د رښتينو بچیو (طالبانو) د سخت مقاومت او سرښندنو سره مخ شوه، یرغلګرو د هر ډول وسلو، او نوې تکنالوژۍ څخه کار واخست، خو هیڅ بریالیتوب یې ترلاسه نه کړ، او خپله فوځې ماتې یې د سر په سترګو ولیدله، نو په دې لټه کې شول، چی د ځینو دسیسو په کار اچولو سره کم تر کمه دغه وسله وال مقاومت کوونکې (طالبان) د ولسي ملاتړ څخه بې برخې، او ولس پرې بې باوره کړي.
نو هماغه وه، چې په بېلا بېلو دسیسو یې پیل وکړ، چې تراوسه ځینې دوام لري، کله به یې مکتبونه سوزول، کله به يې قومي مشران وژل، او کله به یې زده کوونکي مسمومول، او بيا به یې پړه په طالبانو وراچوله، خو که څه هم طالبانو په هر ځل سمدستي په کله رد کړي ده. خو لاسپوڅو رسنيو به پرې غوږونه کاڼه کړي وه، او طالبانو ته به يې منسوبول.
طالبانو څو ځلې رسنيو ته ويلي چې: د ښوونځيو سوځوونکي او د زده کوونکو مسموم کوونکي که ونيسي سزا به ورکړي
http://www.spenghar.com/ index.php?option=com_content&vi ew=article&id=3612%3A1391-03-0 7-19-24-51&catid=66%3Aafghanis tan&Itemid=352
د لاسپوڅي ادارې د پوهنې وزیر فاروق وردګ هاغه خبره، چې: طالبان ښونځي نه سوځوي خو له طالبانو پرته نور لاسونه شته دي چې ښونځي سوځويhttp://www.youtube.com/ watch?v=v1h2Fs63jnw&feature=pla yer_embedded#at=90
هم د طالبانو هاغه خبره تائیدوي چې د ښونځيو سوځول، په جوماتونو او عامو ځایونو کې چاودنې د صلیبیانو او خارجي کمپنیو (لکه بلکواټر) او استخبارتي کړیو کار دی..
الله تعالی لکه څرنګه په نظامي ډګر کې تل د مجاهدينو مرسته کړي، همدارنګه یي اوس په مجاهدينو باندې بله لورینه هم پیرزو کړې، هغه دا چې دسيسې جوړوونکي د هیواد په بېلا بېلو برخو کې رسوا شول هر چا وپېژندل، چې کار څوک کوي، او پړه پر چا اچول کیږي. په شمالي ولایاتو کې د مکتب سوزونې په اړه د جنرال عطا محمد نور لیک چې نن ټکی اسیا څو مياشتې مخکې خپور کړی وه، همدارنګه د جعلي پاڅونونو دسيسه، چې د غزني ولایت په اندړو کې افغان مظلوم ولس په خپلو سترګو ولیدل چې صلیبي یرغلګرو سپورټ کول، او په شریکه یې پر مجاهدینو برېدونه کول. او دې ته ورته ډېرې نورې پېښي دی چی ولس د دغو ورانکاريو اصلي عاملين پکی پخپله پیژندلي دي.
همدرانګه په دې وروستيو کې د میدان وردګ ولایت د شهاب الدين په سیمه کې د ناپېژاندو کسانو لخوا يوه مکتب ته اور اچول شوی وه، د کابل ادارې او لاسپوڅو رسنيو سمدستي اعلان وکړ، چې طالبانو مکتب وسوزاوه، خو د میدان ورګ ولایت اوسېدونکي شاهد دي چې حقیقت بل ډول وه، هغه دا چې د سيميزو ولسي خلکو له خوا د دغې پېښي پرمهال، مکتب سوزوونکي ونيول شول، او بیا یې د کابل ادارې چارواکو ته وسپارل، نو بیا څرګنده شوه، نیول شوی کسان د میدان وردګ د امنيې لاسپوڅې قومندان له خوا ګمارل شوي کسان وه ترڅو د طالبانو د نوم بداوي په موخه مکتب ته اور ورته کړي، او سياسي ګټه ترې پورته کړي. خو دغه رسواينه په رسنيز ډګر کې پټه شوه، او اصلي عاملين اعلان نه کړل شول.
د دغې پېښې څخه وروسته د میدان وردګو ولایت خلکو د مکتب اصلي دښمنان ښه وپېژندل، چې پخپله لاسپوڅې اداره ده، چې مکتب ته اور ورته کوي، او نوم د طالبانو بدوي.
د ميدان وردګ ولایت یو له هغو ولایتونو څخه دی چې زياتې سیمې يې د اسلامي امارت د بشپړې واکمنۍ لاندې دي، او د ښوونې او روزنې په اړه ورته اسلامي امارت خورا زياته پاملرنه کړې ده، چې د افغان مسلمان ولس بچيانو ته یې د یوې ځانګړې لایحې په درلودلو سره، د ښوونې او روزنې علمي سويه لوړه کړې ده، په تعليمي نصاب کې ډېر ګټور مواد ځای پر ځای شوی دی.
د اسلامي امارت لخوا دغه تعليمي لایحې د میدان وردګو په ولایت کې ۷۰ په سلو کې عملي بڼه غوره کړې ده.
لنډه دا چې په ميدان وردګ ولايت کې د پخوا په څېر ټول ښوونځي په بشپړ ډول پرانستي او د اسلامي امارت لخوا د جوړ شوي مهال ويش سره سم په خدمت بوخت دي، البته دینی زده کړو ته پکی د زياتې توجه په ترڅ کې د تعليم الاسلام په نوم د مفتي کفایت الله صیب، يو ګټور کتاب د ۶ ټولګي څخه تر ۱۲ ټولګي پورې تدريس کېږي.
ځکه لاسپوڅې ادارې په خپل تعليمي نصاب کې د مسلمان ولس د بچيانو د افکارو د خرابولو په موخه، ځينې بې ځايه موضوعات، ځای پر ځای کړي وه، چې لله الحمد لله، هغه ټول ترې ايسته شوي، او پرځای يې د روښانه راتلونکي په زړه پوري مواد پکې ځای پر ځای شوه.
همدارنګه په کليو کې د کليوالي مدرسو په نامه مدرسی جورې شوي چی د اسلامي امارت تعليمي نصاب پکې تطبیق شوی، په شپږو ټولګيو ويشل شوی، چی ټول اړين ديني علوم پکې تدريس کېږي، همدارنګه د ښونځي تر دريم ټولګي پورې ټول کتابونه هم د دې مدرسو په نصاب کی شتون لري، چی څوک يې د دريم ټولګي پورې په خپلو بچيو تعقیب کړي، نو داسې هم کولی شي چی څلور ټولګی په ښونځي کې ووايي. د یادونې وړ ده، چې دغه ډول مدرسې یوازې د ميدان وردګو په ولایت کې تر دوه سوه زياتو برحال دی، او د نورو جوړولو هلې ځلې هم روانې دي.
اوس تازه پرون، رسنيو خپور کړ، چې د نورستان ولايت وانت وايګل ولسوالۍ په ژنچيګل سیمه کې د کلي د ماشومانو يوه لويه ليسه وسوزول شوه ، چې پرون د الاماره په ويب پاڼه کې د ښاغلي ذبيح الله مجاهد صیب په څرګندونو کې په ډاګه شوې ده، چې یاده لیسه دګوډاګۍ ادارې داستخباراتي کارکونکو له خوا سوزول شوي ده.
ښاغلی مجاهد زیاتوي چې په دې وروسیتو کې د هیواد په ختيځ خصوصا په نورستان کې د کابل غلام رژيم د استخباراتو لخوا داسې بدناموونکو هڅو زور اخيستی چې غواړي مجاهدین بدنام کړي او خلکو ته د مجاهدینو په اړه غلط تصوير وړاندي کړي.
دغه جنایت په داسې شکل ترسره شوی چې د یادې لیسې کتابونه او د قرانکريم نسخې قصدا راټولې شوې او په يوه ميز باندي کيښودل شوي او بيا اور ورته شوی، په دې توګه ټول کتابونه اوبيا د لیسې ودانۍ اور اخيستی او له منځه تللي دي.
د نورستان باتور ولس هم د میدان وردګو ولایت د غیرتمن ولس په څېر د اسلامي امارت د اتلو مجاهدینو سره اوږه په اوږه د ښونځيو دښمنانو په وړاندې پلټنې پیل کړې، چې لله الحمد د پلټنو په پایله کې بیا هم په ډاګه شوه، چې دغه ستر جنایت د هاغو شرمېدلو څېرو کار دی، چې د کابل لاسپوڅې ادارې د استخباراتو لخوا ورته دنده ورکړل شوي وه ترڅو د اربکي بدنامې مليشې په جوړولو کې د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي. خو لله الحمد د نورستان مسلمان ولس ته پخپله د خپلو بچیو د زده کړو دښمنان په ډاګه شول.
د یادونې وړ ده، دا ډول پېښی زياتره د اسلامي امارت تر ولکې لاندې سيمو کې، د کابل ادارې استخبارات د خپلو جاسوسانو په ملتیا ترسره کوي، ترڅو خلک پر مجاهدینو بې باوره کړي، او د اربکي وحشت لړۍ دغو سيمو ته وغځوي.
د اسلامي امارت ویاند ښاغلي ذبيح الله مجاهد ه د نورستان ولایت د یادې پېښې په اړه، خپل وروستي پیغام کې ويلي دی: دښمن دغه راز مرموز کارونه په ټوله شرقي سیمه خصوصا په هغو ځایونو کې پيل کړي چې خلک نه غواړي خپل اولادونه او خپلوان داربکيو پروګرام ته ورکړي، په دې ورستیو کي دنورستان ولايت په ځينوسیمو کې دخلکو کورونه هم سوځول شوي وو چې دهمدغو استخباراتي کړيولخوا د پروپاګند کولو او تبلیغاتوته دزمينې برابرولو په موخه ځينو خلکو پکې لاس درلود.
طالبانو د تېر په څېر بیا هم اعلان کړی چې اسلامی امارت د هغو کسانو د نيولو په لټه کې دی چې په سيمه کې يې دغه راز جنات کارانه کړني ترسره کړي اوترسره کوي او دڅو پيسواو استخباراتي هدفونو لپاره دهيوادوالو په ضد ګام اخلي.
د کرزې بدنامه اداره که هر څومره د افغان ولس د بچیانو ښوونځي سوځوي، او د زده کړې مخه يې نيسې ترڅو خپل شوم اهداف ترلاسه کړي، خو افغان ولس دغه هر څه له نژدې څاري، حقایق په سترګو ګورې، نو ځکه نه یوازې اسلامي امارت سره د اولسي ملاتړ کومه کمزورتیا نه ترسترګو کېږی بلکې خلک طالبانو سره د پخوا څخه اوس لا زیاته همکاری کوي، او د اربکي وحشت مخه نيسي.
اجمل مومند
دا يو روښانه حقیقت دی چې صلیبي نیواکګر ځواکونه په ګران هیواد افغانستان باندې د یرغل له پیله د افغان ولس د رښتينو بچیو (طالبانو) د سخت مقاومت او سرښندنو سره مخ شوه، یرغلګرو د هر ډول وسلو، او نوې تکنالوژۍ څخه کار واخست، خو هیڅ بریالیتوب یې ترلاسه نه کړ، او خپله فوځې ماتې یې د سر په سترګو ولیدله، نو په دې لټه کې شول، چی د ځینو دسیسو په کار اچولو سره کم تر کمه دغه وسله وال مقاومت کوونکې (طالبان) د ولسي ملاتړ څخه بې برخې، او ولس پرې بې باوره کړي.
نو هماغه وه، چې په بېلا بېلو دسیسو یې پیل وکړ، چې تراوسه ځینې دوام لري، کله به یې مکتبونه سوزول، کله به يې قومي مشران وژل، او کله به یې زده کوونکي مسمومول، او بيا به یې پړه په طالبانو وراچوله، خو که څه هم طالبانو په هر ځل سمدستي په کله رد کړي ده. خو لاسپوڅو رسنيو به پرې غوږونه کاڼه کړي وه، او طالبانو ته به يې منسوبول.
طالبانو څو ځلې رسنيو ته ويلي چې: د ښوونځيو سوځوونکي او د زده کوونکو مسموم کوونکي که ونيسي سزا به ورکړي
http://www.spenghar.com/
د لاسپوڅي ادارې د پوهنې وزیر فاروق وردګ هاغه خبره، چې: طالبان ښونځي نه سوځوي خو له طالبانو پرته نور لاسونه شته دي چې ښونځي سوځويhttp://www.youtube.com/
هم د طالبانو هاغه خبره تائیدوي چې د ښونځيو سوځول، په جوماتونو او عامو ځایونو کې چاودنې د صلیبیانو او خارجي کمپنیو (لکه بلکواټر) او استخبارتي کړیو کار دی..
الله تعالی لکه څرنګه په نظامي ډګر کې تل د مجاهدينو مرسته کړي، همدارنګه یي اوس په مجاهدينو باندې بله لورینه هم پیرزو کړې، هغه دا چې دسيسې جوړوونکي د هیواد په بېلا بېلو برخو کې رسوا شول هر چا وپېژندل، چې کار څوک کوي، او پړه پر چا اچول کیږي. په شمالي ولایاتو کې د مکتب سوزونې په اړه د جنرال عطا محمد نور لیک چې نن ټکی اسیا څو مياشتې مخکې خپور کړی وه، همدارنګه د جعلي پاڅونونو دسيسه، چې د غزني ولایت په اندړو کې افغان مظلوم ولس په خپلو سترګو ولیدل چې صلیبي یرغلګرو سپورټ کول، او په شریکه یې پر مجاهدینو برېدونه کول. او دې ته ورته ډېرې نورې پېښي دی چی ولس د دغو ورانکاريو اصلي عاملين پکی پخپله پیژندلي دي.
همدرانګه په دې وروستيو کې د میدان وردګ ولایت د شهاب الدين په سیمه کې د ناپېژاندو کسانو لخوا يوه مکتب ته اور اچول شوی وه، د کابل ادارې او لاسپوڅو رسنيو سمدستي اعلان وکړ، چې طالبانو مکتب وسوزاوه، خو د میدان ورګ ولایت اوسېدونکي شاهد دي چې حقیقت بل ډول وه، هغه دا چې د سيميزو ولسي خلکو له خوا د دغې پېښي پرمهال، مکتب سوزوونکي ونيول شول، او بیا یې د کابل ادارې چارواکو ته وسپارل، نو بیا څرګنده شوه، نیول شوی کسان د میدان وردګ د امنيې لاسپوڅې قومندان له خوا ګمارل شوي کسان وه ترڅو د طالبانو د نوم بداوي په موخه مکتب ته اور ورته کړي، او سياسي ګټه ترې پورته کړي. خو دغه رسواينه په رسنيز ډګر کې پټه شوه، او اصلي عاملين اعلان نه کړل شول.
د دغې پېښې څخه وروسته د میدان وردګو ولایت خلکو د مکتب اصلي دښمنان ښه وپېژندل، چې پخپله لاسپوڅې اداره ده، چې مکتب ته اور ورته کوي، او نوم د طالبانو بدوي.
د ميدان وردګ ولایت یو له هغو ولایتونو څخه دی چې زياتې سیمې يې د اسلامي امارت د بشپړې واکمنۍ لاندې دي، او د ښوونې او روزنې په اړه ورته اسلامي امارت خورا زياته پاملرنه کړې ده، چې د افغان مسلمان ولس بچيانو ته یې د یوې ځانګړې لایحې په درلودلو سره، د ښوونې او روزنې علمي سويه لوړه کړې ده، په تعليمي نصاب کې ډېر ګټور مواد ځای پر ځای شوی دی.
د اسلامي امارت لخوا دغه تعليمي لایحې د میدان وردګو په ولایت کې ۷۰ په سلو کې عملي بڼه غوره کړې ده.
لنډه دا چې په ميدان وردګ ولايت کې د پخوا په څېر ټول ښوونځي په بشپړ ډول پرانستي او د اسلامي امارت لخوا د جوړ شوي مهال ويش سره سم په خدمت بوخت دي، البته دینی زده کړو ته پکی د زياتې توجه په ترڅ کې د تعليم الاسلام په نوم د مفتي کفایت الله صیب، يو ګټور کتاب د ۶ ټولګي څخه تر ۱۲ ټولګي پورې تدريس کېږي.
ځکه لاسپوڅې ادارې په خپل تعليمي نصاب کې د مسلمان ولس د بچيانو د افکارو د خرابولو په موخه، ځينې بې ځايه موضوعات، ځای پر ځای کړي وه، چې لله الحمد لله، هغه ټول ترې ايسته شوي، او پرځای يې د روښانه راتلونکي په زړه پوري مواد پکې ځای پر ځای شوه.
همدارنګه په کليو کې د کليوالي مدرسو په نامه مدرسی جورې شوي چی د اسلامي امارت تعليمي نصاب پکې تطبیق شوی، په شپږو ټولګيو ويشل شوی، چی ټول اړين ديني علوم پکې تدريس کېږي، همدارنګه د ښونځي تر دريم ټولګي پورې ټول کتابونه هم د دې مدرسو په نصاب کی شتون لري، چی څوک يې د دريم ټولګي پورې په خپلو بچيو تعقیب کړي، نو داسې هم کولی شي چی څلور ټولګی په ښونځي کې ووايي. د یادونې وړ ده، چې دغه ډول مدرسې یوازې د ميدان وردګو په ولایت کې تر دوه سوه زياتو برحال دی، او د نورو جوړولو هلې ځلې هم روانې دي.
اوس تازه پرون، رسنيو خپور کړ، چې د نورستان ولايت وانت وايګل ولسوالۍ په ژنچيګل سیمه کې د کلي د ماشومانو يوه لويه ليسه وسوزول شوه ، چې پرون د الاماره په ويب پاڼه کې د ښاغلي ذبيح الله مجاهد صیب په څرګندونو کې په ډاګه شوې ده، چې یاده لیسه دګوډاګۍ ادارې داستخباراتي کارکونکو له خوا سوزول شوي ده.
ښاغلی مجاهد زیاتوي چې په دې وروسیتو کې د هیواد په ختيځ خصوصا په نورستان کې د کابل غلام رژيم د استخباراتو لخوا داسې بدناموونکو هڅو زور اخيستی چې غواړي مجاهدین بدنام کړي او خلکو ته د مجاهدینو په اړه غلط تصوير وړاندي کړي.
دغه جنایت په داسې شکل ترسره شوی چې د یادې لیسې کتابونه او د قرانکريم نسخې قصدا راټولې شوې او په يوه ميز باندي کيښودل شوي او بيا اور ورته شوی، په دې توګه ټول کتابونه اوبيا د لیسې ودانۍ اور اخيستی او له منځه تللي دي.
د نورستان باتور ولس هم د میدان وردګو ولایت د غیرتمن ولس په څېر د اسلامي امارت د اتلو مجاهدینو سره اوږه په اوږه د ښونځيو دښمنانو په وړاندې پلټنې پیل کړې، چې لله الحمد د پلټنو په پایله کې بیا هم په ډاګه شوه، چې دغه ستر جنایت د هاغو شرمېدلو څېرو کار دی، چې د کابل لاسپوڅې ادارې د استخباراتو لخوا ورته دنده ورکړل شوي وه ترڅو د اربکي بدنامې مليشې په جوړولو کې د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي. خو لله الحمد د نورستان مسلمان ولس ته پخپله د خپلو بچیو د زده کړو دښمنان په ډاګه شول.
د یادونې وړ ده، دا ډول پېښی زياتره د اسلامي امارت تر ولکې لاندې سيمو کې، د کابل ادارې استخبارات د خپلو جاسوسانو په ملتیا ترسره کوي، ترڅو خلک پر مجاهدینو بې باوره کړي، او د اربکي وحشت لړۍ دغو سيمو ته وغځوي.
د اسلامي امارت ویاند ښاغلي ذبيح الله مجاهد ه د نورستان ولایت د یادې پېښې په اړه، خپل وروستي پیغام کې ويلي دی: دښمن دغه راز مرموز کارونه په ټوله شرقي سیمه خصوصا په هغو ځایونو کې پيل کړي چې خلک نه غواړي خپل اولادونه او خپلوان داربکيو پروګرام ته ورکړي، په دې ورستیو کي دنورستان ولايت په ځينوسیمو کې دخلکو کورونه هم سوځول شوي وو چې دهمدغو استخباراتي کړيولخوا د پروپاګند کولو او تبلیغاتوته دزمينې برابرولو په موخه ځينو خلکو پکې لاس درلود.
طالبانو د تېر په څېر بیا هم اعلان کړی چې اسلامی امارت د هغو کسانو د نيولو په لټه کې دی چې په سيمه کې يې دغه راز جنات کارانه کړني ترسره کړي اوترسره کوي او دڅو پيسواو استخباراتي هدفونو لپاره دهيوادوالو په ضد ګام اخلي.
د کرزې بدنامه اداره که هر څومره د افغان ولس د بچیانو ښوونځي سوځوي، او د زده کړې مخه يې نيسې ترڅو خپل شوم اهداف ترلاسه کړي، خو افغان ولس دغه هر څه له نژدې څاري، حقایق په سترګو ګورې، نو ځکه نه یوازې اسلامي امارت سره د اولسي ملاتړ کومه کمزورتیا نه ترسترګو کېږی بلکې خلک طالبانو سره د پخوا څخه اوس لا زیاته همکاری کوي، او د اربکي وحشت مخه نيسي.
اجمل مومند
No comments:
Post a Comment