بهرني ځواکونه په هلمند کې د کوکنارو د زياتوالي لامل شوي
 
 ملګري ملتونه وايي په هلمند کې د بهرنيو ځواکونو له مشتېدو وروسته د 
کوکنارو کر درى چنده شوى دى. د ملګرو ملتونو ارزونه ښيي چې دا مهال په 
هلمند کې ۷۵۰۰۰ هکتاره ځمکه پر کوکنارو پوښل شوې ده چې د ۲۰۰۶ کال پر تله 
درې برابره لوړوالی ښيي. د ملګرو ملتونو په يوه تازه راپور کې اندېښنه 
څرګنده شوې چې د کوکنار کرکېله نه یوازې په هلمند کې ډېره شوې ده، بلکې د 
هېواد په نورو برخو کې هم ددغې کرکېلې د ډېرېدو وېره ده. سرچينې ويلي په 
تخار او ننګرهار ولايتونو کې چې تر ډېره له کوکنارو پاک ولايتونه ګڼل کېدل د
 دغه بوټي کر بيا پيل شوى دى.
ملګري ملتونه وايي په هلمند کې د بهرنيو ځواکونو له مشتېدو وروسته د کوکنارو کر درى چنده شوى دى. د ملګرو ملتونو ارزونه ښيي چې دا مهال په هلمند کې ۷۵۰۰۰ هکتاره ځمکه پر کوکنارو پوښل شوې ده چې د ۲۰۰۶ کال پر تله درې برابره لوړوالی ښيي. د ملګرو ملتونو په يوه تازه راپور کې اندېښنه څرګنده شوې چې د کوکنار کرکېله نه یوازې په هلمند کې ډېره شوې ده، بلکې د هېواد په نورو برخو کې هم ددغې کرکېلې د ډېرېدو وېره ده. سرچينې ويلي په تخار او ننګرهار ولايتونو کې چې تر ډېره له کوکنارو پاک ولايتونه ګڼل کېدل د دغه بوټي کر بيا پيل شوى دى.

 
 
No comments:
Post a Comment